متحرکې ودانۍ –ډولونه ،موخې ،د حرکت پروسې او احتیاط. Moving Buildings -Types, Purposes, Moving Process and Precautions
که یوه زړه جوړه شوې ودانۍ په یو داسې ځای کې اباده شوې وي چې ځای یې مناسب نه وي او وغوښتل شي چې بل کوم مناسب ځای ته ولیږل شي دیته متحرکه ودانۍ وايي. متحرکه ودانۍ هغه ساختمان دي چې له خپل اصلي موقعیت څخه نوې ساحې ته موقعیت اختیارکړي.د متحرکو ودانیو بیلابیل اړخونه ،د دوي ډولونه او دحرکت پروسې دلته تشریح شوې.د متحرکو ودانیو په بحث کې له یوځایه بل ځای ته د ودانیو لیږد ترشا هڅونې ،د متحرکو ودانیو د حرکت پروسې د یو ساختمان دبریالي انتقال لپاره اړینې احتیاطي تدابیر او یو شمیرنورې موضوعاګانې شاملیږي.
Fig.1: Moving Building
Fig.2: Relocation of a Building
1) د ودانیو د حرکت ورکولو هڅونه . Motivations to move buildings
2) د ساختمان اتکا کول. Underpinning of structure
3) د متحرکو ودانیو پروسې . Moving building process
4) د متحرکو ودانیو ډولونه. Types of moving buildings
لومړی .د ودنیو د حرکت ورکولو هڅونه Motivations to Move Buildings
داچې یوه ودانۍ ولې له یوه ځایه بل موقعیت ته ولې ولیږدول شي یو شمیر فکتورونه شته چې له اصلي ځایه نوي موقعیت ته د حرکت ورکولو یا بې ځایه کولو ته یې اړتیا پیداکړي،د بیلګې په ډول
1. کله چې اړتیا شي تاریخي ساختمانونه له تخریب خوندي پاتې شي او موقعیت یې صنعتي موخو لپاره وکارول شي
2. او یاهم د نفوس زیاتیدو له امله یې موقعیت د استوګنو ودانیو جوړولو لپاره پریښودل شي.
3. یوه بل فکتور دادی چې کیدای شي په یوه سیمه کې کومه ودانۍ له مناسب پلان او ترتیب سره برابره نه وي جوړه شوې ،ودانۍ یو بل داسې ځای ته چې د خوښې سره سم ترتیب شته ولیږدول شي .
ددې پرځای چې یوه زړه ودانۍ ونړول شي او په عوض یې نوې ودانۍ جوړه شي دا ډیره اقتصادي بریښي چې زړه ودانۍ له خوښې سره سم موقعیت ته ولیږدول شي.ځیني وخت استوګني ودانۍ د مسلسلو طبیعي پیښو لکه سیلاب منځ ته راتلو د زیانونو له امله کړیږي،نو په دې حالت کې به د ودانۍ لیږدول یوه غوره انتخاب وي.د Clermont تاریخي کورونو ودانۍ سیلاب د خطر له امله له خپل ځایه نوي موقعیت ته ولیږدول شوې.تاریخي کورونه د تاریخي حیثت ساتلو په موخه لیږدول کیږي.
دويم.د ساختمان اتکا کول. Underpinning of Structure
د ودانیو د انتقال په پروسو کې د ودانۍ اتکا کول یومهم او اړین کار دی ،او ددې لپاره بیلابیل تخنیکونه کاریږي څو د ساختمان له انتقال وړاندې باثباته اتکا کول ترلاسه شي.دودانیو انتقال لپاره چې د اتکاکولو کوم میتودونه کاریږي په هغې کې فرشي تهداب ،میخي تهداب ،د انجکشن اتکا کول او یخ کول او ویلي کیدل شاملیږي.
درېیم .د ودانۍ د انتقال پروسې . Moving Building Process
د ودانۍ انتقال هغه پروسې دي په کوم کې چې ساختمان له خپل اصلي ځایه نوي ځای ته لیږدول کیږي.انتقال په پروسو کې لومړی ټوله ودانۍ د وسایلو او جیکونو پرمټ پورته کیږي او بیا ټایرونو په واسطه حرکت ورکول کیږي.په عمومي ډول د وداني انتقال پروسو لپاره اتکا کولو پروسې کاریږي.د اتکا کولو بیلابیل میتودونه شته او کیدای شي ترټولو باثباته یې د ودانۍ انتقال لپاره غوره شي.ددې پروسو ترسره کولو لپاره باید ترټولو ښه مسلکي او تجربه کاره خلک وګمارل شي.په نورمال شکل، دودانیو انتقال باید نه یواځې د ساختمان د پوره سروي او مطلق بارونومحاسبې پراساس ترسره شي بلکې همدارنګه د ساختمان لپاره د نوي غوره شوي ځای د خاورې مطالعات هم ترسره شي ،او د انتقال پروخت د تعادل لپاره جیک ورکول هم په پام کې ونیول شي.د متحرکو ودانیو په پروسو کې ،دداسې بیمونو ورکول دي چې د ودانۍ وزن پرې کیښودل شي ،او دا بیمونه بیا پر داسې رولر یا ټایرونو باندې کېښودل شي او دا ریل ټرک(RAIL TRACK باندې وي.د رایل ټرک پرځمکه باندې کیښودل شي.سربیره پردې ،که چیرې جهت د رایل ټرکونو په امتداد تغیر کوي ،نو بیا بیرنګونو ته جیک ورکول کیږي څو له دوران وروسته تاو شي .
څلورم .د متحرکو ودانیو ډولونه . Types of Moving Buildings
لرګیني ودانۍ ،بیرنګ دیوال ودانۍ ،او چوکاټ ودانۍ هغه ودانۍ دي جې دممکنه تخنیکونو په مرسته انتقال شي.په لاندې مقطعو کې ،پروسیجرونه او میتودونه دبیرنګ دیوالونو او چوکآټ لرونکو متحرکو ودانیو کاریږي .
پنځم .بیرنګ دیوالونو سره ودانۍ . Buildings with Bearing Walls
که موخه دا وي چې بیرنګ دیوالونو لرونکي ودانۍ د هغې له اصلي موقعیت څخه بل ځای ته انتقال شي ،نو سپارښتنه کیږي په دیوال کې سوري وکیندل شي او په هغې کې په مناسبونو ځایونو کې ستنې (Needle)ځای په ځای شي څو دخښتو کارونه اتکا شي او ماتیدو یی مخه ونیسي.وروسته له دې طولاني بیمونه ددیوالونو دواړو خواو ته کیښودل کیږي او دستنې پر وړاندې بیمونه د جیک په واسطه پورته کیږي. ټایرونه او یا رولرونه دطولاني بیمونو او یا دګاډرو دویم سیټ لاندې کیښودل کیږي ،کوم چې د لا احتیاط په خاطر ورکول کیږي څو بارونه سم وویشل شي.دا ګاډرونه یو اندازه ګټې لري ځکه دا نه یواځې ټایرونه مایل کوي بلکي همدارنګه د ضرورت وړ جیکونو شمیر هم ورسره کمیږي.څرنګه چې د حرکت قوه یوه اندیښنه وي ،نو ځکه معمولا سټروک هایدرولیکي جیکونه کاریږي څو ټرک په اوږدو کې د ټایرونو د حرکت لپاره قوه پیداکړي.
جیک ورکول او پورته کول دواړه کیدای شي وکارول شي ،مګر وروستی یی غوره دی ځکه معین نه کنترول شوی او jerky کې حرکت احتمال وي کله چې له هغه لومړنی تخنیک کارواخستل شي.د راپورونو له مخې دابتدايي حرکت لپاره د ساختمان د وزن له 1% تر 2% قوې ته ضرورت دی ،اودساختمان د مسلسل حرکت لپاره ویل کیږي چې د ابتدايي قوې دوه پرې درې په اندازه قوې ته ضرورت وي.
شپږم .متحرک چوکاټي ودانۍ . Moving Framed Buildings
په دې میتود کې د چوکاټ هرې پآیې او یا دپایو د هرکتار د اتکا لاندې رولرونو له ایښودو وروسته اړمونه(Props) او ستنې ورکول شي .ویل کیږي ،په ټیټو پوړونو او څوپوړیزه چوکاټ ودانیو کې سټرټونه او تړونکي باید ورکول شي څو بارونه له پایو څخه واخلي او جیکونه (jacks) ته یی انتقال کړي.دا به غوښتنې وړ جیکونو شمیر راکم کړي.ویل کیږي چې په دې میتود کې کیدای شي د هوا کتله د انتقال لپآره وکارول شي په ځانګړي ډول هموار او لیول اساس ولري لکه د پترولو د ساتلو زیرمو ټانکۍ .کله چې د غیرمنظمو ودانیو لپاره دا میتود کاریږي ،دا اړینه ده چې هوا د ضایع کیدو لپاره لازم ګامونه واخستل شي.