ليکنه: شريفالله دوست
د پیل خبري
لښکرګاه څه وخت او څنګه کشف سوه؟دکشف په وخت کي چي هرڅه ويل سوي وي، وي به ،ځکه پيښې زياتي موجودي دي دکال ۱۳۲۷هــ.کال د وري دمياشتي پر ۲۶تمه د بست په لور دسفر پروخت مي دلښکري بازار په نوم دسردار محمد يونس خان له خولې، چي دکندهار د پنجوايي نايب الحکومة و واوريدل او دهمدي کال د غوايې په مياشت کي مي د (لښکرګاه) نوم د بيهقي ([1] )په تاريخ کي پام ځانته واړاوه کله چي لښکرګاه په ادبي او تاريخي مانا کشف سوه نو لرغون پيژندونکو هم داصلي شواهدو سره دانظريه تائيد او ومنل.
- لښکرګاه که لښکري بازار؟
- دښت لګان؛ دهيرمند او ارغنداب رود په منځ کي.
- بست او لښکرګاه، ديو ښار دوې برخي.
- دبست ششک او دغزنوي معمارۍ نوښت.
- د ۱۳۲۷کال د وري پر ۲۶تمه دبست دششک په لور يون.
- ناڅاپي کشفوني.
- دلښکرګاه کنډوالې په مازديګري وړانګو کي.
په ۱۳۱۲ هجري لمريز کال چي د ۱۹۳۳م سره برابر ه و، ديوې موقع له مخي د فرانسوي([1]) کېندونکو يوه ډله د (ژړکاروان) په نامه دهرات دلوري افغانستان ته راغلل، ما په هغه وخت کي شاهي دار التصدير کي دژباړي چاري په غاړه درلودې، هغه چي دعليحضرت شهيدله لوري ګمارل شوی وم،له ملګري (کپتان پکور) چي دنمائينده هيئت په توګه دلارو،پلونو او تيلو را ايستلو دچارو دليدلو لپاره افغانستان ته راغلی و، ملګری سوم.دپروفيسور (هاکن) په ملګرتيا چي دفرانسوي هيئت دکېندونکو دمدير په توګه، داسيايې مسايلو دلرغون پيژندني لپاره ديوه متخصص په توګه دژړ کاروان په ډله کي ګډون درلود،دکندهار او ګرشک په لور مو حرکت وکړ تر څود ژړوکاروان، له هيئت سره په افغانستان کښې وګرځم.په همدي کال يوه مياشت له (هاکن) او (پکور)سره يوځای وم، دهيرمند([2])او ارغنداب دحوزې په مځ کښې ګرځيدو را ګرځيد و او سياحت موکاوه.
زما اساسي موخه د هغو درنو موټرونو تېرېدل وه هغه چي له نوموړي هيئت سره وه ، داچي دواړو سيندنو پُل نه درلود او نقليه وسايل دکښتۍ په وسيله تېرېدل ،کوښښ مي کاوه چي د ارغنداب رود څخه کښتۍ راوبولم له دې لاري هيرمند ته اوله (کلابُست) څخه يې ګرشک ته ورسوم ، دهيرمند او ارغنداب کښتۍ مو په سيمي رسيو يو له بل سره وتړلې او درانه موټرونه مو له يوځای څخه بل ځای ته انتقال کړه چي په اخر کي د ژړ کاروان هيئت ګرشک ته راغی او هغه ترتيبات چي مو نيولي وه ټول موټرونه مي روغ د(هير مند) له رود څخه تير کړله.څه وخت چي د سيند چپه څنډي ته ولاړ و (پروفيسورهاکن) چي مخکي لا دڅېړنو له لاري دبست له ښکلي ششک سره بلد و ،رئيس او څوتکړه کسان د ژړکار وان له هيئت سره چي زه هم ورسره وم دبُست دتاريخي طاق (ششک)([3])د ليدو په لور روان سوو.په خواشنۍ سره چي لاري ډيري خرابي وې اوټول لښتيو او ويالو نيولې وه دسفر يو شمېر ملګري مو ديو صحرايې موټر له لاري تېرسوه اوزه چي په ښاري موټر کي وم دويالې پردې غاړه پاته سوم او د(بُست) دششک ارمان مي د(۱۳۲۷هـ )کال تر لومړيو وختو پوري پرزړه پاته سو.
دبُست ششک چي ډيرو هيواد والو يې لوی اوکوچني انځورونه په جرېدو او مجلو کي ليدلي دي چي دبُست دکلاپه بيخ کي ولاړدی په رښتياچي زموږ دهيواد داسلامي هنرونو له ښکلو نوښتونو څخه دی.
خوله بده مرغه دې لرغونو پاته شونو دوخت په تيريدو ، دباران ، باد او ځايې خلکو په لاس وهني ډير ناوړه زيان ليدلی حتی کوږ سوی دی ، چي له ډېر وخت وروسته بيا دمعارف وزارت دموزيم او کندنو رياست دنوموړي ششک دترميم په تکل کي سوه ترڅو په (۱۳۲۷هـ .ل) کال کله چی ښاغلی سردار محمد يونس([4])خان چي دکندهار ولايت نايب الحکومة و له وزارت معارف څخه چی رسمي غوښتنه وکړه ترڅو يو فني اشخاص دنوموړي ششک دمطالعې لپاره راوليږي، په نتيجه کي زه د ((موسيو شلو مبرژه )) سره چی دفرانسوي کيندونکو مدير هيئت و،(دموسيو لو برمهندس) هيئت او (موسيوکوريل) دکندهار په لور روان سو. په دابله ورځ مويې له ښاغلي نايب الحکومة سره دبُست دششک د کتلو او معاينې(پلټونو) لپاره بست ته روان سوو، ډنمارکي وګړ پيژندونکي هيئت چی په کندهارکي دخليل الله خليلي سره چي ، هغه وخت يې دقند او پطرول د رياست چاري پرغاړه درلودې له موږسره يو ځای سول ، زموږ يو کوچنی کاروان دهيرمند چپ اړخ ته ورسېد اودګرشک له مخامخ لوري څخه مو دکلا ([5])بُست دکنډوالو خواته
حرکت وکړ.
پايليک:
- [1]ــ لرغون پيژندنه زموږ په هيوادکي ډيره اوږده مخينه لري په رسمي و علمي ډګر کي دکيندلو او څيړنو تاريخچه کولای سو، د (۱۹۲۲م) کال وروسته دفرانسې دهيواد اودهغه وخت دحکومت ترمنځ د سمي تړون په کولو سره ترټولو پخوانی علمي ځېړني بلل کيږي.
- په هيواد کي دلرغون پيژندنې دځېړنو تاريخ په دوو بنسټيزو پړاوونو ويشلای سو:
- ۱ــ: يو دهيواد په بيلابيلو سيموکي په نولسمه پيړۍ يعني به (۱۸۲۴م)کلونوکي دلرغون پيژندني غيرعلمي ځېړني.
- ۲ــ : له (۱۹۲۲ــ ۱۹۷۹م) کال پوري دلرغون پيژندنې په اړه علمي او عملي ځېړني چي په دوهم ځل دکېندنو په اوږدوکي دلوړې يادي سوي نېټې سره سم لښکرګاه اولښکري بازار، دښت لګان هم ديو شمېر ګټورو کېندنو اولاس ته راوړنو برخمنه سوه او لښکرګاه چی مخکي يې يوازي نوم اخيستل کيده علمي کيندنو له مخې کشف سوه.(ژباړه).
- [1]ــ هيرمند ياهلمند ولايت چي دهيواد په لويديز کي پروت دی او اوس ديوه ولايت او پراخي سيمی په نامه ياديږي له آره دسيند يا رود نوم دی چي په همدې سيمه کي بهيږي او تر سيستان پوري ځمکي په خړوبيږي.
- دهلمند نوم چي اوسنی دوديز شکل يې دی دتاريخ په اوږ دوکي په خورا ډيرو او مختلفو نومونو يادسوی دی ،لکه: هيرمند، هيتومنت،هيرمذ، هيرميد، تومانت، هرمند، هنرمند، ايټامندروس (Etymandros)، ايتامندور، هنتومنت،سيتومنت، سينتومنت، اي يو منتوس او داسي نور….
- دهيرمند (هلمند) په نامه د اويستا په هغو شپاړسوولايتونوکي چی مخصوصًا دونديداد په برخه کي ذکر سوي يوولسم ايالت يې د هيتومنت(هلمند) په نامه دي.
- ځينو ختيځ پوهانو هغه هينتومنت ليکلی او يو(ن)يې پکښې اضافه کړی خو عادت داسي دی چي دسانسګريت ((اس)) په اريائې ژبوکي په ((اِج)) اوړي په دوی کي د ((س)) او ((ه)) دږغونو اړون راځي.(ژباړن).
- [1]ــ دبُست دششک په هکله سوچه معلومات په لاس کي نسته چي دابه په کوم وخت کي جوړ سوی وي خو علامه عبدالحی حبيبي وایې چي داششک تر اوسه پخپل برم او دبدبي سره د کلا بست په بيخ کي پروت دی، خومعلومه نه ده چي دا طاق په کوم وخت کي جوړ سوی خو ګمان کيږي چي دابه دغزنويانو له زمانې څخه وي يعني په څلورمي او پنځمي هجري پيړۍ کي به جوړ سوی وي.
- بلاذري په فتوح البلدان کي (۲۷۹هــ ) مړ وايې ددي ششک تاريخ دلومړنۍ پيړۍ څخه مخکي دی چي دا ششک دکوټې دمخ دبرنډې دسايوان څخه عبارت دی.
- وايې چي دعبدالمالک بن مروان اموي خليفه،اميه بن عبدالله دخراسان والي وټاکه اوخپل زوی يې (سجستان ته چي معربه بڼه ده) ولېږه اوچي هلته راورسېد نويې درتبيل شاه سره جګړه وکړه خو رتبيل شاه له مسلمانانو څخه بيريدی کله چی عبدالله بست ته راغی نو دزر زر(يومليون) درهمه سوله ورته پيشنهاد کړه، سروغاتونه اومريان يې ور وليږل خو عبدالله دهغه دمنلو څخه انکار وکړ او ويې ويل چي که چيري دا (ششک) له سرو زرو څخه راډک کړې بيا هم زموږ ترمنځ سوله نه سي کېدای چي داهم دبُست دششک په هکله يو روايت دی.
- [1]ــ سردار دمحمد يونس خان دصوفي دين محمد خان زوی اودسلطان طلايې لمسی دمحمد زيو په وختو کي دمحرمي ۱۷(۱۳۳۲هــ ق) اود (۱۳۳۳ هــ ق) ترپايه پوري دکندهار نايب الحکومة و چي (امين الوجوهات) يې لقب و. ((وګورئ دکندهار ياداښتونه د علامه رشاد بابا ليکنه چاپ کال ۱۳۸۴هـ ل. ۲۱۷مخ دوهم ټوک). (ژباړن).
- دبُست ششک (۱۷) متره جګوالی او (۱۶) متره بر لري چي د سوداګريزو کاروانونو لپاره د دروازې په توګه ورڅخه ګټه پورته کيدل.
- دشهيد محمد داؤد خان دواکمنۍ پرمهال يې په منځ کي د خښتو ديوال پورته سو ځکه ډېر احتمال يې دنړيدو درلود.
- دبُست کلا او دلښکرګاه بازار(العسکر) نظامي چوڼۍ اوداسي نوري تاريخي کلاګاني اوس مهال له بد ناورين سره مخ دي که يې دنړيدو مخه ونه نيول سي، سبابه يې يوازی انځورونه ګورو او ….
- [1]ــ بُست چي اوس د (ب) په پيښ سره راغلی دی اوتلفظ کيږي په حدودالعالم، قاموس اعلام اومعجم البلدان کي هم د (ب) په پيښ سره راغلی دی خوپه ځينواثاروکي د (ب) په زير ثبت دی او (بِست يې وايې) په پښتو کي اوس هم دبُس په شکل ويل کيږي(ت) يې نسته اوله کلاسره يې يو ځای کوي او کلابِس يې بولي د بُست کلا دجوړيدو په هکله داسي ويل کيږي چي داد زرير زوی بستوارجوړ کړی دی چي زرير پخپله د کَتساسپ يا ويشتا سپ زوی دی او په هغه زمانه کي پاچاؤ چي په هغه وخت کي زردښت منځ ته راغلی دی.
- د زريرپه باب داسي ويل کيږی چي د زړور مانالري او دهغه زوی بستواري داښار پداسي حال کي جوړ کړچي په هغه ټاکلي نقطه کي دهيرمند (هلمند) او ارغنداب رود سره ګډيږي.
- ابن حوقل (۳۶۰هـ ق) شاوخوااو اصطخري، ابو اسحق ابراهيم بن محمد اصطخري (۳۴۰هـ ق) شاوخواکي دبُست يادونه کيږي او دجوين سيمه يې ورته په يوه لنډ واټن کي ورپه ګوته کړې ده، دحدودالعالم ليکوال په (۳۷۲هـ ق) شاوخواکي وايې: بست دهيذمند(هيرمند) اوسنی هلمند پرغاړه يو ټينګ اولوی ښار دی ډير کلي لري اود هندوستان دورازه اودسوداګرو ځای دی خلک يې زړه ور او جنګي دی. دمارکورات (Markurrt) دڅرګند ونوله مخي بست په لرغوني زمانه کی دهلمند او ارغنداب دتاريخ له مخي ديوه پرمختللي تمدن پلاز مينه وه او دشپږمي زيږدي ياميلادي پيړۍ په وخت کي دا سيمه ديپتليانو په واک کي وه چي ساساني لومړی خسرو نوشيروان له هغه څخه ونيول.
- خو يوبل ماخذ هم چي دعلامه بابا دڅېړنو له مخي دبست ياد ونه پکښي (۳۵۰۰)کاله مخکي سوې ده داکتاب دعلامه رشاد بابا په وينا (بګت پران) نوميږي چی دهندوستان د اريايې هندوانو يو کتاب دی چي دوي وايې ليکوال يې (مهاديو) دی او له ميلاد څخه (۱۴۰۹) کاله مخکي مړدی په دغه کتاب کي يوځای نوم داسي راغلی : ((بست من) د هندويزم عالمان اوځيني ختيځ پوهان له (بست منه) څخه دبُست يعني اوسني (کلابست) مانا اخلي ا و وايې چي مطلب يې ورڅخه بست دی، فکر کيږي چي په بست من کي دا (من) يې دمېني مانالري چي په (پښتو)کي د (وطن او ملک مانا) لري اوپه پاړسي کي دهغه بديل(ميهن) دی چي هلته هم دغه کلمه موجوده ده، خوددې کتاب په خبره تقريبًا درې نيم زره (۳۵۰۰) کاله پخواهم د(بُست ) ذکر په کتابو کي موجود دی.(وګورئ دسيمو تاريخ جغرافيه دعلامه رشاد بابا) او (سيستان بعد از اسلام) دمحمد اعظم سيستاني ليکنه.(ژباړه).