ژباړه: سیف خوستی
کله چې اولادونه خپل مور او پلار د چای پر څښلو ویني، دوي په نا پامۍ سره د چاېو دخوند څکلو په فکر کيږي.
آیا ماشومانو ته دچای ورکول ښه دي؟
دورځې په اوږدو کې، ماشومان له خپل مور او پلار نه په تقلید سره دچایو او قهوې څښلو ته میلان ښيي. له دې امله چې په چایو او قهوه کې کافءین شته، دورځې په اوږدو کې دانرژۍ او هوښیارتیا دزیاتیدو سبب کيږي. دا دانسانانو په او په ځانګړې توګه دماشومانو تمرکز ډیروي. باید ووایو چې همدغه مخربه ماده( کافېن) دماشومانو پر کړنو او روغتیا بده اغیزه شندي. له دغو زیانونو نه یې کیدای شي، د عضلاتو، تمرکز او حواسو کمزورې یاده کړو. ډیر چای څښل، دماشوم داشتها د کموالي لامل کیږی. له یوې پیالې نه ډیر چای، د ماشومانو لپاره ښه ندی. زیات چای دماشومانو د ودې مخه نیسي او هغوي ډنګروي.
تور چای، چې ځیني خلک یې سور چای بولي؛ که څه هم د وجود لپاره ګټور دی، خو د ډیرو کافینو په درلودو سره دماشومانو لپاره کم توصیه کیږي. که څه هم کافین دومره ډیر هم ضرري ندي، خو ډیر استعمال يې کولای شي ستونزې رامینځته کړي او بد عوارض راپیدا کړي.
کافین پر ماشومانو څنګه اغیزه کوي؟:
کافین یو ډول ماده ده چې د بوټو په پاڼو او دانو کې په طبیعې توګه وده کوي. دا طبیعې ماده پر ماشومانو او لویانو یو ډول اغېزه کوي. کافین په مصنوعې توګه هم جوړيږي. مصنوعي کافءین په ځینو خوراکي او څښل کیدونکو شیانو کې کارول کیږي. کافءین په ځینو درملو کې هم کاروي، ځکه چې هغه پر عصبي مرکزي سیستم اغیزه کوي او تحریکوي يي. پر بدن دکافءینو ډیره کمه اغېزه د انرژۍ او هوښیارتیا ډیروالی دی.
پرماشومانو، له کچې نه د ډیرو کافءینو داستعمال اغیزه:
اضطراب
زړه درد
د تمرکز ګډوډې
دخوب ګډوډیدل
دزړه د الوتلو ډیروالی
دوینې دفشار ډیریدل
هرڅومره چې دماشوم عمر کم وي، په هماغه اندازه به د وړ کافءینو داستعمال په صورت کې پورته تاثیرات کم وي. ممکنه ده چې یو ماشوم دیوې پیالې چای په څښلو سره، چې پوره کافءین پکې دي، پورته ځينې یادې شوې نښې پکې راڅرګندې شي.
ځیني هغه ځانګړي لاملونه، چې باید ماشومانو ته چای ورنکړل شي:
« ماشومان او لویان معمولا چای له خوږو سره څښي. هغه ماشومان چې د ورځې له ۳۵۵ میلي لیترو څخه ډیر چای له خوږو سره یو ځای مصرفوي، له شپیتو سلنو څخه زیات یې کیدای شي، د وزن د ډیرښت پر ستونزه اخته شي.
« چای هیڅ کالورې نلري، او د ویټامینونو او مغزي موادو له نظره یې هم ارزښت ډیر ندی. ددي کار پایله دسوۍ تغذۍ له یوې برخې پرته بل څه نده. هغه ماشومان چې خپله معده په چایو سره ډکوي، سالمو غذايي او مغذي موادو ته یې کم زړه کیږي. دا کار له سوء تغذيې پرته بل څه ندی.
« همدارنګه ډير چای څښل په وینه کې داوسپنې دجذبیدو د مخنیوي سبب کیږي. هغه ماشومان چې ډیر چای څښي، کیدای شي د اوسپنې له کمښت سره مخ شي.
« کافءین هغه ماده ده چې د تشو متیازو د ډیریدو سبب کیږي، او دا کار ددې لامل کیږي چې د وجود اوبه کمې شي. داوبو کمیدل هم دډیرو کافءنو په استعمال پوري تړلی دی. په وجود کې د اوبو کمښت د غړو د لپاره زیان رسوي. دا په ځانګړې توګه د اوړي په موسم کې، چې وجود ډیرو اوبو ته اړتیا لري، دپام وړ ده.
« د چایو څښاک دماشومانو خوب ګډوډوي او دشپې مهال له دوي نه دتشو متیازو د تلو لامل کیږي.
یو څو اړین ټکي:
د بابونې او ویلني چای د ماشومانو دنس باد کموي. دا چای باید مستقیما ماشومانو ته ورنکړل شي، بلکه میندې هغه وڅښي او دشیدو له لارې هغوي ته ورسيږي.
ښه داده: هغه چای چې تاسو څښئ، باید دهغه په پرتله ماشومانوته ورکول کیدونکی چای نرم وي. هر چای باید له څلورو څخه تر شپږو دقیقو دم کړل شي، خو ماشومانو ته ورکول کیدونکی چای باید له دوو تر څلورو دقیقو آرام وکړي. که چای سخت( ټینګ) وي باید دماشومانو لپاره پکی اوبه اضافه شي.
[review]