– لیکوال: رحیم الله ځيرک
– لکه څرنګه چې په نړۍ کې ژبې ډېرې دي ، همدغسې ځينې ژبې د زياتو لهجو لرونکې دي . لهجه له ژبې څخه راوتلې او په ټاکلي ټبر او ځانګړي جغرافيايي چاپېريال پورې اړه لري . لهجې د ځينو کلماتو په تلفظ او ويلو کې له اصلي ژبې سره توپير لري . پښتو ژبه هم يوه لرغونې تاريخي اريايي ژبه ده ، چې ډېرې لهجې لري . داچې لهجه څه ده او پښتو ژبه کومې لهچې لري په دې موضوع به بحث وکړو .
ژبه يو سيستم دی کوم ډله ييز توپيرونه چې په دغه سيستم کې ليدل کيږي ، هغه لهجه ده . لهجوي اختلافات ټولنيز وي چې د صنف او طبقې په اساس راغلي وي يا ښايي محلي وي چې د جغرافيوي توپيرونو په اساس رامنځته کيږي . کوم ګروپي توپير چې په ويلو او غږيز سيستم کې ليدل کيږي ، لهجه بلل کيږي . لهجه له اصلي ژبې او سيستم څخه په ځينو کلمو او تلفظونو کې بېله شوې وي . دا بېلتون د قبيلو ، سيمو ، ښارونو ، کليو ، بانډو ، پوهو او ناپوهو ، لوستو او نالوستو ترمنځ د خبرو اترو په وخت کې څرګنديږي او د ژبې عمومي جوړښت ساتي .
پښتو ژبه هم د نورو ژبو په څېر په بېلابېلو سيمو کې د ويونکو د شتون له کبله ډېرې لهجې لري ،چې د ټولو لهجو څېړل اوږده موضوع ده . دلته په لنډه توګه د پښتو لهجو په يو عام وېش باندې خبرې کوو .
د غربي هېوادونو ختيځ پېژندونکو د پښتو لهجې په دوو لويو ډلو وېشلې دي ،چې يوه ډله يې لوديځې لهجې او بله ډله يې ختيځې لهجې دي . دا وېش د دوو تورو ( ښ او ږ ) د توپير پر بنسټ شوی دی ،چې په لوېديځو لهجو کې ( ش او ژ ) ته نژدې دي او په ختيځو لهجو کې ( خ ، ګ ) تلفظ کيږي .
د وروستيو څېړنو په پايله کې درېيمه ډله د مرکزي لهجې په نوم هم ړرزياته شوه . پښتو لهجې په لومړي سر کې په دوو سترو ډلو اصلي او فرعي وېشل کيږي ،چې هره ډله يې ځانته ډولونه لري .
اصلي لهجې په درې ډوله دي چې په لنډيز ورته اشاره کيږي .
اصلي لهجې :
الف – لوېديځه لهجه :
دا لهجه د کنداهارۍ لهجې په نوم هم ياديږي . د هېواد په لوېديځو او جنوبي سيمو کې ويل کيږي . په دغه لهجه کې دوه ځانګړي توري ( ښ، ږ ) د ( ش، ژ) اواز ته نژدې تلفظ کيږي او بله مهمه ځانګړتيا يې داده ،چې په کومکي فعلونو کې د ( ش) غږ په ( س ) بدليږي .لکه: د ( وشو ، شوي دي ، شته ، نشته ) کلمو کې په ( وسو ،سوي دي ، سته ، نسته ) ويل کيږي .
ب- مرکزي لهجه :
دا لهجه د مرکزي لهجې په نوم هم ياديږي او د افغانستان په مرکزي سيمو لکه : غزني ، وردګ ، لوګر ، پکتيا ، پکتيکا او نورو کې ويل کيږي . په دغه لهجه کې د پښتو ځانګړي توري ( ښ ، ږ ) په خپل اصلي اواز تالفظ کيږي او د تلفظ په وخت کې د ژبې منځنۍ برخه له بورتني تالو سره نښلي .
ج- ختيځه لهجه :
دا لهجه د ننګرهارۍ لهجې په نوم هم ياديږي . د ننګرهار ، مومندو ، باجوړ ، هشنغر او يوسفزيو په سيمو کې ويل کيږي . په دې لهجه کې د ( ښ ، ږ ) توري د ( خ ، ګ ) په څېر ويل کيږي .
فرعي لهجې :
فرعي لهجې په پښتو ژبه کې زيات ډولونه لري چې ځينې مهمې يې په لاندې ډول دي .
1- وزيرۍ لهجه :
وزيرۍ لهجه د ( ښ، ږ ) تلفظ د لوديځې لهجې په څېر کوي خو په ځينو کلماتو کې له مرکزي لهجې سره اړيکې او نژدېوالی لري . په وزيرۍ لهجه کې هغه ( الف ) چې د کلمې په منځ او پای کې راغلی وي په ( و ) بدليږي لکه : ( کال ، پلار ، کابل ) په ( کول ، پلور ، کوبل ) اړوي او همدارنګه کله چې ، ( و ) د کلمې په منځ کې راشي هغه په ( ی ) بدلوي . لکه : ( مور ، لوند ، توت ) په ( مېر ، ليند ، تيت ) تلفظ کوي .
2- دخټکو لهجه :
د خټکو لهجه د ( ښ، ږ) په تلفظ کې له لوديځې لهجې سره سمون لري ؛ خو په لغاتو او اصطلاحاتو کې له ختيځې لهجې سره اړيکې لري .
3- کاکړۍ لهجه :
دا لهجه په ځينوکلمو کې لوديځې لهجې او په ځينو کې له مرکزي لهجې سره نژدېوالی لري .مثلا : ( ژ) د مرکزي لهجې په څېر ( ز) تلفظ کوي او ( ژوند ، ژبه ، ژمی ) د ( زوند ، زبه ، زمي ) اړوي او تلفظ کوي .
4- د احمدزيو لهجه :
په دې لهجه کې ( ژ ) په ( ز) او په ځينو کلمو کې ( ش) په ( س) بدلوي .لکه : ( ژوند ، مشر ، مياشت ) په ( زوند ، مسر ، مياست ) تلفظ کوي .
5- د وردګو لهجه :
دا لهجه د اصلي مرکزي لهجې په ډله کې راځي .
6- د پکتيا لهجه :
دا لهجه هم د مرکزي لهجې په کتار کې راځي ،خو ځينې ځانګړې نښې لري .مثلا : ځدران او ځاځي د (راځه ، ځي ) پر ځای ( راڅه ، څي ) وايي .
7- د اپريدو لهجه :
دالهجه په ځينو کلماتو کې له مرکزي لهجې سره او په ځينو کې له ختيځې لهجې سره اړيکې او نژدېوالی لري . په دې لهجه کې ( ا ، ی ) په ( و ) بدليږي او د ( راشه ، خورئ ) پرځای ( روشه ، خورو ) وايي .
8- د يوسفزو لهجه :
دالهجه په اصلي ختيځه لهجه کې راځي .
9- د باجوړ لهجه :
دا لهجه د ختيځو لهجو په ډله کې ده . په دې لهجه کې ( غ ، ت) په ( ګ ، څ ) بدليږي . لکه : ( غوښه ، غاښ ، تښت )
په ( ګوښه ، ګاښ ، څښته ) تلفظ کوي .
10- د مومندو لهجه :
په ختيځه لهجه کې راځي . په دروند او ځيږ غږ سره ويل کيږي .
11- د خوګياڼو لهجه :
په زياتو کلماتوکې له مرکزي لهجې سره اړيکې او نژدېوالی لري ، خو په ځينو کلماتو کې له ختيځې لهجې سره اړيکې پيدا کوي . ( و) په ( ی) بدلوي . لکه : ( غوړي په غيړي ) او ( خولۍ په خيله ) وايي .
12- د شينوارو لهجه :
دا هم يوه فرعي لهجه ده ،چې په ځينو کلمو کې زېر ( کسره ) په زور ( فتحه ) بدلوي .لکه : ( ورمېږ) په ( ورمږ ) وايي .
په پای کې بايد ووايو چې معياري ژبه هم له دغو لهجو څخه رامنځته کيږي او بيا د يوه هېواد په طبوعاتو، راډيو ، تلوېزيون او نورو خپرونو کې کارول کيږي .
د معياري ژبې د ځينو کلماتو په ټاکلو کې پوهان او دژبې متخصصين سره په يوه ګډ ليکدود پرېکړه کوي او هغه بيا په ټولو خپرونو کې کارول کيږي . معياري ژبه د ليکدود سره ډېر تړاو لري ،چې ټولې علمي او ادبي ليکنې بايد په واحد ليکدود وي او همدارنګه په رسمي ټولنو ، کنفرانسونو کې په وينا کې هم مراعات کړي .
ديوې ژبې نورې لهجې د وخت په تېرېدو سره معياري ژبه پياوړې کوي او پخپله لهجې ورو ، ورو خپله بڼه له لاسه ورکوي .