امرالدين سلطاني
په هېواد د ننه او بهر ګرانو ګلاليو زړه ته راتيرو ماشومانو تاسو د هر رنګ ستونزو او کړاو سره د مخامخ کيدو او پر تاسو د کورنيو لخوا د درنو کارونو ترسره کولو کلک مخالف يم او غندنه يې کوم.
ستاسو حق په ماشوم توب کې درانه او ستونزمن کارونه نه بلکې تاسو ته هغه اسانتياوې د سيمي د دولتونه په ځانګړي ډول افغان دولت لخوا بايد برابري شي کومي اسانتياوې چې د نوري پرمختللې نړۍ ماشومان لري.
سمه ده ستاسو حقوق مشرانو تر پښو لاندې کړې له تاسو څو نسله مشران هلکان هم د جنګې جنايتکارانو د ظلم په تيارو کې رالوی شوئ.
د هغوی حقوق هم ضايعه شوي خو اوس چې حکومتونه په ټوله نړۍ کې د ماشومانو د خونديتابه شعارونه ور کوې ځيني هېوادونه له دغو څخه خپلې شوي ژمنې له ماشومانو سره عملي کوې ,خو ځيني حکومتونه لکه د افغانستان چې پکشي د بډايه او خوار توپير د زمکې او اسمان په اندازه څرګنديږي هلته د دولتې کارګر زوی په لوړه کچه د ژوند اسانتياوې لري
د ژوندانه ټولې اړيني اسانتياوې ورته برابري شوي
مګر د خوار ځوی يا لور بيا لکه په انځور کې ماشومه درانده کارونه د خپلي يتمي کورني لپاره د يوي ګولي وچي ډوډۍ د پيدا کيدو په موخه تر سره کوې
دلته توپير د شتمن او بيوزله په اسانه ارزولې شو
دارنګه موږ په زرګونه ماشومان د ښار په واټونو کې وينو پر ځای د دې چې پري رحم وکړو مالې ملاتړ يې وکړو.
برعکس تري لاره بدلو ځکه چې په ور نږدې کيدو فکر کوو راپسي منډه به کړې کيداشي لمن مو ونيسي نو په هغه صورت کې راته په خرنو لاسو جامې ککړوې.
چې دې کار د بډايو او بيوزلو تر منځ زموږ په ټولنه کې نور هم واټن رامنځته کړې.
ولس چې د وګړو کابو ډيره برخه يې بيوزله ده له دولتې بډايو ځکه نا خوش دې چې له خپل ولس يې په پوره ډول ملاتړ نده کړې نه يوازی ملاتړ بلکې ولس ته يې د خوندې ژوندانه هيڅ هم ندې رامنځته کړې پرته له هغو دولتي کارګرانو چې د دولت معاش خوري.
اوس چې دولت د سمون له جدې غږ سره د ولس پر مټو رامنځته شوي او د ولس پروړاندې خپلي چاري پرمخ وړې؛ داسي ښکاري چې تر اوسه ژمنې خورا ډيرې خو عمل کم دی.
الله دې وکړې چې نور ژمنې کمې او عملې کارونه پرته له ژمنو رامنځته او د خپلو کارګرو په هېواد د ننه او بهر په شمول د ګلاليو ماشومانو د ټولو هېوادوالو ژوند وژغوري.