لیکنه: سمیع الله زلال
مالياتي محسابه د محاسبې یو ځانګړی ډول دی، چې د یو شرکت د مالي معاملو حساب سره سر او کار لري. او د محاسبې د بین المللي قوانینو په رڼا کې نوموړې معاملې ثبت، خلاصه او استعمالونکو ته د مالي راپور په شکل وړاندې کوي.
شرکتونه په عادي ډول په کال کې یو ځل مالي راپورونه وړاندې کوي، چې په په عامه ټوګه داخلي او په خاصه توګه بهرني کارکوونکي ترې استفاده کوي.
د مالي راپورونو استعمالونکي
د شرکت مدیریت: مدیریتي ټیم مالي راپور ته اړ دي، چې د شرکت د ګټورتیا، مکلفیت، او نغدي پیسو په اړه ځان پوه کړي، ترڅو په عملیاتي او مالياتي پریکړو کې ترې استفاده وکړي.
سیال شرکتونه: دوه شرکتونه هغه وخت سیال بلل کیږي چې په ورته صنعتي سکتور کې موقیعت ولري او یا هم ورته محصولات یا خدمات وړاندې کړي. هر شرکت هڅه کوي د خپل سیال شرکت مالي راپورونو ته لاس رسی ولري، ترڅو یې د مالي حالت ارزونه وکړي. او وکولای شي له دغه لاسته راوړنو څخه په رقابتي ستراتیژیو کې کار واخلي.
پیرودونکي: کله چې یو پیرودونکي په پام کې نیسي چې د یوه لوی قرارداد لپاره باید کوم شرکت غوره کړي؟، نو غواړي چې لومړی د هغوي مالي راپورونه وګوري، ترڅو د هغوی د قرارداد کولو مسولیت، د محصولاتو او خدماتو د چمتو کولو وړتیا او مالي وړتیا په اړه قضاوت وکړي.
کارمندان: کارمندانو ته مالی راپورونه او ورته اسناد ورکول کیږي چې د کار کولو په برخه کې د کارمندانو د ښکیلتیا د کچې د لوړولو لپاره کارول کیدای شي.
حکومتونه: هغه حکومت چې د هغه په واکمنۍ کې یو شرکت موقعیت ولري، له نوموړي شرکت څخه د مالي راپورونو غوښتنه کيږي ترڅو دا په ډاګه کړي چې آیا نوموړي شرکت مناسب مالیات ورکړي؟
د پانګې اچونې شنونکي: شنونکي د مالي راپورونو له شننې وروسته پرېکړه کوي، چې ایا د پانګه اچوونکو پانګه چې په نوموړي شرکتونو کې یې کړې، خوندي ده؟
پانګوال: پانګه اچوونکي ښایي مالي راپورونو ته تر ټولو زیاته اړتیا ولري، ځکه دوی د شرکت د ونډو اصلي خاوندان دي، او غواړي د پانګونې فعالیت معلوم کړي.
پور ورکونکې ادارې: دغه ادارې مالي رايورونو ته اړتیا لري، ترڅو د پور اخیستونکو شرکتونو وړتیا اټکل کړي، چې ایا دوی به وکولای شی پور ورکونکو ادارو ته خپل پورونه او اړوند سود ورکړي؟
درجه بندي کوونکې ادارې: نوموړې ادارې مالي راپورونو ته اړتیا لري، ترڅو د شرکت لپاره د کریډیټ درجه وټاکي.
عرضه کوونکي: ترڅو پریکړه وکړي چې آیا دوی خوندي دي چې نوموړی شرکت ته د کریډیټ پراختیا ورکړي؟