لیکنه: ذبیح الله اېمان
د ماشومتوب ژوند یو بيل کيف لري. انسان د ژوند له هېڅ رنګه ناخوالو څخه بې خبره وي، هره شېبه د یو داسې ژوند په اړه فکر کوي چې په هغه شېبه ترې خوند واخلي، د باقي ژوند لپاره یې چندانې فکر نه وي. د ماشومانو نړۍ ډېره خوږه وي، ډېره له ستونزو خالي وي، ډېره مينه ناکه وي. د ماشوم نړۍ داسې عاطفي او د مينې نړۍ وي، چې په ژوند کې په هر انسان باندې یو ځل راځي. او د ژوند نایابه مزه په ماشومتوب کې وي.
ماشومان دې خپلې ماشومتوب له هرې لحظې څخه داسې خوند اخلي لکه د مور له غېږې چې څه رنګه خوند اخلي تر هغه هم څو ځله زیات وي. ماشومان خو ګلونه وي، هغه ګلان چې ټولنې ته ښکلا ور کوي، ټولنه پرې رنګينه کېږي، ټولنه پرې ودانېږي او د ټولنې د ملا تېر دوی کېږي. په ماشومانه نړۍ کې، تر هر څه د انسان د هغه خپل چاپيرچل لوبو ته ډېره سودا وي، چې څه ډول وکولای شي، تر څو پورې په هره ماشومانه لوبه کې ښه و ځلېږي. په ماشومتوب کې انسان له هر ډول بار څخه لرې وي. یانې مانا دا چې د ژوند پېټې نه وي ور په سر شوی. تر ډېره بريده پورې د ژوند په مزو کې ډوب وي، هر څه یې چې زړه و غواړي کوي، او په کولو یې د خوښۍ احساس کوي.
پورته ما په خپلو خبرو کې د ماشوم او انسان یادونه کړې ده، جې ددې څخه مې مطلب خويندې او وروڼه ټول دي چې د ماشوتوب په دنیا کې وي. هغه کې نارينه وي او که ښځينه دواړه ماشومان دي؛ او دواړه د جنت له سپېڅلو ګلانو څخه ګڼل کېږي.
ماشومانو ته د لوبو کولو وخت داسې وي لکه اختر، داسې ورته خوښ وي ته وا پلار یې له مسافرۍ څخه همدا اوس راغلي وي. ماشوم یوازې په همدې مهال کولای شي، چې د ژوند کولو لاره د ځان لپاره پيدا کړي.
دا چې زه هم یو انسان یم او شکر دی مسلمان یم نو ما هم خپله د ماشومتوب دنیا تېره کړې ده او په ماشومتوب کې مې د ژوند مزه تر بل هر مهال ډېره او خوږه وه. د خټو کورنه، د لرګیو موټر، د توپ ډنډې وهل، د واليبال وهل، خولۍ تښتونه او نورې داسې لوبې به مو کولې چې هغه په اوس وخت کې خلک نه کوي. که یې زه دلته نوم هم واخلم شاید ډېری خلک ور سره نا اشنا وي نو تر دې به دا ښه وي چې همداسې ترې تېر شو.
د ماشومتوب دنیا له عاطفې، مينې، پاک زړه، پاک احساس او بې شانه زړوتوب دنیا وي. د سوي په نيمه نړۍ کې چورت نه وي، هر شي ته خوشاله کېږي، په ډېر کم شي، خوشاله او په ډېر کم څه باندې خپه کېږي. خو خپکان او خوښي یې دواړه یو بيل کېف او خوند لري. ناز نخرې د ماشومتوب بې حده خوږې وي. دا خبرې انسان ته په هغه وخت کې ښې څرګندېږي چې سړی ولی شي او د ماشومانو ناز او نخرې په سترګو وويني.
ماشوم ددې دنیا یو سپېڅلی او پاک بشر دی، له هر رنګه ګناه څخه پاک او معصوم دی. راځئ نور ماشومان په ګولیو باندې نه شهيدان کوو، راځئ نور ماشوم ته د نړۍ تر ټولو پاک انسان په سترګه و ګورو، راځئ نور ماشوم په ناز او خوږو کيسو و نازوو، راځئ نور ماشوم ته هغه حق و کړو کوم چې الله ج ور کړې دی. تر څو پورې ماشوم له خپل ماشومتوب څخه پوره خوند واخلي تر څو یو ښه او د پاک زړه ځوان ترې جوړ شي. دا ککه موږ او تاسې ماشومان په ټوپک او تورو باندې وهو، او له بدن څخه یې سر د موچي په تار یا هم د بم په زور پرې کوو، نو دا کوم نور ماشومان چې ژوندي پاتې کېږي او بیا را لوی شي دوی زموږ او ستاسې همدا عمال تکرار کوي. او ټولنه د تل لباره له ناخوالو سره مخ کېږي.
د قاتل دې سترګې پوچې ووزي ځکه
تاسې ولي په ګولیو مشاومانو
په جنت کې د حوا د سترګو تور یې
د ادم بابا بچیو ماشومانو
زړه، ځيکر، ځکير او زړه یې
ګلالیو، ګلالیو ماشومانو
ماشوم ته مينه ور کول، د نړۍ سپېڅلي بشریت ته مينه ده!