ليکوال: ډېوېډ شوارتز
ژباړه محمود سعيد
دوهمه برخه
ډاکټران هم د ستونزو او خنډونو په مرسته د روغوالي او ډېر عمر لپاره لارې چارې لټوي. کله چې يو ناروغ د ناڅرګنده لاملونو له کبله مري؛ ډاکټران د هغه د بدن څېرونې په مرسته هڅه کوي چې د مرګ لامل يې ومومي. په دې توګه دوی د انسان د بدن د څرنګوالي په اړه ډېره پوهه پيدا کوي او د ډېرو کسانو ژوند ژغوري.
زما له ملګرو يو يې د خرڅلاو مدير دی. په هره مياشت کې د خپل پېر او پلور له اړونده کسانو سره خبرې کوي. هغه غواړي د دوی په مرسته ومومي چې د خرڅلاو د کمېدو لاملونه يې څه دي. دوی هغه د لږ خرڅلاو ټکی شني او ارزوي او په دې توګه پلورونکي پوهيږي چې د خرڅلاو پر مهال کومې کړنې تر سره کړي.
د فوټبال بريالي روزونکي له خپل ټيم سره د لوبو ټول جزئييات بيا ګوري تر څو په خپلو تېروتنو پوه شي. ډېر روزونکي له لوبو نه ويډيوګانې تياروي تر څو لوبغاړي خپلې تېروتنې په عملي ډول وګوري. موخه دا ده چې: په راتلونکې مسابقه کې غوره لوبه.
د هوايي چلند د بنسټونو کارکوونکي، د خرڅلاو بريالي مديران، ډاکټران، د فوټبال روزونکي او نور ډول ډول کارپوهان بريا ته د رسېدو لپاره له يوه مهم اصل څخه پيروي کوي: له هر خنډه چې په لاره کې يې رامنځته کيږي؛ څه زده کوي.
کله چې له کومې پېښې ټکان وينو؛ تر ډېره په لومړيو کې د احساساتو له کبله له هغې څخه تجربه نشو اخستلی. د پوهنتون استادان پوهيږي چې د ناکامۍ له نمرو وېره، زدکړيالانو ته د بريا بالقوه کلۍ په لاس ورکوي. کله مې چې څو کاله وړاندې د ډېرټروېټ په واين سټېټ پوهنتون کې درس ورکاوه؛ اړ شوم چې له د وروستي کال يو زدکړيال په وروستۍ ازموينه کې ونه منم. دا پېښه په هغه زدکړيال سخت ګذار وو؛ ځکه له هماغه مهاله يې له فراغت وروسته وخت لپاره کښنده (نقشه) ايستلې وه او په زدکړو کې پاتياليتوب (ناکامي) به خامخا د هغه لپاره د شرم او سر کښته کېدو لامل کېده. هغه دوې ټاکنې درلودې: يو دا چې بيا هماغه درسي پړاو تکرار کړي؛ ازموينه ورکړي او خپل تحصيلي سند وروسته واخلي او يا دا چې کالج د هېڅ ډول سند له تر لاسه کولو پرته پرېږدي. زه منتظر وم چې ښايي دا کس د پايلې له ښکارېدو وروسته سربداله او له ما سره د ځاني دښمنۍ په فکر کې شي. زما اندېښنه سمه وه؛ کله مې چې هغه ته د هغه د کار د ټيټ معيار په اړه وويل؛ ويې منله او ويې ويل چې د دې درسونو د زدکړې لپاره يې ډېر زيار نه دی ايستلی. هغه وويل: د تېر درسي پړاو کارنامه مې په منځنۍ کچه کې ده؛ نشئ کولای هغه په پام کې ونيسئ؟ ورته ومې ويل چې نشم کولای دا کار وکړم؛ ځکه موږ په هر درسي پړاو کې د ځانګړو ظوابطو له مخې د کسانو کارنامې ارزوو. همدا ډول ما زياته کړه چې د پوهنتون کلک قوانين د نمرې بدلون د استاد له تېروتنې پرته په هېڅ ډول شرايطو کې نه مني.
کله چې هغه پوه شو چې د نمرې د بدلون لپاره يې ټولې لارې بندې دي نو سخت غوسه شو او ويې ويل:« زه کولای شم په دې ښار کې د پنځوسو داسې کسانو نومونه واخلم چې د دې درس له لوستلو او يا يې په اړه له مالوماتو درلودلو پرته په خپلو کارونو کې ډېر بريالي دي. دا درس څه ځانګړنه لري چې دومره مهم دی؟ ولې بايد د څو نمرو په کمو اخستلو خپل تحصيلي سند تر لاسه نه کړم؟» هغه زياته کړه: «د خدای شکر دی چې نور کسان ستاسې استادانو په شان يوازې د کړنو ظاهري بڼې ته پاملرنه نه کوي.»
ما له دې خبرو وروسته ۴۵ ثانيې صبر وکړ (د هر ډول لفظي شخړې د مخنيوي لپاره، له جواب مخکې اوږده دمه ښه لاره ده) او بيا مې ورته وويل: «ډېرې خبرې دې سمې دي. ډېر بريالي کسان د دې درس د سکالو په اړه هېڅ نه پوهيږي. ته هم کولای شې د دې درس له زدهکړې پرته په خپلو کارونو کې بريالی شې. ژوند ته په يوه ټوليزه کتنه کې دا درس نه تا جوړولی او نه ورانولی شي خو د دې درس په اړه ستا ليدلوری کولای شي له تاسې سره دا کار تر سره کړي.
هغه وپوښتل: «موخه مو څه ده؟»
څواب مې ورکړ: «موخه مې يوازې يو څه دي؛ له دې ځايه د باندې هم تاته همدا نمره درکوي؛ کومه چې موږ درکړې ده. هر څه چې هلته مطرح دي؛ دلته هم مطرح دي او هغه د کار پای ته رسول دي. له دې ځايه د باندې هم تاته د کمزوري کار تر سره کولو لپاره څوک تاته شاباسی او زيات حقوق نه درکوي.
بيا مې دمه وکړه تر څو ډاډه شم چې نکته يې موندلې ده؛ وروسته مې وويل: «اجازه راکړئ چې يو وړانديز وکړم. تاسې اوس په کلکه ناهيلي شوي ياست او زه ستاسې احساس درکوم. که چېرې رانه خواشيني شئ؛ بيا هم زما په نظر کې هماغه پخوانی ښه زدکړيال ياست خو دې تجربې ته له مثبت ليدلوري وګورئ. ډېر مهم درس دلته دی: که لاسته راوړنه ونه لرئ؛ هدف ته نه شئ رسېدای. دا لارښوونه ومنه او تر راتلونکو پنځو کلونو پورې يې ګټورترين درس وګڼه کوم چې دې دلته په دې کلونو کې زده کړی دی.
درې ورځې وروسته په خوښۍ خبر شوم چې بيا يې د هماغه درس لپاره نوم خوندي کړی. هغه دا ځل لوړې نمرې يووړې او بيا وروسته د هغو لارښوونو له کبله د مننې لپاره زما ليدو ته راغی. هغه وويل: «ستاسې له لوري ناکامولو ماته مهمه نکته وښوده؛ استاده پوهېږئ! ښايي وخاندئ خو اوس خوښ یم چې لومړی ځل بريالی نه شوم.»
موږ کولی شو ماتې په برياليتوبونو بدلې کړو. یعني له ماتو درس واخلو؛ هغه په کار واچوو او بيا هغې ماتې ته چې شاته مو پرېښې ده؛ وګورو او موسکا وکړو. سينما ته تلونکي هېڅکله ليونل بريمور له ياده نه وباسي. په ۱۹۳۶ کال کې د بريمور د ورانه مفصل ستونزه پيدا کړه او له ډېرې درمنلې سره، سره روغ نه شو. ډېرو فکر وکړ چې د بريمور ژوند نور ختم دی ولې دوی تېروتنه کوله. هغه له دې خنډ څخه په ګټه اخستنه په لوبغاړيتوب کې د سترو برياوو لپاره د لارې هوارولو کار واخيست. له دې څخه ۱۸ کاله وروسته له هغه درد سره سره چې کله هم آرام نه شو؛ هغه په خپل ګرځنده څوکۍ څو بريالي نقشونه ولوبول.
نور بيا…