• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو

مایلو پایو ډيزاین –په مایلو پایو کې کوږوالي مومنټ او بارونه . Inclined Columns Design – Loads and Bending Moment in Inclined Columns

Home انجنیريمایلو پایو ډيزاین –په مایلو پایو کې کوږوالي مومنټ او بارونه . Inclined Columns Design – Loads and Bending Moment in Inclined Columns

مایلو پایو ډيزاین –په مایلو پایو کې کوږوالي مومنټ او بارونه . Inclined Columns Design – Loads and Bending Moment in Inclined Columns

مایلو پایو ډيزاین –په مایلو پایو کې کوږوالي مومنټ او بارونه . Inclined Columns Design – Loads and Bending Moment in Inclined Columns
یو شمیرمایلې پایې عمود نه وي کوم چې په ډیری ساختماني کارونو کې د ښکلا او مهندسي غوښتنو لپاره کاریږي.د مايلو پایړ ډیزاین او په مایلو پایو کې د کوږوالي مومنټ او بارونه بحث شوي.
هغه عمودي ساختماني عنصر چې په ټوله کې له محوري فشار او له لږ اوهیڅ مومنټ سره مخ وي پایه بلل کیږي.که همدا عنصر کوږ کړای شي ،نو دا بیا سټرټ دی (strut) دی .خو په عام ډول کوم عناصر چې اکثریت وخت له فشار سره مخ وي د سټرټ عناصرو په ډله کې راځي .

خو د ساختمان په صنعت کې د پرمختګونو او دوګړو دغوښتنې له امله دا مصنوعي ډيزاین په چټکۍ سره زیاتیږي.یو له مهمو ساختماني عناصرو چې د ښې ښکلا لپآره په کې وخت په وخت بدلونونه راغلي هغه د پایې برخه وي.نوې نظریه داده چې پایه نور مطلق عمودی عنصر نه دی.دا کیدای شي مایله وي.مایلې پایې د ساختماني چوکآټ عناصرو د جاذبوي بار -بار شوو پایو څخه منشا اخلي او کیدای شي هم سخت او هم تړلو چوکاټونو باندې تطبیق شي.

کله چې مونږ مایلې پایې (strut ) په پام کې نیسو نو هغه قوې چې هغه ورسره مخ کې محوري فشار،مومنټونه او شیر دی ،کوم چې کیدای شي د چوکآت تحلیل دهرمیتود په واسطه پیدا شي.مونږ په ډیری ساختماني تحلیلونو کې ستونزې لیدلی چې د مایلو پایو له امله وي.مګر مونږ چې کوم میتود تحلیل ترسره کوو هغې کې ستونزې نشته.دډيری حالتونو ډیزاین د محوري قوې او مومنټ لپآره په عادي میتود ترسره کیږي.هغه ځای کې چې عرضي قوه یا شیر ډیر واضح وي ( کله چې عنصر ډیر مایل شوی وي) نو عرضي سیخان باید ډيزاین شي .په ساختمان کې د میایلو پایو یو شمیر بیلګې په ټرس کې لیدلی شو.

د بار انتقال او کړوپیدل. Load Transferring and Deflection
هغه پایه چې بغیر له تناظره عرضي مقطع لري کیدای شي ټورژن کړوپیدو(torsional buckling) یا جانبي کړوپیدو سره مخ شي.ټورژن کړوپیدل د پایې ناڅاپه چورلیدل(twisting) دي.دا نظریه وایی د عن المرکزیت بار شتون به د پایې محکمیت راټیټ کړي.عن المرکزیت دا مانا چې دمحوري بار عمل خط د پایې دمرکزي محور سره موازي وي.عن المرکزیت عموما په e سره ښودل کیږي .نو د بار دمحور او کوږوالي د عمل خط به دبار د انتقال قابلیت راکم کړي.

په یوه مایله پایه کې بارونه او کوږوالي مومنټ . Loads and Bending Moment in an Inclined Column
لاندې بحث کې دا په یوه مایله پایه کې د بار پیداکیدو په اړه بحث شوی.
له شکل څخه مالومیږي .
W = په بیم باندې وارد شوی بار .دا هغه بار دی چې د AB مایلې پایې ته انتقال شي.محوري بار P د لاندې معادلې څخه ترلاسه کیږي.P=wL/2
په پایه کې د عن المرکزیت له امله مومنټ .M = P.e
چیرته چې e عن المرکزیت دی . e له لاندې فورمول پیداکیږي .e=L/2 Cos θ
یوځلې چې پایه تحلیل شوه ،بارونه ،قوې پیداشوې دویم ګام د مایلې پایې ډیزاین دی .
د مایلې پایې ډیزاین .Design of Inclined Column
د مایلې پایې ډيزاین لکه د عمودي پایې په شان دی .
1) د موثر اوږودوالي او انجامي شرایطو په محاسبې سره د پایې ډول مالوم کړۍ.
2) د ترټولو زیات مومنټ لپآره ،قیمتونو له مخې سیخان پیداکیږي.
ډیری مطالعاتو ښودلې چې عمودي پایې په پرتله مایله پایه د عن المرکزیت له امله د ډير غټ مومنټ سره مخ کیږي .د عن المرکزیت په زیاتیدو سره مومنټ زیاتیږي .څومره چې د پایې میلان زیاتیږي ،عن المرکزیت زیاتیږي .په پایه کې به د داخلي جانبي بار له امله عن المرکزیت به د افقي جز قوې لامل شی .

Share this:

  • Twitter
  • Facebook

You also might be interested in

د یوه میلیونر فکرونه
سټيو جابز

د یوه میلیونر فکرونه

Apr 18, 2015

ژباړه: مصطفی صفا په دغه لیکنه کې د امریکا د[...]

د بریالیو کسانو د بریا کلۍ!

د بریالیو کسانو د بریا کلۍ!

Nov 10, 2015

ژباړن: حمیدالله حمیدي یو ځل مې له یوه کس څخه[...]

Javed Aftab جاوېد آفتاب

رښتیني دروغ

May 26, 2015

و، نه و، یو وخت و چې په یوه نایابه[...]

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2022