ژباړه: سیف خوستی ـ
څرنګه چې مور او پلار دماشومانو د خوراک او پوښاک لپاره هڅې کوي، باید د هغوي دښې ذهنې ودې لپاره هم کوشش وکړي. کله چې انسان نړۍ ته راځي، دخپلو حواسو په مرسته له خپل چاپیریال سره اړیکه پیداکوي. دلومړي ځل لپاره چې کوم شی لمس کوي، اوري او ویني يې، ځیرتیا یې لا ډیریږي او دپوښتنو پیلول یې د ځیرتیا نښه ده.
کله چې ماشومان خپلو پوښتنو ته سم ځوابونه نه مومي، دا ددې سبب کیږي چې فکرې وده او د پنځولو قوه يې کمزوري شي، او له زده کړوسره یې دمیني کچه راکمه شي.
ماشومان له خپلو موندونکو ځوابونو څخه دا زده کوي چې څه ډول خپلو فکرونو، ژوند او شخصیت ته شکل ورکړي. په همدې حالت کې میندې او پلرونه هم غواړي چې ددوي په جوړولو کې ونډه واخلي او پر دوي پام وکړي. دا کار هله کیدای شي چې ماشومان پر خپلو والدینو پوره باور ولري، او دا احساس کړي چې هغوي یې پوښتنو ته سم ځوابونه ورکولای شي.
هیڅکله هم ماشومانو ته دروغ مه وایئ او له ځانه ورته داستانونه مه جوړوئ. که دوي له تاسو نه دروغ واوري، باور یې درباندي کمیږي او دا باور به بیا په مشکله سره ترلاسه کوئ.
تر ټولو مهمې سرچینې چې د ځواب موندلو لپاره یې په واک کې دي، میندې او پلرونه، کتابونه او په اوس وخت کې انټرنيټ دی. په تیرو وختونو کې به مور او پلار دې ته ځوریدل چې ماشومان یې دکلي او کوڅې بد همځولي بې لارې نکړي. اوس هغه وخت ندی چې ماشومان په کلي او کوڅه کې له یو او بل سره لوبې وکړي، اوس هغوي نور نوي ملګري پیدا کړيدي. داسي ملګري چې ممکن د کوڅې او کلي له ماشومانو زر چنده ډیر بې ادبه وي.
په اوس وخت کې دڅیړنو مالومات ښيي چې تر لسګونو میلونو ډیر ماشومان کمپیوټر او انټرنیټ ته لاسرسی لري. هغوي دخپلو مالوماتو د ترلاسه کولو او آنلاین لوبو کولو لپاره ساعتونه ساعتونه وخت تیروي. دا ستونزه کیدای شي دماشومانو پر جسمي وده بده اغیزه وکړي.
اوس نو دماشومانو لپاره کوم کتابونه غوره کړو؟
ماشومانو ته دکتابونو غوره کول ددوي له عمرونو سره ډیره اړیکه لري.
یو: دماشومانو کتابونه باید انځورونه ډیراولیکنې کمې ولري؛ ځکه یو انځور له زرو کلېمو نه هم ښه مفهوم رسولی شي. د زده کړې او پنځونې په برخه کې هم ښه اغیزه کوي.
دوه: کتاب باید داسي منځپانګه ولري چې ماشوم پنځونو ته وهڅوي او ورته جالب وي. له دې پرته باید دماشومانو په کیسو کې پیښې چټکې وي او دکیسو کرکټرونه یې ښه سم وروپیژندل شي، او ورته دباور وړ وي. دکیسو دکرکټرونو ستونزې باید دماشومانو دوخت(عمر) ستونزو ته ورته وي.
درې: دکیسې کرکټر باید خندوونکی او ټوکي وي.
څلوور: دکتاب ترتیب باید داسي وي چې ماشوم ته په لوستلو کې اسان او دلیکلو له ډول سره یې آشنا وي. دا ټکی ځکه مهم دی چې له ماشوم سره دډیرو کلماتو په پیژندلو او زده کولو کې مرسته کوي.
پنځه: ښه داده چې کتاب په کمو مالوماتو سره پیل شي. یواځي اړین مالومات لکه: دکیسې د کرکټر پیژندنه، نومونه او دهغوي داوسیدو ځایونه باید دکتاب په لومړیو کې ولیکل شي. زیات مالومات ماشوم ستړی کوي او له کتاب سره یې مینه کموي.
شپږ: دکتاب پای هم ډیر مهم دی. ټولې ستونزې باید حل شي او کتاب پای ته ورسیږي، دا په ځانګړي توګه هغه وخت چې دکتاب لوستونکي کوچني ماشومان وي.
اووه: دکتاب دپاڼو(صفحو) شمیر هم مهم دی. هغه کتابونه چې انځورونه او کیسې دواړه پکې وي باید له ۲۵ تر ۳۵ پاڼو پوري وي، خو انځوریز کتاب باید له ۱۶ پاڼو ډیر نه وي.
اته: دکیسو منځپانګه باید داسي وي چې ماشومان ترینه په غیر مستقیم ډول، اخلاقي، فرهنګي، او مذهبي ارزښتونه زده کړي.
نهه: دماشومانو لپاره یو ښه کتاب باید داسي کرکټرونه ولري چې په سختو شرایطو کې پریکړه وکړای شي. دخپل ژوند او ژوندي پاتي کیدلو لپاره زړوره مبارزه وکړي او ټول اخلاقي ارزښتونه وساتي.