ژباړه: سیف خوستی
د تکنالوژۍ استعمال د ماشومانو په هوښیارتیا کې ونډه لري، خو له حد نه ډیر استعمال یې د اروايې ګډوډیو یا( اوتیزم) درامینځته کیدو لامل کیږي.
پدې وروستیو کې یوه مشهور ارواپوه ویلي دي چې د تکنالوژۍ استعمال ددې سبب کيږي چې په ماشومانو کې له یوبل سره دخواخوږۍ کچه راکمه کړي.
آیا دا ښه ده چې له تکنالوژۍ او په ځانګړې توګه له ځیرکوموبایلونو سره دماشومانو دمیني کچه راکمه کړو؟
مک ګیل کرایست وايي: ځيني ښوونکي پیژني چې باید خپلو زده کونکو ته ( دڅيرې بیلا بیل حالتونه) ورزده کړي.((ما له ځینوښوونکو سره خبرې وکړي. دوي وايې چې یو پر دریمه برخه زده کونکي يې نشي کولاي چې دنورو دڅيرې حالتونه او احساسات درک کړي.)) آیان ددې ستونزې دلیل دماشومانو دژوند د ډول بدلون، او د تکنالوژۍ ډیر استعمال بولي.
آیان مک ګریل کرایست وايي(( دهغو پنځه کلنو ماشومانو شمیر په زیاتیدو دی چې نشي کولای دیو چا حالت د هغه له څیرې نه وپیژني او ورسره خواخوږې ښکاره کړي. تیرو نسلونو ماشومان داسي نه وو.))
ده په تلګراف مجله کې دې ټکې ته اشاره وکړه چې(( ددې وخت ماشومان دتیر په پرتله، ډیر وخت په مجازې نړۍ کې تیروي او د واقعې نړۍ غوندې له ژوند سره نه مخ کیږي.))
مک ګریل کرایست وايي چې دوي له یو بل سره دلوبو په کولو، موبایلونو ته ګوري. په مخکي وختونو کې به ماشومانو په ګډه لوبې کولي او ټولنیزې تجربې او مهارتونه به یې زده کول.
په دې ستونزه کې د کورنۍ د ژوند بدلون هم بې اغیزې ندی. مور او پلار یې غواړې ډیرې چارې ترسره کړي او هر یوه ته ځان ورسوي. دا مهال نو ماشومان یا له تلویزیون او یا هم له ځیرکو موبایلونو سره وخت تیروي. دا ستونزه په رښتیا هم دې اندیښنې وړده.
((اوتیزم)) بیلابیلې نښې لري. دا ډول ماشومان یواځې په خپل ځان کې پاتي کیږي او بیلابیل ټولنیز موقعیتونه نشی درک کولای.
ځیني پوهان فکر کوي چې ستونزه تر دي هم پیچلې ده.
په دورهام پوهنتون کې د ارواپوهنې ډاکټره ((نادیا رایسلند)) هم، د مک ګیل کرایست خبره تاییدوي، او وایې چې: داحساساتو په بیان کې ستونزه او له خپل فرهنګ نه لیرې والی يې هم بدې پایلې کیدای شي.
[review]