ليکوال: ډېوېډ شوارتز
ژباړه: محمود سعيد
(دريمه برخه)
د ۱۹۴۵ زېږديز کال د مارچ په پنځلسمه، د فرانسوي کلوين ويليامز شوبله د جګړې په لومړۍ ليکه کې پر ماين ورسيخه شوه؛ د چاودنې په پایله کې د ويليامز سترګې ړندې شوې. دې پېښې ويليامز خپل هدف ته له رسېدو پاته نه کړ. هغه چې کله له کالجه په لوړو نمرو بريالی فارغ شو؛ ويې ويل: «کېدای شي ړوندوالی زما لپاره په عملي ډول يو امتياز وګڼل شي. په دې توګه هېڅ شی نشي کولی د وګړو په اړه زما په پرېکړو اغېز وکړي. ځکه نو کولی شم کسانو ته بيا، بيا چانس ورکړم؛ زما ړوندوالی به د دې خنډ نه شي چې له خلکو سره د هغوی د ظاهري بڼې پر بنست اړيکې وشلوم. غواړم له هغې ډلې کسانو واوسم چې ټول وکولی شي په آسانۍ ورسره وګوري او په بشپړ ډاډ خپلې خبرې ورسره شريکې کړي.»
آيا دا په بريا د يوې بېرحمې او ترخې ماتې د بدلولو ژوندۍ او ښکاره بېلګه نه ده؟
ماته او ناکامي نشته؛ يوازې يوه ذهني اخيستنه ده او بس…
زما له ملګرو يو کس د بورس په بازار کې يو باوري او بريالی پانګوال دی. د پانګوالۍ لپاره خپلې ټولې پرېکړې د پخوانيو تجربو پر بنسټ تر دقيقې شننې لاندې نيسي. يو ځل يې ماته وويل: «کله مې چې پنځلس کاله وړاندې د لومړي ځل لپاره د پانګوالۍ کار پیل کړ؛ دوه درې ځله مې جېب ښه سم تش شو. د ټولو دوديزو کسانو په شان ما هم غوښتل ډېر زر ګټه وکړم خو په پایله کې ډېر زر ډېوالي شوم. له دې سره، سره له پښو ونه لوېدم. په اقتصاد کې مې د ځواکمنۍ بنسټيزې ټکي پېژندل او پوهېدم چې د اوږدې مودې لپاره راټول شوي توکي تر ټولو غوره څه دي چې کېدای شي انسان ورباندې پانګونه وکړي.»
هغه په خندا زياته کړه: «ځکه نو لومړنۍ ناسمې پانګونې د خپل ځان د روزنې لپاره د يوې برخې لپاره د لګښت په توګه حسابم.»
له بل پلوه داسې کسان پېژنم چې په يوه يا دوه ځل ناسمو پانګونو له ناهيلۍ او بد ليد سره مخ شوي. هغوی د دې پر ځای چې خپلې نيمګړتياوې وڅېړي او له پېښو څخه سمو انګېرنو ته ورسيږي؛ دې بشپړې ناسمې پایلې ته رسيږي چې وايي په عادي سوداګريزو اسهامو پانګونه هغه قمار دی چې زر يا وروسته ټول پکې بايلونکي دي!
له همدې اوسه پرېکړه وکړئ چې له هر خنډه چې په مخه درځي؛ څه په غنيمت ونيسئ. که بيا په کاري چاپېريال يا کور کې له ستونزې سره مخ کېږئ نو په خپلو مغزو واکمن واوسئ او هڅه وکړئ چې لامل ومومئ. له دې لارې کولی شئ؛ د بياځلې تېروتنو مخه ونيسئ.
ګذار او ټکان خوړل ارزښت لرونکې تجربه ده؛ هغه مهال چې وکړای شو له هغه درس واخلو.
موږ انسانان ډېر حیرانوونکي موجوات يو. ډېر زر خپلو برياوو ته بشپړ اعتبار ورکوو او هغه مهال چې بريا تر لاسه کوو؛ غواړو ټوله نړۍ خبره شي. په طبيعي ډول مو خوښيږي چې ټول مو يو بل ته وښيي او ووايي چې: «هغه وينې؟ دا او هغه يې تر سره کړي.»
له دې سره دا عادت لرو چې په هماغه چټکۍ نور کسان د هرې وړې ستونزې د رامنځته کېدو له کبله نيمګړي وګڼو. کله چې پلور کميږي؛ پلورونکي په طبيعي ډول پړه په پېرونکو اچوي. کله چې کارونه ناسم لوري ته ځي؛ اجرايوي مديران په طبيعي ډول کار کوونکي او يا نور مديران ټکوي. همدا شان په کورنيو ستونزو او شخړو کې په طبيعي ډول مېرمنې او مېړونه يو بل پړه ګڼي.
لرې نه ده چې په دې لېونۍ نړۍ کې څوک موږ ته ګذار راکړي خو ډېر مهال موږ خپله د خپلو لوېدلو لامل کېږو. زموږ ماتې زموږ د ځاني بشپړتيا د نشتوالي او يا هم تېروتنو له کبله دي.
له دې لارې کولی شئ د بريا لپاره نوی عادت ومومئ. خپل ځان ته ورياد کړئ چې غواړئ د کمال هغه بريد ته چې له انساني اړخه درته شونی دی؛ ورسېږئ. واقعيت پلوه واوسئ. خپل ځان د ازموينې په يوه کړۍ کې کېږدئ او د يوه دريم بې طرفه کس له ليدلوري خپل ځان ته وګورئ. وګورئ چې د کومې کمزورتيا درلودونکي ياست؛ هغه چې تر اوسه مو ورته پام نه و. که کمزورتيا لرئ؛ د سمون لپاره يې لاس په کار شئ. ډېر کسان هومره له خپل ځان سره عادت کيږي چې د خپل نفس د سمون لپاره د لارو، ګودرو د کتلو ځواک له لاسه ورکوي.
د متروپولين د اوپرا ستره ستورې رايس سټونس په ريډرز ډایجست مجله (جولای ۱۹۵۵) کې ليکي: په تر ټولو ترخو شېبو کې مې داسې نصېحت اورېدلی چې په ټول ژوند کې راته تر ټولو غوره نصېحت و.
آغلې سټيونس د خپلو هنري فعاليتونو په سر کې ونشو کړای چې د متروپولين د هنرمندانو د اوپرا په نندارو کې بريا تر لاسه کړي. دې ماتې هغه ناهيلې او خواشينې کړه. خپله په دې اړه وايي: «خوښېدل مې ټول ووايي چې د هغې غږ د نورو نجونو له غږه ښکلی دی؛ ووايي چې ورکړل شوې رايې غيرعادلانه وې او زه د ښې ډلې نه درلودلو له کبله له سيالۍ ووتم.» خو د هغې لارښو کله هم هغې ته ډاډ ورنه کړ. پر ځای يې هغې ته وويل: «زما ګرانې، له خپلو کمزوريو سره د مخامخ کېدو زړوتيا ولره!»
آغلې سټونس زياتوي: «له دې سره چې په طبيعي ډول مې له ځان سره د همدردۍ او تسلا لېوالتيا درلوده؛ هغه ټکي مې تل راپسې وو او زه يې تر سهاره ويښه ساتلم. تر هغه وخته چې په رښتيني ډول له خپلو کمزوريو سره مخ نه شوم؛ خوب مې ونه شو کړای. د شپې په تياره کې به چې پرته وم؛ له ځانه مې پوښتل: ولې مې بريا تر لاسه نه کړه؟ څنګه کولی شم بيا وړونکې شم؟ او ومې منله چې د غږ پراختيا مې د وړتيا په کچه نه وه. بايد بهرنۍ ژبې بشپړې کړم او ډېر څه زده کړم.»
د هغې په وينا له کمزوريو سره مخامخېدل نه يوازې د دريځ پر سر د هغې د بريا لامل شول؛ بلکې له دې سره يې مرسته وکړه چې لا ډېر دوستان او زړو ته نږدې شخصيت تر لاسه کړي.
پر خپل ځان نيوکه او ارزونه جوړوونکی اغېز لري. له انسان سره مرسته کوي چې هغه ځواک تر لاسه کړي؛ کوم چې د بريا لپاره اړين دی. نور کسان نيمګړي ګڼل ورانوونکی اغېز لري. د دې په ثابتولو چې ګواکي بل کس تېروتنه کوي؛ په هېڅ ډول انسان ته ګټه نه رسوي.
په رغوونکي ډول خپل ځانونه تر ارزونې او نيوکې لاندې ونيسئ. له خپلو کمزوريو او نابشپړتياوو تېښته مه کوئ. لوړ معيارونه په پام کې ونيسئ. د برياليو کسانو په شان خپلې کمزورۍ او نيمګړتياوې وپلټئ او وروسته يې سمې کړئ. په حقيقت کې د بريا اصلي لامل همدا کړنې دي. په ياد مو وي چې د خپلو نيمګړتياوو له موندلو مو موخه دا نه وي چې: (دا هم زما د ناکامۍ لپاره يو بل دليل!)؛ بلکې خپلو تېروتنو ته له دې نظره وګورئ چې:
(دا هم يوه بله لار ده چې کولی شي له ما يو ستر ګټونکی جوړ کړي.)
نور بيا…