ژباړن : عطا محمد میاخېل
ما یو عمر الله (ج) ته درواغ وویل او خدای (ج) هېڅکله د هغو درواغ له امله سزا را نه کړه، کوم چې ما ورته ویلي وو، کولای یې شول، خو رسوا یې نه کړم او زه یې تر قضاوت لاندې را نه وستلم، هر څه مې چې وویل، نو پرې باور یې وکړ، هره بانه مې چې وکړه وې منله، هرڅه مې چې وغوښتل را یې کړل او هر کله مې چې وغوښته نو حاضر شو.
مګر ما ! هېڅکله د خدای (ج) په خبرو باور ونه کړ، ژمنې مې یې واورېدې، مګر ومې نه منلې، خپلې سترګې مې وتړلې، تر څو الله (ج) ونه وینم او دغه راز غوږونه مې کاڼه کړل، تر څو د خدای (ج) خبرې وانه ورم، زه له الله (ج) څخه وتښتېدم، خو نا خبره له دې چې خدای (ج) له ماسره و.
غوښتل مې، چې د خپلو هیلو ماڼۍ هغه ډول جوړه کړم، کوم چې زړه مې غوښتل، نه هغه ډول، چې خدای (ج) یې غواړي، له همدې امله مې هر څه له منځه لاړل او د خروارونو بلاو او مصیبتونو لاندې پاتې شوم؛ ما د ژوند د ورانیو لاندې لاس و پښې ووهل او له هر چا څخه مې مرسته وغوښته، مګر هیچا مې غږ وانه ورېده او هیچا را سره مرسته ونه کړه، پوه شوم، چې هرومرو بربادېږم؛ په شرمنده ګۍ مې چیغې کړې خدایه ! که ما وژغورې، که زما د ژوند ورانۍ را ودانې کړې، نو له تاسره د زړه له کومې ژمنه کووم، هرڅه چې ته وایې، نو هغه به ترسره کړم، خدایه ! ومې ژغوره، چې ټول هډوکي مې د بلاو او مصیبتونو لاندې مات شول .
په هغه وخت کې یوازې الله (ج) و، چې زما په خبرو یې باور وکړ او زه یې ومنلم، نه پوهېږم، څه ډول، خو په ډېره کمه موده کې یې وژغورلم، د ژوند له مصیبتونو او بلاو څخه یې را بهر کړم او یو ځل بیا مې د آرامتیا احساس وکړ .
ومې ویل : زما ګرانه خدایه ! ووایه څه وکړم، چې ستا مینه جبران کړم ؟
الله (ج) وویل : هېڅ، یوازې زما مینه ومنه، پرما باور وکړه او پوه شه، چې په هر حالت کې له تاسره یم .
ومې ویل : خدایه ! ما ستا مینه ومنله او له دې شېبې پرتا مین یم، له دې وروسته، پرته له دې چې د خدای (ج) نظر وپوښتم، د خپل ژوند د خوبونو د ماڼۍ جوړولو ته مې دوام ورکړ.
د کار په پیل کې مې هرڅه چې اړین ګڼل له خدای (ج) څخه مې غوښتل او الله (ج) فوراً راته چمتو کول، د زړه له کومې خوشاله نه وم، نه شو کېدای، چې هم پر خدای (ج) مین شم او هم ترې بې غوره شم، له بلې خوا نه مې غوښتل، چې د خپل ژوند د هیلو د ماڼۍ په جوړولو کې له خدای (ج) څخه نظر وغواړم، ځکه چې د الله (ج) سلیقه مې نه خوښوله .
له ځان سره مې وویل : که چېرې خدای (ج) ته شاه کړم، خپل کار ترسره کړم او له هغه (ج) څخه څه ونه غواړم، نو بالاخره هغه (ج) به هم ما پرېږدي او د الله (ج) د مینې له کړاوه به هم خلاص شم . خدای (ج) ته مې شاه کړه او خپل کار ته مې دوام ورکړ، تر دې چې د الله (ج) شتون مې په بشپړه توګه هېر کړ، د کار په لړ کې مې څه ته چې اړتیا پېښېده له هغو لارویانو څخه مې مرسته غوښتله، کوم چې زما له څنګه تېرېدل، یو شمېره کسانو، چې خدای (ج) لیده ما او خدای (ج) ته چې زما تر شاه د مرستې له پاره ولاړ و په حیرانتیا کتل، د خواشینۍ په بڼه یې سر ښوراوه او تېرېدل، مګر یو شمېر نورو، چې د ماڼۍ له طلایي تیږو څخه پرته، نور څه یې نه لیدل، زما مرستې ته را غلل، ترڅو دوی هم ترې ګټه واخلي؛ د کار په پای کې هغه کسان چې زما مرستې ته یې رادانګلي وو، زما د ژوند زړه یې په چړو غوڅ کړ او هرڅه یې په یوه شېبه کې را نه ولوټول. زه ناتوانه او ټپي پر ځمکه پرېوتم او یوازې د هغوی د تېښتې ننداره مې کوله، هغوی په ډېره چټکتیا له مانه وتښتېدل، لکه څنګه چې زه له خپل خدای (ج) څخه تښتېدلی وم، هر څومره چیغې مې چې ووهلې؛ چا مې غږ ونه ورېده، هماغه ډول، چې ما د خپل خدای (ج) غږ وانه ورېده .
زه چې له هره ځایه ناهیلی شوی وم، بیا مې خپل خدای (ج) ته غږ کړ، پرته له دې چې وې غواړم، نو راسره حاضر و، ومې ویل : خدایه ! ودې لیدل، چې څه ډول یې ولوټولم او وتښتېدل، له هغوی څخه زما غچ واخله او مرسته را سره وکړه، چې له ځمکې پورته شم.
الله (ج) وویل : تا خپله هغوی خپل ژوند ته را بللي ول، تا له هغه چا څخه مرسته وغوښته، چې تر هر چا ډېر مرستې ته یې اړتیا لرله .
ومې ویل : ما وبښه، ما ته هېر کړی وې، پرته له تا مې له بل چا څخه مرسته وغوښته او د دې سزا وړیم . او له تاسره ژمنه کوم، که چېرې لاس مې ونیسې او له ځمکې څخه مې پورته کړې، نو هر څه چې ته ووایې هماغه ډول کار ترسره کوم؛ نور به هېڅکله تا هېر نه کړم .
یوازې الله (ج) و، چې زما په خبرو او ژمنو یې باور وکړ، نه پوهېږم چې څه ډول، مګر پام مې شو چې یو ځل بیا په خپلو پښو درېدلی شم او مهربان خدای ډېر ژر را وښودل، چې څه ډول یې زما هغو تښتېدلو دښمنانو ته سزا ورکړه .
ومې ویل : زما ګرانه خدایه ! ووایه، چې ستا مینه څه ډول جبران کړم ؟
الله (ج) وویل : هېڅ، زما مینه ومنه، پرما باور وکړه او پرته له هغې چې ما وغواړې، تل له تاسره یم .
ومې ویل : ولې دومره ټینګار کوې، چې پر تا باور وکړم او مینه دې ومنم ؟
وې ویل : که چېرې په ما باور وکړې، لکه په ځان دې چې باور کړی وی، که چېرې مینه مې ومنې، نو ټول بدن به دې له مینې ډک شي، هغه وخت به یو ستر خوند تر لاسه کړې او نوره اړتیا نه شته، چې د خوبونو د ماڼۍ د جوړولو له پاره ځان ته کړاو، ستونزې او زحمتونه پیدا کړې، داسې څه نه شته، چې ته ورته اړتیا ولرې، په دې پوه شه، چې زه مطلقه مینه، مطلقه آرمتیا او مطلقه رڼایم او هېڅ شي ته اړتیا نه لرم، که چېرې زما مینه ومنې، نو رڼا او آرامتیا به شې او هېڅ څه ته به اړتیا ونه لرې .
خدایه ! له تاسره ډېره مینه لرم .
هر څومره، چې ستا پر نعمتونو شکر وباسم، نو بیا هم کم دي .
پایله :
تر کومه بریده په هیلو کې ډوب یو، چې حتی خپل خدای (ج) مو هېر کړی دی او یوازې د ستونزو، مشکلاتو، کړاوونو او مصیبتونو په وخت کې یې یادوو، څومره خاین بنده ګان یو .
هیله لرو، چې ډاکټر، انجینر او داسې نور ……… شو
هیله لرو، چې تر ټولو شتمن کس شو او دغه راز زموږ اولادونه او کورنۍ، مګر یو ځل مو هم ونه غوښتل، چې د الله (ج) رښتیني بنده ګان شو، کوم چې خدای (ج) یې هیله لري .
فکر وکړه، چې ډاکټر یا انجینر شوې او یا په هره برخه کې دې دکتورا واخیسته، شتمن شوې، اولادونه دې پیدا کړل او خپلو ټولو هیلو ته ورسېدې او په پای کې مړ شوې، نو د خپل خدای (ج) له پاره دې څه وکړل ؟ هېڅ، ځکه د له منځه تلونکو هیلو د پوره کېدو له پاره دې هلې ځلې کولې، آخرت او ابدي ژوندې دې هېر کړی و.
You also might be interested in
لیکنه: نفیسه معتکف ژباړه: حمیدالله حمیدي ته کله کله دومره د[...]
ژباړه او راټولونه : عطا محمد میاخېل ۱ ـــ هغه[...]
ټولونه او زياتونه: رسول اشنا وړاندي شرميدلي نه وي. (عبدالقادرالکوزي)[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی