لیکنه: عارفه عمر لور بشیر
یوه اته کلنه نجلۍ مې ولیده چې په قهر کوټې ته ننوته ، بیا راووته بیا کوټې ته ننوته، بیا راووته، سترګې یې له قهره راوتې وې، خپلې مور ته نږدې راغله، ورته یې ووېل:
ـ که پلار جان مې کاکا کورته راپریږدي نو زه له کوره وځم، پلار ته مې ووایه.
دا یې وویل او کوټې ته ننوته، حیرانه شوم، دهغې یو ساعت مخکې مینه ناک چلند او اوس دغه کرکه او قهر، بیا د ومره وړه نجلۍ، مور یې غلې وه، ما ترې وپوښتل چې هغه ولې دومره خپل تره ته په قهر ده، مور یې کیسه وکړه چې درې کاله وړاندې د دې تر مخې یې تر په ما پسې د نورو په لمسون رامنډې کړې، ما دا په غیږ کې ونیوه او ځان مې بچ کړ، ما د ټولو په مخکې دا کیسه خپل میړه ته وکړه، اوس مې ټول بچي له خپلو ترونو او تره زامنو نه کرکه کوي، هغوی سره لوبې نه کوي، کله چې دلته راشي دوی یې وهي.
دا کرکه همدلته نه پاتیږي، دا کرکه زیاتیږي او ان کله ناکله لمن یې تر نورو خلکو هم رسیږي، دا کرکه به د ژوند تر پایه ورسره ملګرې وي، خو له بده مرغه زموږ ډیرې کورنۍ دې خبرې ته پام نه کوي او په لوی لاس ماشومان کرکجن او کینه کوونکي روزي، زه دا نه وایم چې کورنۍ په غوښتې توګه خپل ماشومان کینه کوونکي روزي، خو د دوی ناخبري، نه پوهېدا، ډيرې بې غورۍ او ناپامۍ د دې سبب ګرځي چې د ماشومان سپڅلې ارواح زیانمنه شي، د کینې او کرکې پلیت احساسات د دوی د سپېڅلو احساساتو ځای ونیسي. کله چې دغه ماشومان رالویږي دغه کرکه د دوی په شخصیت او کرکټر پوره اغیز لرلی وي، څنګه چې اړینه ده هغه ډول یو مینه ناک انسان ترې نه جوړیږي، دا چې له وړکتوبه یې یو ډول کرکې په زړه کې ځای نیولی نو احساسات یې په ډيرو وړو خبرو ژر زیانمن کیږي او قهرجن غبرګون ښيي، د دوی دغه کرکه کیدای شي په راتلونکې کې د دوي ډيرو غوره تصمیمو نو او پر مختګونو لار ونیسي او د ژوند د خوښيو او نیکبختیو دروازې په لوی لاس په خپل مخ وتړي، نه یواځې دا چې ځانته ستونزې جوړې به کړي ، نور به ترې هم په امان کې پاتې نشي.
نو څه رنګه کولای شو چې خپل ماشومان مینه ناک او له کرکو لرې وروزو؟
دا د هر مور او پلار غوښتنه ده چې ماشوم یې مینه ناک او له کرکې لرې رالوی شي، خو ډيری وخت همدغه مور او پلار په غوښتې او نا غوښتې توګه د ماشوم له زړه نه د کرکې او کینې ګوډی جوړ کړي، کله چې همدغه ماشوم رالوی شي، بیا همدغه مور او پلار یې له کړنو نه تل ستونزو سره لاس او ګریوان وي.
که یو مور او پلار په پوره چمتو والي د ماشوم روزنه پیل کړي نو تر ډيرې کچې به توانېدلي وي چې خپل ګلالي ماشومان له کرکې نه لرې مینه ناک را لوی کړي. دا یوه غوره لار ده چې یو مور او پلار له ماشوم درلودلو مخکې د ماشومانو د روزنې په اړه ولولي ، د نورو تجربې واوري او پرې غور وکړي.
دا سخته نه ده اونه هم د غرونو چپه کول دي، یواځې څو ټکو ته پام او د هغو عملي کول کولای شي ستاسو له خواږه ماشوم نه په راتلونکې کې یو مینه ناک خوږ شخصیت جوړ کړي:
۱ـ هڅه وکړئ چې د خپلو ماشومانو تر مخې د خپلو هغو دوستانو، ګاونډيانو او نورو خپلوانو بد ونه وایاست یا يې د هغو ناوړه چلندونو کېسې مه کوئ کوم چې له تاسو سره یې کوي، دا سمه ده چې ښايي هغوی به ښه خلک نه وي، یا به ستاسو خوښ نه وي، خو ستاسو تر منځ دغه ډول اړیکه ښايي لنډه وي، ولې ستاسو په ماشوم د هغوکیسو اغیز د هغه د شخصیت ټاکوونکی دی، ستاسو راتلونکې صفتونه هغه کرکه له منځه نشي وړی چې ستاسو د ماشوم په زړه کې یې ځانته یو پټ ځای نیولی دی.
۲ـ کله چې ستاسو میلمانه یا نور د کور غړي یا دوستان د بد رد ویلو کسې کوي، خپل ماشومان په داسې ډول له کوټې وباسئ چې ستاسو په موخه ماشومان ونه پوهیږي، بلې کوټې ته یې بوځئ او په څه یې داسې بوخت کړئ چې ستاسو د غورو غږ یې تر غوږه نشي، که بله کوټه نه لرئ نو بیا له میلمه او بل هر څوک چې وي، په زړور تیا ترې وغواړئ چې دا کېسه لنډه او دا بحث نور پریږدي، دا تل په پام کې ونیسئ چې ستاسو د اولاد روزنه د دغه دوست، میلمه او هرڅوک چې دی ، د ده له خبګان نه ډيره د ارزښت وړ ده.
۳ـ د خپلو بچیو تر مخې په تیره هغه چې ډير واړه وي، له خپلې میرمنې سره شخړه مه کوئ او هغه مه زوروئ، دغه مهال ماشوم مور ته ډيرنږدې وي، دا خبره ډيره اړینه ده.
۴ـ میندې دې هڅه وکړي چې د خپلو هغو بدو ورځو کېسې ماشومانو ته یا د ماشومانو ترمخې و نه کړي کوم چې خسرګنۍ یا نورو له دې سره ښه نه دي کړي، ډيری داسې میندې شته چې په غوښتې ډول خپلو بچیو ته دغه کیسې کوي چې په دې ډول د خپلو بچیو په زړونو کې د هغو خلکو په وړاندې کرکه وکري کوم چې له دې سره ښه نه ول یا نه دي او په دې ډول د اولادونو په مټ خبل غچ واخلي چې د میندو دا کړنه له خپلو بچیو سره یو ډول ناروا ګنلی شو.
۵ـ ماشوم ته هغه کیسې وکړئ چې د مینې بدل په کې مینه وي، د مینې بدل په کې بری او کامیابي وي.
۶ د خپلو ماشومانو کړنو ته پام وکړئ، دهغوی قهر جن او کرکجن غبرګون داسې وغندئ چې هغوی په کې د غندنې څرک ونه مومي خو خپلې غلطۍ ته پام وکړي .
۷ـ دخپلو ماشومانو له ملګرو سره لیده کاته وکړئ، دهغوی کرکټرونه وارزوئ او که کیدای شي له کورنیو سره یې وګورئ، که چیرې په چلندونو او کړنو کې یې کرکه احساس کړئ نو خپلو بچیو ته دا هر څه روښانه کړئ او ان بچي مو ترې داسې لرې و ساتئ چې ستاسو بچي ستاسو موخه درک نشي کړای.
۸ـپه خپلو کړنو ، خبرو غبرګونو او چلندونو کې موسکا مه هیروئ، له خپلې خولې راوتوونکو کلیماتو ته پام وکړئ ، داسې کلیمې ووایاست چې ماشوم په کې له ورایه مینه احساس کړي.
۹ـ د ماشوم ترمخې نورو ماشومانو، حیواناتو او ان اشیاو ته مینه ورکړئ او خپل ماشومان په مینه وهڅوئ چې دوی هم ستاسو په شان ورته چلند وکړي خو په خپله خوښه.
۱۰ـ د کور هیڅ یو غړي ته دا اجازه مه ورکوئ چې ستاسو ماشوم د نورو په وړاندې استعمال کړي، په هر ډول چې وي.
۱۱ ـ هڅه وکړئ چې د کور نور غړي د ماشوم د روزنې په ارزښت وپو هوئ تر هغو چې هغوی هم ستاسو لاس نیوی وکړي او ماشوم سره په خبرو او چلند کې مینه ناکه بڼه غوره کړي او مینه ناک وغږیږي ولوکه په غوصه هم وي.
۱۲ـ د ماشوم په وړاندې مشخص قومونه، مشخصې کورنۍ، مشخص هیواد، او د یوې ژبې ویونکي د نیوکو تر ګوزارونو لاندې مه نیسئ، مه یې عیبونه رابرسیره کوئ او مه یې هغه ستونزې یادوئ کوم چې ستاسو قوم، ستاسو کورنۍ او یا ستاسو د ژبې ویونکي یې له هغوی سره لري.
۱۳ـ ماشوم ته د کنډوالو او ورانیو د عاملینو نښې نښانې یا نومونه مه وایاست، بلکه هغه لاملونه ورته روښانه کړئ چې دغه ورانې ترې منځ ته راغلې دي.
۱۴ـ تل هڅه وکړئ چې ماشوم مو د نومونو پر ځای د لاملونو په لټه کې شي.
۱۵ـ خپل ماشوم له نورو ماشومانو سره داسې مه پرتله کوئ چې نور ماشومان ترې ښه وګڼل شي.
۱۶ـ د چم ګاونډ ماشومانو سره هم مینه ناک چلند ولرئ، ستاسو مینه ناک چلند هغوی مینه ناک غبرګون ته هڅوي.
۱۷ـ هڅه وکړئ چې ماشوم ته دیوه شخصیت په سترګه وګورئ او د هغه عزت ته درنښت وکړئ.
ستاسو یو یو مینه ناک ماشوم په راتلونکې کې زموږ په ټولنه شته ستونزې هوارولی شي او د زور زیاتي کچه تر صفره راټیټولی شي، که دوی له ټولې ټولنې سره مینه کوي خو له تاسو سره به هم د ټولنې د مینې د کچې څو برابره مینه وکړي، ماشومان مو مینه ناک او له کرکې لرې لوی او وروزئ.