• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو

ماشومانو ته پیسې ورکړئ!

Home لومړيتوبماشومانو ته پیسې ورکړئ!
allowance for kids ماشوم ته پیسې ورکړئ

ماشومانو ته پیسې ورکړئ!

لیکنه: آرش ننګیال
که په هر ځای کې مې د ماشومانو او تنیکو ځوانانو د مالي مسایلو په هکله خبره کړې د مشرانو له سخت غبرګون سره مخ شوی یم. دوی ماشومانو ته د پیسو ورکړه د هغوی د بې لارې کېدو لامل ګڼي. د همداسې کورنیو ځوانان مې لیدلي چې ان د خپل معاش او ګتې واک هم نه لري. زما یو همکار په خپل کاري ژوند کې هېڅ کله هم خپل معاش تر کوره په خپل جیب کې نه و وړی، ځکه چې  مېرمنې یې چې هغه هم زموږ همکاره وه د مالي شعبې په دروازه کې ترې اخیسته. که دا کسان په ماشومتوب کې سم روزل شوي وای شاید له داسې محرومیت سره نه وای مخ شوي.
زما د ماشومتوب هغه ورځې نه هېرېږي چې کله به مې جیب کې پیسې وي، څومره د غرور، خپلواکۍ، ستروالي او خوښۍ احساس کاو. ځان به راته د ارزښت وړ او زلمی ښکارېده چې د خپلې اړتیا پیسې په جیب کې لرم.
د ماشومانو نوم وتی ارواپوه ( استیو شارون بیدلف) وايي: که ماشوم سره کور کې مینه ونه شي او که په کور کې د ماشومانو مالي اړتیاوې پوره نه شي، هغوی یې له بل ځای نه د لاسته راوړلو هڅه کوي.
ماشومانو ته د جیب خرڅ ورکولو سره په ماشومانو کې اعتماد په نفس پیاوړی کېږي، د ستروالي احساس کوي چې د خپلو اړتیاوو د پوره کېدو لپاره ورسره پیسې په جیب کې دي.
د ماشومانو روزونکي وايي: ماشوم ته د جیب خرڅ ورکول د پیسو د ارزښت او لګښت په هکله لومړنی او اساسی درس دی. د پیسو پر ځای لګول هغه مهارت دی چې په ټول ژوند کې انسان ورته اړتیا لري. د پېسو مدیریت یو مهارت دی چې باید خپلو ماشومانو ته یې زده کړو.
که ستاسو اقتصاد ښه نه وي او ماشوم ته پیسې نه شئ ورکولی اندېښنه مه کوئ، دا هم یو درس دی چې باید ماشوم یې زده کړي. خو که اقتصاد مو ښه وي او غواړئ چې ماشومانو ته پیسې ورکړئ باید چې په دقیقه توګه یې څارنه وکړئ.
مالي او اقتصادي زده کړه هغه څوک ښه ورکولی شي چې په خپله یې دا مهارت زده وي. ماشوم ته وینا هېڅ ارزښت نه لري او نه ورته غوږ نیسي هغوی عمل غواړي، نو پیسو ته ارزښت، د پیسو لګښت، سپما یا هم ټوله کې د پیسو مدیریت له کورنۍ نه زده کيږي. که تاسو په یادو برخو کې خپل مهارتونه ماشومانو سره شریک کړئ  ډير ژر به یې زده کړي.
کېدای شي په لومړیو کې ماشومان د خپلې یوې اونۍ جیب خرڅ یا د یوې او دوو ورځو پیسې په یوې شېبې کې مصرف کړي، جدي کېږئ مه، صبر وکړئ او ماشوم ته اجازه ورکړئ چې سهوه وکړي او سمه لاره ومومي.
دا چې ماشومان په کومو څیزونو پسې ولګوي او څنګه له خپلو پیسو نه ګټه واخلي، کورنیو ته پکار ده چې د ماشوم  لپاره منطقي، له عمر، پیسو او شرایطو سره برابر محدودیتونه وټاکي.
(حامد سیامکی) د ماشومانو د برخې مشهور کارپوه وايي: ماشومانو ته د ورځې یا اونۍ جیب خرڅ ورکول د دې لامل کېږي چې ماشومانو کې اعتماد په نفس پیاوړی شي او د  مالي او اقتصادي مسایلو په هکله درک پیدا کړي او د زده کړې هڅه یې هم کوي. دا چې ماشوم ته له کوم عمر نه او څومره پیسې ورکوئ تاسو پورې اړه لري چې شرایط درته ښه معلوم دي.
 ( سیامکي) زیاتوي:  (څیړنو ښودلې چې نجونې له سپما سره ډيره مینه لري خو هلکان بیا داسې نه دي، دوی له خرڅ او مصرف سره ډیره مینه لري غواړي چې خپلې پسې ولګوي، هلکان په خوراکي توکو او تفریح باندې پیسې مصروفي خو نجونې زینتي وسایلو او سپما سره  ډېره مینه لري)
ـ زما دولس کلن زوی (یرغل ننګیال) په هر معاش کې کور ته یوه ډالۍ یا میوې راوړي خو اته کلنه لور مې ( وړانګه ننګیال) چې له یرغل سره یو ځای معاش اخلي هېڅ کله هم خپلې پیسې نه مصرفوي او هېڅ کله چاته ډالۍ او کور ته میوه نه راوړي.
 ماشومانو ته جیب خرڅ ورکول هغوی کې ښه احساس پیدا کوي. هغه ماشومان چې ډېره غوسه کوي یا احساساتي وي جیب خرڅ یې اړ کوي چې خپل احساسات کنټرول کړي او جدی حالت نه عادي حالت ته راوګرځي او  په خپل ځان اعتماد پیدا کړي.
 خو دې مسالې باندې لا تاکید پکار دی چې ماشومانو ته  یواځې د پیسو ورکول کفایت نه کوي، هغوی ته باید د پیسو سم لګښت، د مناسبو څیزونو اخیستو، سپما او د پیسو د مدیریت په هکله هم  زده کړه ورکړو. که پیسې یا هغه جیب خرڅ د یوې اوونۍ لپاره وي باید ماشوم سره مرسته وشي چې ټاکلې پیسې په څه ډول د اوونۍ تر پایه ورسوي. اما دا په دې مانا نه ده چې موږ له خپل ماشوم نه ازادي واخلو، هغوی باید د خپلو پیسو په لګښت کې ازادي ولري، په دې مانا چې ماشوم باید د څیزونو په اخیستو کې پوره واک او اختیار ولري، ګنې هغوی به په خپل استعداد شکي شي چې د سم انتخاب، د پیسو پرځای لګولو او د اعتماد وړ نه دي. محدودیت د واک اخیستلو یا هم د ماشیني ماشوم جوړونې په مانا نه ده، چې څه د پلار او مور خوښه وي هغه دی وکړي.
زما اولادونه چې کله خپل معاشونه اخلي بیا نو کور ته زنګ وهي او په ډېر غرور لکه د کورنۍ مشر او مسول پوښتنه کوي:
ـ مورې موږ خپل معاشونه اخیستي، څه مو پکار دی چې ښار نه یې راوړو؟
موږ په دې پوهېږو چې ماشومان سمه سودا نه راوړي اما د هغوی لارښوونې لپاره ځينې مهال فرمایش هم ورکوو.
د ماشومانو روزونکي دا هم وایي چې ماشوم ته باید په مناسبه اندازه پیسې ورکړل شي، که ډیرې پیسې ورکړل شي نو پیسې به ورته کم ارزښته شي او هېڅ کله به یې د غوره مدیریت هڅه ونه کړي.
خپلو ماشومانو ته اجازه مه ورکوئ چې له نورو کسانو پیسې واخلي، دا هم بد عادت دی، د وخت په تېرېدو سره به د هرچا جیب ته په تمه وي.
 که ځینې مهال خپل ماشومان د سودا اخیستو لپاره ځان سره  ښار ته بوځئ، هلته به د څيزونو اخیستو، لومړیتوبونو، د پیسو ارزښت او پر ځای لګول زده کړي او کله چې یواځی وي همدا ستاسو له مهارتونو نه ګټه اخلي.
 زه کله نا کله خپل ماشومان ښار ته له ځانه سره بیا یم، ان د څیزونو د انتخاب، رنګونو او ډولونو په هکله ترې مشوره غواړم. تاسو یې تجربه کړئ او د مشورې غوښتنې پر مهال ورته متوجه شئ چې څومره بدلون پکې راځي.
ضرور نه ده چې په مکافاتو او مجازاتو کې له پیسو نه ګټه واخلو، ځکه په دې سره ماشوم عادت کيږي چې کله هم ښه کار کوي نو د پیسو په تمه وي.
هغو کورنۍ چې څو ماشومان لري باید د عمر په لحاظ  پیسې ورکړل شي، ماشومان باید پوی شي چې د کومې موخې لپاره پیسې ورکول کېږي او کورنۍ ترې څه تمه لري.
 په غالب ګومان فرانسوي ارواپوه ( ژان پیاژه) نه چا پوښتنه وکړه چې د ماشوم روزل له څه وخت نه پیل کړو؟ هغه یې په ځواب کې وویل:
 ـ له زېږېدو شل کاله مخکې.
 په درنښت
آرش ننګیال
2015/08/24
کابل

Share this:

  • Twitter
  • Facebook

You also might be interested in

اشوکا، هغه قاتل چې اتل شو…

اشوکا، هغه قاتل چې اتل شو…

Apr 13, 2016

ليكنه: آرش ننګیال وایی: که په غلطه لار لاړې له[...]

ماشوم ته سزا

ماشوم ته سزا

Jul 5, 2015

لیکنه: آرش ننګیال له سزا پرته غوره روزنه نا شونې[...]

هغه خبرې چې ښځې پرې مینې دي

هغه خبرې چې ښځې پرې مینې دي

Sep 15, 2015

لیکنه: آرش ننګیال ایا له خپلې مېرمنې نه خوشاله یاست،[...]

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2022