لیکنه: آرش ننګیال
که څوک غواړي چې ماشومان یې تر نورو هغو غوره او هوښيار شي باید له خپلې خوږې ژبې نه ګټه واخلي. ماشوم د مور او پلار په خبرو هېڅ کله نه مړېږي.
زما موخه دا نه ده چې خپل ټول وخت له ماشومانو سره په خبرو تېر کړئ او نه خو ماشوم داسې غواړي.
زما موخه دا ده چې لږ تر لږه له خپلو ماشومانو سره خبرې وکړئ او خبرو ته یې غوږ ونیسي. شاید دا د غوره روزنې یوه خو تر ټولو اسانه او ارزانه لاره وي.
ډاکټره فرشته موتایی، د ماشومانو اروا پوهه وايي: د ماشومانو د هوښیارتیا او ذکاوت د لوړولو لپاره تر ټولو اسانه لاره له هغوی سره خبرې کول دي. تر ټولو هوښیار ماشوم هغه دی چې په مسلسل ډول له مور او پلار سره خبرې کوي.
د ماشومانو ارواپوهه او لیکواله اغلې ریحانه دوستدار، په دې اند ده چې ماشومان تر پینځو کلونو پورې، لغاتونه د دې لپاره نه زده کوي چې د لغاتو زېرمه یې پیاوړې شي بلکې دوی په دې عمر کې د دې لپاره لغات زده کوي چې غږونه یې وپېژني، تلفظ یې زده کړي او فکر پرې وکړي چې په کوم ډول یې ووایی او بیا یې په کوم وخت کې وکاروي.
د دې وینا مانا دا نه ده چې یوازې له ماشومانو سره خبرې وشي، پکار ده چې د هغوی خبرو ته هم په خورا مینه غوږ ونیول شي او اجازه ورکړو چې خپل احساسات را سره شریک کړي.
په هغو موضوعاتو له ماشومانو سره خبرې وکړئ چې د هغوی خوښېږي. خبرو کولو ته یې تشویق کړئ او خبرو ته یې غوږ ونیسئ.
خبرې وکړئ او تکرار یې کړئ. کېدای شي ستاسو لپاره تکرار ستړی کوونکی وي خو ماشومانو ته خوند ورکوي. د یوې جملې ځو ځله تکرار سره ماشومان فکر کولو، د جملې یا لغانونو په تلفظ او غږ فکر کوي او د معنا د پوهېدو لپاره یې هڅه کوي او خپل ذهن کې یې د تل لپاره خوندي کوي.
ریحانه دوستدار دا هم وايي چې له ماشومانو سره په اشارې خبرې وکړئ. ځینې مېندې په دې اند دي چې که ماشومانو سره په اشارې خبرې وکړل شي نو د خبرو کولو لپاره انګېزه یې له منځه ځي. خو څېړنو ثابته کړې ده چې که ماشومانو سره کله، کله په اشارې خبرې وشي هم د اشارې ژبه زده کوي او هم یې په غږونو او تلفظ باندې فکر کوي.
یو طرفه خبرې لکه یو طرفه سړک داسې دی. که داسې وشي نو ماشوم به هېڅ کله هم ستاسو خبرو ته غوږ ونه نیسي. هڅه وکړئ چې بانډار یا غورې ورسره وکړئ. بحث رامنځته کړئ څو هم ماشوم او هم مور یا پلار ته د خبرو کولو منطقي زمینه برابره شي.
کله چې تاسو ماشوم ته د خبرو کولو وخت ورکوئ دا په دې مانا ده چې هغه ته احترام کوئ دا هم زده کوي چې بحث کې په څه ډول خبرې وکړي یانې د خبرو کولو مهارت او نور ټولنیز مسایل زده کوي.
که ماشوم تاسو سره په خبرو کولو کې برخه نه اخیسته، له خپلې لنډې وینا نه وروسته لږه شېبه غلي شئ څو هغه پوی شي چې تاسو د ځواب یا بحث په تمه یاستئ. که دا چاره څو ځله ترسره کړئ نو ماشوم به د بحث په پرمخ بیولو ډېر ښه پوه شي.
ډاکټر پاشا شریفي وايي: باید له ماشومانو سره د خبرو کولو پر مهال ځینې مسایل په پام کې ونیسو، د بېلګې په توګه .
ـ د ماشومانو نوم واخلئ. ماشوم ته په نوم غږ کول ددې لامل کېږي چې هغه ستاسو خبرو ته غوږ ونیسي او متوجه شي.
ـ له مثبتو جملو نه ګټه واخلئ. ماشوم ته مه وایه چئ ( مه کوه) یا ( نه) که تل ماشوم ته وايي چې دې څیز ته لاس مه وروړه هغه به همدا کار وکړي او ستاسو خبرو ته به هېڅ توجه ونه کړي. ښه به دا وي چې ورته ووايئ ( ګیلاس په دواړو لاسونو ونیسه. جامو ته دې پام کوه)
ـ ماشومانو سره د سترګو تماس ټینګ کړئ. ماشوم هغه مهال ستاسو خبرو ته ښه غوږ نیسي یا هم ستاسو په خبرو هغه مهال ښه پوهېږي چې تاسو ورسره د سترګو تماس ونیسئ.
ـ خپلو خبرو ته متوجه اوسئ، هڅه وکړئ چې په خوښۍ او خوشالۍ وسره خبرو ته دوام ورکړئ.
ـ له ماشومانو پوښتنې وکړئ. که غواړئ چې ماشومان فکر وکړئ نو د خبرو کولو پر مهال ترې پوښتنې وکړئ او وخت ورکړئ چې ځواب در کړي.
د ماشومانو په ځوابونو مه خاندئ او ملنډې پرې مه وهئ کنه نو هېڅ کله به درسره خبرې ونه کړي او هېڅ کله به مو سوال ته ځواب در نه کړي.
له ماشومانو سره د خبرو لپاره مناسب او ارامه ځای وټاکئ. که تلویزیون کې یې د خوښې خپرونې روانې وي او تاسو ورسره بحث کوئ نو ستاسو خبرو ته به متوجه نه شي او یا که د کوم کار لپاره بېړه لرئ او تاسو یې د خبرو لپاره کېنوئ شاید خبرې مو وا نه وري.
که تاسو د مختلفو عمرونو ماشومان لرئ هڅه وکړئ چې هر یو سره بېل، بېل بحث وکړئ. ځکه دا وینا د هغوی د زده کړې لپاره ده باید د هغوی عمر په پام کې ونیسئ.
ـ له ماشومانو سره د خبرو پر مهال مه تاسو قسم خورئ او مه هغوی اړ کوئ چې قسم وخوري ( ته قسم وخوره چې دا ګیلاس تا نه دی مات کړئ….
ـ د ماشومانو خبرې مه پرې کوئ. وخت ور کړئ چې د زړه ټولې خبرې درته وکړي. خبرو ته یې متوجه شئ. هڅه وکړئ چې د طنز پر مهال ورسره وخاندي، یا هم برعکس خفه شئ، حیرانیتا ښکاره کړئ او….
(خبرې دارو دي، لږې ګټه لري او ډېرې زیان)
په درنښت