ليکنه: ډاکټر ډېوېډ شوارټز
ژباړه: محمود سعيد
- لومړۍ برخه
-
هغه ټولنيز مرستندويان او نور کسان چې په يو ډول د ټولنې له شريرو او رټل شوو کسانو سره سروکار لري؛ په دې باور دي چې د ټولنې خځلتونونو ته ورلوېدلې دا کړاو ځپلې ارواوې د عمر، زدهکړو، مذهبي ګروهنو او روزنيزو غوښتنو له مخې يو له بل سره په بشپړ ډول توپير لري.
له دوی څخه ځينې ډېر ځوان او ځينې نور بيا ډېر زاړه دي. ځينو يې پوهنتون لوستی او ځينې نورو يې کله هم د ښوونځي ور نه دی ليدلی. ځينې يې وادهکړي (متأهل) او ځينې نور يې څړي (مجرد) دي. د بدو چاپېريالونو دا کوڅهډب وګړي يوه ګډه ځانګړنه لري: ټول يې پاتيالي (ناکام)، ځپل شوي او رټل شوي دي. ټولو يې تر دردوونکو شرایطو لاندې ماتېدل ازمويلي دي. د دوی ټول غواړي په سرتمبهګۍ او وېره د خپلې دې ماتې کيسه وکړي.
د دوی د بېوزلۍ او درد کيسه په دې ته ورته غونډلو کې اورېدلای شو:
«مېرمنې مې پرېښودم او ولاړه»، «ټول شته مې له لاسه ورکړل؛ بل ځای مې نه درلود چې پنا وروړم» او «د يو لړ بدمرغيو له کبله له ټولنې وشړل شوم؛ پايله يې دا شوه»
کله چې د ښار د ټيټ پوړ له چټلو او ټيټو کوڅو څخه چې د بې کوره وګړو، بېوزلو او سوالګرو پناهځای دی؛ د منځني پوړ چاپېريال ته ننوزو نو د دواړو ډلو د ژوند د ډول تر منځ جوت توپيرونه مومو. له دې سره مومو چې دا ډله هم د خپل ژوند د پاشل کېدو د توجېه لپاره هماغه لاملونه په ګوته کوي؛ کږم چې لومړۍ ډلې ښوولي وو. د منځني ژوند لرونکي کسان د ماتې خوړلو احساس لري او له هغو شرايطو څخه چې دوی يې ځپلي دي؛ په زړنونو کې نارغېدلي ټپونه لري. دوی اوس ډېر احتياط کوونکي دي. په سختۍ وړاندې ځي او له خپل ځان په تېښته د سرلوړي ژوند په اړه وېره لري. دوی په سر د وهل کېدو احساس لري خو دا زيار ګالي چې د هغې محروميت پر وړاندې ودريږي؛ کوم چې برخليک د دوی لپاره ټاکلی دی. دا ډله هم له منطقي، بې جنجاله او په ټولنه کې د (منل شوې) لارې سره سم ماتې ته تسليم شوې ده.
اوس لږ وړاندې ځو او د برياليتوب لږ تګ، راتګ لرونکي واټ ته ننوزو. بيا هم د بېلابېلو ټولنيزو پاړکيو له کسانو سره مخ کيږو. ستر مديران، وزيران، چارواکي او مشران وينو چې له غريبو، شتمنو، پاشل شوو، وړو کليو او يا ناولو کوڅو څخه راځي. دا کسان چې زموږ د ټولنې د بېلابېلو برخو لارښوونکي دي؛ له هر ډول ناوړه شرايطو سره چې تصور يې کېدای شي؛ مخ شوي دي. ځکه نو کېدای شي له يوې ځانګړنې پرته په نورو ټولو برخو کې کوڅهډبان، معمولي کسان او بريالي کسان يو ډول وګڼو. يوازې د يوې ځانګړنې له مخې دوی يو له بل سره نه شي پرتله کېدای او هغه د ماتې پر وړاندې د هر کس غبرګون دی.
کله چې يو کوڅهډبی يا بې کوره کس په ځمکه لويږي نو د بېرته پورته کېدو ځواک نه لري. همالته پاته کيږي او ورو، ورو ماتيږي. معمولي کس په ورته پېښه کې په ګونډو کيږي او په خاپوړو له ميدان نه تېښته کوي. کله چې له سترګو پټ شي؛ له تګلوري وزي تر څو تر نيوکو يا رټنې لاندې را نشي. کله چې يو بريالی انسان په ځمکه لويږي؛ بل ډول عمل کوي. هغه سملاسي ولاړيږي؛ ګذار هېروي او د لوړ ځای پر لور حرکت کوي.
زما يو ملګری په مديريتي چارو کې د برياليتوب حقوقي سلاکار دی. کله چې د هغه دفتر ته ننوزئ؛ وبه انګېرئ چې د ښار تر ټولو لوړ پوړې سيمې ته ننوتلي ياست. ښکلې څوکۍ، ګرانبيه غالۍ، ډېر ليدونکي او مهم مشتريان ټول د شرکت د خاوند د بريا نښې دي. بدليدونکي او په لږ څه نيوکه کوونکي کسان ښايي ووايي چې دې کس دا کاروبار په چالاکۍ جوړ کړی دی؛ ولې دوی تېروتنه کوي. رندۍ ته اړتيا نشته. دا هم اړينه نه ده چې دی دې باهوښه، شتمن يا نېکمرغه وي. دا کار يوازې او يوازې هوډمن او سرسخت کس غواړي چې هېڅکله ونه مني چې ماته يې خوړلې ده.
د دې نوموتي او بريالي شرکت تر شا يو سرسخت کس ولاړ و چې د خپلې لوړتيا لپاره يې له هر څه سره مبارزه وکړه. داسې کس چې د تېرو لسو کلونو خوندي پانګه يې په شپږو مياشتو کې له لاسه ورکړه او د کور د اجارې د ورکړې د توان نه لرلو له کبله يې څو مياشتې په شرکت کې شپې ورځې تېرولې. هغه د کار لپاره څو ښه وړانديزونه ونه منل؛ ځکه ده غوښتل چې په خپلو نظرياتو کار وکړي او هغه پايلې ته ورسوي. له خپلو مشتريانو يې د هغوی د مثبت ځواب پر وړاندې سل ځله منفي ځوابونه تر لاسه کړل. په هغو اوو کلونو کې چې په ناباورانه توګه ډېر ستونزمن او په پايله کې له بريا سره مل وو؛ هېڅکله مې وانه ورېدل چې يو ځل دې له کوم څه سر وټکوي. همېشه به يې ويل: «ډېوېډه، څه زده کوم. په دې کار کې سيالي تنګه ده او د کار د سختوالي له کبله پرمختګ کرار دی خو زه يې د لارو چارو زده کولو په حال کې یم.» او زده يې کړل. يو ځل مې دې ملګري ته وویل چې دا تجربې درته سختې تماميږي خو هغه وويل: «نه، سختې نه دي؛ زه په دې اړه ډېر څه زده کوم.»
که د (د امريکا د مشاهيرو لارښود) کتاب کې د کسانو ژوندليکونه له نظره تېر کړئ نو وبه وينئ چې هغو کسانو سترې برياوې تر لاسه کړې؛ کومو چې د ناکاميو د ګذارونو تر فشار لاندې هډونه مات کړي. هر څوک چې تر دې کچې بريالی وي؛ له ډېرو مخالفتونو، ناهيليو، خنډونو او بدمرغيو سره مخ شوي دي.
د سترو انسانانو په خپل قلم ليکل شوي ژوندليکونه ولولئ تر څو يو ځل بيا ومومئ چې څنګه له دوی نه هر يوه په ځلونو کولای شول د خنډونو او ستونزو پر وړاندې سر ټيټ کړي.
يو بل کار هم کولای شئ او هغه دا چې د خپل شرکت د مشر، ښاروال او يا داسې کس چې ستاسې په نظر په ژوند کې بريالی دی؛ د ژوند په اړه مالومات پيدا کړئ. کله چې د هغه په اړه په ټولو خبرو پوه شئ نو وبه مومئ چې هغه په ډېرو سترو خنډونو او ستونزو بريالی شوی دی.
ناشونې ده چې له مخالفتونو، سختيو او خنډونو پرته سترو برياوو ته ورسېږو خو کولای شو چې له خنډونو څخه خپلو اهدافو ته د رسېدو لپاره کار واخلو. راځئ وګورو چې څنګه.
په دې وروستيو کې مې د تجارتي هوايي کرښو په اړه په يوه سروې کې وموندل چې ښوول شوي وو؛ په هرو لسو ميلياردو اوږدو الوتنو کې د يوې مرګ ژوبلې ګواښ او شونتيا شته. نن ورځ هوايي سفرونه د ښو ژغورونکو شونتياوو لرونکي دي؛ په خواشينۍ چې هوايي پېښې لا هم کيږي. له دې سره سره د پېښو پر مهال د هوايي چلند هېوادني بنسټونه سملاسي د پېښې ځای ته ځان رسوي او د پېښې د لامل موندلو لپاره هڅه کوي. ګمارل شوي کسان د فلز ټوټې له مايلونو لرې سيمو راټولوي او يو د بل تر څنګ يې اېږدي. بېلابېل کارپوهان د پېښې اټکليز انځور جوړوي او له شاهدانو او پلټونکو سره مرکې کيږي. دا څېړنه او پلټنه اونۍ او مياشتې وخت نيسي تر څو وموندل شي چې د پېښې لامل څه دی؟
کله چې دهوايي چلند دولتي بنسټ قانع کوونکی ځواب مومي؛ د ورته پېښو د مخنيوي لپاره سملاسي بېړني ګامونه اخلي. که پېښه د فني ستونزو له کبله وي؛ هغه ستونزې سملاسي لرې کيږي. په الوتکو کې سلګونه ژغورونکې وسيلې د هېوادونو د هوايي چلند د بنسټونو د څېړنو پايله ده.
د هوايي چلند دا بنسټونه ستونزې او خنډونه تر څېړنې لاندې نيسي تر څو د هوايي سفرونو پر خونديتوب ډېر څه ورزيات کړي. د دې ويلو لپاره اړتيا نشته چې د دوی هڅې ګټورې دي.
نور بيا…