لیکنه: ډاکټره وسیمه شهزاد جلیل
د تیو د کوچني کولو او شکل ورکولو ته مامو پلاسټي ویل کیږي چې د پلاستیکي جراحۍ یوه پرېمانه عملیه ده او ډېر وګړي یې تر سره کوي.
ډېری مېرمنې د لویو تیونو په لرلو سره ممکن د جسمي او اندامي ناخوښۍ سره مخ وي.
د لویو تیونو لرل ځینې ستونزې لکه؛ د شا درد، د ورمېږ درد،د تیونو دلاندې خولې او دروندوالي به پایله کې د پوستکي التهابي کېدلو سره مخ وي.
لوی تیونه د ښځو پر نفس او ځان اعتماد منفي اغېز اچوي او په ټولنیزو فعالیوتونو او سپورت کولو کې یې له ستونزې سره مخ کوي.
لوی تیونه ډېری په مېرمنو کې وروسته له واده پیدا کیږي خو په نجونو کې د لویو تیونو لرل ارثي مخینه لري.
ماموپلاستي کې نه یواځې د تیونو حجم کمیږي او اضافي شحم ترې ایسته کیږي بلکه د تیونو ځړېدلی حالت هم له منځه وړل کیږي.
ماموپلاستي د د مېرمنو لپاره او هغه نارینه چې لوی تي(جینکوماستیا) لري،توصیه کیږي.
مطلب دا چې پېغلې نجونې دا عملیه د لکتېشتن(د شېدو تولید) نشي تر سره کولی.
څوک کولی شي ماموپلاسټۍ ته کاندید شي؟
لاندې کسان ماموپلاستي کولی شي.
*ډېر لوی تي لرل چې د بدن له نور جوړښت سره سمون ونلري.
*د ورمېږه او اوږو درد لرل د تیونو د ډېر وزن په سبب.
* د تیونو تر منځ نامتوازنه فاصله یا هم که یو تی له بل تي څخه لوی وي.
*د تیونو د لاندې التهابي کېدل
* د تیونو ګونځې کېدل
*په ورځني فعالیت او سپورت کې خنډ پېښول د تیونو د لویوالي له کبله.
* د سینه بند له کبله پر پوستکي لیکه پاتې کېدل یا هم د پوستکي تورول.
* پخپله شخصي ناخوښي د تیونو د لویوالي څخه.
د ماموپلاستي لپاره مناسب عمر:-
ماموپلاستي په هر عمر کې تر سره کېدلی شي خو ښه به دا وي چ وروسته له دې چ تیونو بشپړه وده وکړه، ماموپلاستي تر سره شي.
څه وخت ماموپلاستي ونشي؟:-
تی رودنه او شیدې ورکول د تیونو په جوړښت او اندازه باندې تاثیر لري.
مامو پلاستي کېدی شي د شېدو د تولید مخه ونیسي.خو د دې با وجود ډېرې پېغلې نجونې غواړي چ مخکې واده هم ماموپلاستي وکړي.
د ماموپلاستي کړنلاره او د برښ کولو ځایونه:-
ماموپلاستي د عمومي انستیزۍ یا عمومي بېهوښۍ وروسته تر سره کیږي.
د عملیات د پیلېدو څخه د مخه د پلاستیکي جراحۍ ډاکټر او ناروغ به یو د بل سره مشوره وکړي چې د برښ ځای د تیونو د لاندې ترسره شي که د تیونو د څوکې یا نيپل څخه.
د ماموپلاستۍ غوښتونکي لباره سپارښتنې:-
* که چېرې تصمیم لرئ چ په راتلونکي کې خپل ډېر کم کړئ نو جراح ډاکتر ته مو ووایاست. ځکه ممکن جراح ډاکټر ستاسو د وزن تر کمېدلو پورې ماموپلاستي وځنډوي.
*یاده دې وي چې مخکې له ماموپلاستۍ سېګرټ څکول او د پرڼ کېدو ضد درمل(ضد تحثر) لکه آسپرین پرېږدئ.
د ماموپلاستۍ خطرونه:-
*که څه هم دا عملیات کوچنی نه ګڼل کیږي خو بیا هم دومره شدید او ښکاره خطرونه نلري.
* د شېدو ورکولو خنډ ګرځي.
* ممکن چې د برښ شوي ځای کرښه پر پوستکي پاتې شي.چې پورته مو ورته اشاره کړې وه.
* د نیپل یا د تي د څوکې حسیت به ښایي چې لږ شي.
*وینه بهېدنه(دا وروستۍ عارضه په هر ډول طبي عملیات کې عامه او پراخه ده.)
وروسته له ماموپلاستۍ سپارښتنې:-
*د عملیات په لمړیو ورځو کې له زور وهلو، په مخ طرف ته له ټیټېدلو او د اشیاوو او اجسامو له پورته کولو باید ځان وساتئ.
* ښه به وي که وروسته له عملیات او.د پړسوب تر ورکېدلو پورې، تر یوڅو اوونیو له ځانګړو سینه بندونو څخه کار واخلئ.
*سوچر یا کوک(بخۍ) باید وروسته له ۱۴ ورځو و ایستل شي.
ماموپلاستي د تیونو د لویولو پخاطر هم کارول کیږي او تي له ځوړند حالته راوباسي.د تیو د لویولو پخاطر له معمولا سلیکان په تیو کې اېښودل کیږي او دا تي نسبت عادي تیو ته لږ څه کلک او سخت وي او د عادي تیونو په څېر ډېر نه ښوري حتی بې له سینه بنده هم ګرځېدلی شئ بدون له دې چې کوم ناخوښ یا په ځان کې د کوم پردي شي احساس ولرئ.
د تیونو د لویولو او کوچني کولو پړاوونه یو ډول دي.