ليکنه: هلال کريمي
مازو خیزم/ ماسوخیزم/ ماسه کیزم
د سادیزم ضد رواني ناروغي ده چې پرې اخته کس دځان د ځورولو او یاهم د ځورېدو حالت ته د ځان برابرولو څخه خوند اخلي او په دې توګه خپل رواني اړتیا پوره کوي، په مازوخیزم اخته کس داسې انګېري چې په دې کار سره ځان ته ګټه رسوي خو داسې نه ده، ځکه اخته کس د ځان سړولو یا د رواني اړخه د ځان ارامولو لپاره خپل فزیولوژیکي، احساساتي، رواني، جنسي او نور… اړخونو ته زیان رسوي.
یو شمېر د نظر خاوندان په دې باور دي چې د ماوخیزم ریښه یا لامل باید د ماشومتوب دورې اړوند پېښو کې وپلټل شي په داسې حال کې چې یو.شمېر نور بیا دا د ورځني او فعلي ژوند د مسایلو برخه بولي، خو په اصل کې د مازوخیزم رواني ناروغي لاملونه په مختلفو ټولنو کې توپیر کوي، ځکه په هره ټولنه کې د افرادو د اړتیاوو پوره کېدل، د اړتیاوو ډول او د پوره کېدلو.څرنګوالی توپیر کوي د بېلګې په توګه اختلام یا د لاس په وسیله د جنسي خوند پوره کول په افغاني ټولنه کې د مازوخیزم بېلګه ده چې لامل یې د مخالف جنس څخه محرومیت او بې برخې کېدل دا راز ناوړه روزنیز کړنلارې او مذهبي محدویتونه دي، په داسې حال کې چې شونی ده د لاس په واسطه د جنسي خوند پوره کول په نورو هېوادونو کې په دې ډول نه وي ځکه د نورو هېوادونو وګړي د ماشومتوب څخه د عمر ترپایه پورې د مخالف جنس او د جنسي خوند د پوره کولو لپاره د نورو اړوندو شیانو څخه بې برخې نه دي په همدې توګه په نورو هېوادونو کې د نارینه وو حامله کېدل د ځان ځورونې یا مازوخیزم بېلګه ده چې په اسلامي هېوادونو کې دا پدیده شتون نه لري بنآ ویلی شو چې د مازخیزم لاملونه د یوې ټولنې څخه تر بلې ټولنې پورې فرق کوي، د مازوخیزم رواني ناروغي مختلف ډولونه لري چې عبارت دي له جسمي، رواني، جنسي، احساساتي او نورو… څخه
په جسمي مازړخیزم اخته کس خپل بدن ته د ټپونو په ورکولو سره ځان د سکون حالت ته بیایي
بېلګې یې:
۱: په ځوانانو کې د سګریټ استمعال په مختلفو لارو او ورسره سم د سګریټو په سکروټو د وجود ټپي کول.
۲: د ګوتو.د نوکانو ویستل
۳: په خپل وجود شرط لګول ( لکه ځان د پورته ځای څخه خطا کول، او یاهم د توان څخه د زیات وزن پورته کول).
۴: پر خپل وجود د لرګیو.ماتول.
۵: ځان ته برقي شوک.ورکول او.نور…
جنسي مازوخیزم چې پرې اخته کس د جنسي اړتیاوو په پوره کولو کې د ناوړه او ځان ځورونکو لارو څخه کار اخلي.
بېلګې یې
۱: د دیوال د سوریو یا سختو شیانو سره د جنسي آلې مښل
۲: د لاس په واسطه د جنسي غریزې اشباع په داسې ډول چې شخص ناسم حالت کې قرار ولري.
۳: خپل جنسي آلې ته زیان رسول، لکه سوځول، ژوبلول او نور…
احساساتي مازوخیزم چې اخته کس د احساساتو څرګندولو کې داسې نا انډولتوب کوي چې د ځان په زیان یې وي
بېلګې
۱: په کوچني خبره ځان د وهلو او ډبلو لاندې راوستل.
۲: هېڅ خبرې نکول یا ډېرې خبرې کول چې دواړه حالتونه د فرد په زیان وي.
۳: په کلي توګه د نا یانی نه نه کارول
۴: ځان رشخندول لکه مقابل لوري ته ویل چې ماته د حیوان ارزښت نه راکوې زه حیوان یم، بې ځایه خندا په عامه اصطلاح خیله توب کول ترڅو شخص و رټل شي.
You also might be interested in
ليکنه: هلال کريمي تبليغات هغه قصدي پروسې څخه عبارت دى[...]