لیکنه: بشیر باران
مایکروسافټ د میزان د څوارلسمې په شپه د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې خپل لومړنی لپټاپ د سرفېس بوک (Surface Book ) په نوم نندارې ته وړاندې کړ. داسې انګیرل کېږي چې وېنډوز لس د مایکروسافټ لاس تر دې حده پراخ کړی چې اوس غواړي د لپټاپونو په مارکیټ کې خپل غښتلی حظور تجربه کړي.
د مایکروسافټ لپ ټاپ لکه څنګه چې تمه کېږي له عادي لپټاپونو سره په ډیر توپیر ډیزاین شوی، سکرین یې کولای شو چې له کیبورډ څخه په مکمله توګه جدا کړو او پخپل ځای کې دا سکرین شاو خوا څرخولی هم شو.
سرفېس بوک په هر اینچ کې د ۲۶۷ پیکسله په تراکم سره ۱۳،۵ اینچه نمایشي صفحه لري. مایکروسافټ د دې سیستم په ځانګړنو کې وایي چې سرفېس بوک د هغو خلکو لپاره دی چې ستره نمایشي صفحه یا سکرین غواړي او یا هم غواړي چې د ټایپ یوه فوق العاده تجربه وکړي. په همدې منظور د کیبورډ تڼۍ یې ۱،۶ ملي متره اندازه لري. میکروسافټ دا کیبورډ عالي (پرفېکټ) نوموي او وایي چې له ټایپ سره به تاسو هیڅ رنګه اواز وا نه ورئ چې ستاسو د پرېشانۍ سبب شي.
که سرفېکس بوک ته ځیر شو د اینټل په وروستني نسل Core i5 او Core i7 باندې مجهز دی. همدارنګه کولای شئ چې د Nvidia Geforce یوه ګرافیکي پرزه او د GDDR5 رم (په مختلفو ظرفیتونو سره) ور اضافه کړئ چې البته د کیبورډ په یوه څنډه کې واقع دی، برسیره پر دې دا لپ ټاپ په یوه وار چارجولو سره ۱۲ ساعته کار کوي او که غواړئ چې له لپ ټاپ څخه په بشپړه بڼه کار واخلئ نو باید کیبورډ یې له سکرین سره ونښلوئ.
مایکروسافټ ادعا لري چې د دوی لپ ټاپ تر ټولو هغو ۱۳ اینچي لپ ټاپونو څخه چې د ځمکې په کره کې طراحي شوي چټک کار کوي. مایکروسافټ وایي چې سرفېس بوک له مک بوک پرو څخه دوه برابره چټک دی.
مایکروسافټ له ۲۶ اکتوبر څخه د دې لپ ټاپ پېر او پلور شروع کوي چې بیه یې له ۱،۴۹۹ ډالرو څخه شروع کېږي.