لیکنه: مقتصد ستړی
د ماشومانو روزنه تر بل هر څه اړینه ځکه یي باید ژوند ته تر بل هر څه وړاندې پاملرنه وشي، خواص او حواس له لویانو زده کوي په خاص ډول ماشوم ته د ژوند کولو اصول ور زده کول د لویانو مسولئیت دی.
ماشومان د لویانو خبرې، کړنې او حرکتونه په ډېر هنر سره تر نظر تېروي، زده کوي او عملي کوي یي،د لویانو له ځینو غلطیو څخه ماشومان متاثره کېږي دا دماشومانو په راتلونکي ژوند منفي اغیز کولای شي.
والدین دې په ماشومانو کښې دا درک کړي چې ماشوم له دوئ څخه څه او په څه ډول غواړي، باید پام یي وي ماشومان د مهربانۍ، میني او شفقت لوږه تر بل هرچا ډېره لري، د ماشوم مثبت غوښتنې پر ځای له منفي غوښتنو او کړنو څخه یي په ډېره حوصله و پوهوئ تر څو ماشوم په دې پوه شي کوم صحیح او کوم غلط دي.
ماشوم د تېروتني په وخت کښې داسې وپوهوئ چې یو خوا مو ماشوم پوهولی وي بل خوا مو د ماشوم قدر هم کړی وي، د تېروتني په صورت کښې د ماشوم وهل او ټکول ماشوم بې زړه کوي چې دا عادت بیا تر ډېره دوام نیسي، د ماشوم سره دې داسې یو سلوک وشي تر څو پوه شي مور او پلار یي دده په ګټه کړنې ترسره کوي.
مه کوه، مه در اخله، لرې شه، دلته مه کښېنه، مه ځه … دا هغه جملې دي چې ماشوم فکر کوي زه دلویانو په شتون کښې یو بندي یم له دې عمل سره ماشوم د غیر ازادۍ احساس کوي، برعکس د لویانو په نه شتون کښې دا کړنې ترسره کوي، ددې جملو تر ویلو به ښه دا وي ماشوم یي له ګټي او تاوان څخه خبر کړئ، تر څو ماشوم پخپله د منفي او مثبت کړنو توپیر وکړي.
ماشومان د یو بل په وړاندې مه دروئ، د زور ازمویني سیالۍ د لویانو لخوا اکثر دماشومانو په منځ کښې ترسره کوي، دا او دې ته ورته کړنې د ماشوم د زړورتیا مخه نیسي او ددوئ په منځ کښې اختلافات او د نفرتونو شجره خپروي دا ډیره بده پایله لرلای شي.
ماشوم هیڅکله تر خپل وخت وړاندې لوی نه دی، هر ځای له ماشوم څخه د ښې کړنې تمه مه کوئ، ماشوم دې تر خپل وخت پورې، هر ځای او هر وخت لږ تر لږه وپوهول شي.
ماشوم له طبیعت سره وپالئ، هغوئ پریږدئ له طبعي نعمتونو څخه خوند واخلي،تر څو پوه شي طبیعت یي د ګټې لپاره پیدا شوی دی.
ماشوم په خاورو کښې له لوبو کولو څخه مه منع کوئ د ماشوم ژوند له خاپوړو څخه پیلېږئ، ماشوم تر ډېره لوبو کولو ته وهڅوئ.
د والدینو لویه غلطي د ماشومانو ویرول دي لکه څنګه چې مي مخکې وویل د ماشوم په زړه کښې دا ډار او ېره تر ډیره پاتې کېږي چې د ماشوم د زړورتیا مخه نیسي، ماشوم ته دې په هر ډګر کښې ډېر زیات احتیاط او پاملرنه وشي.
ماشوم د مور او پلار ژوند دی، مور او پلار ته د خوشحالۍ سبب ګرځي، بدني کمزورۍ تر ډېره د علاج وړ دي، مګر له ذهني حرکتونو سره ډیره خواري په کار ده،
ماشوم په خپل شوخ دوران کښې سرې سکروټي په لاسونو کښې ګرځوي، شیطانۍ، شوخي، ژړا، خندا، جګړې، نه خوړل، نه څښل، نه لوستل او داسې نور بې وخته کړنو کښې د ماشومانو په پوهولو کښې ډیر غور ته اړتیا ده، وهل، ټکول د ماشوم په ژوند کښې سمون نشي راوستلی مینه، شفقت په ماشوم کښې ډیر منفي حرکتونه په مثبت بدلولای شي، ماشوم زده کړې، میني، لوبو او ژوند ته پرېږدئ ماشوم ددې نړۍ راتلونکی دی، ماشوم روزل د نړۍ روزل دي.