مثبت فکر
(1)
مينه خپره کړئ
ډېر مهال د فېسبوک له شنې نښې دا تمه لرم چې د کوم ملګري خوږ پيغام به وي، خو کله چې ئې پرانيزم؛ د کومې تورې دوکه بازې د مينې پيغام وي! وار له واره پرې د ړنګولو تڼۍ کېکاږم. راځئ کله ناکله په تمه ملګرو ته د مينې ډک پيغامونه ولېږو. راځئ مينه، وروولي او خواخوږي خپره کړو. انټرنېټ، برېښناليک او فېسبوک ئې تر ټولو آسانه او ارزانه وسيلې دي.
مثبت فکر
(2)
د خپلې مېرمنې او بچيانو په ارزښت پوه شئ
راځئ له خپل ژونده خوند واخلو او د خدای په راکړو نعمتونو شکر وکاږو. ځينې کسان ګورم چې هوس لپاره د دوهم واده لېوالتيا لري! آيا لومړۍ مېرمنې ته مو اړينې شونتياوې برابرې کړې دي؟ هغه څه چې دوهمه خيالي مېرمن ئې په فکر کې درته ښه ښکاري؛ لومړۍ ته مو برابر کړي دي؟ راځئ د خپلو مېرمنو، بچيانو او د کور د غړو په قدر او ارزښت پوه شو. راځئ له خپل وخت او ژونده ښه ګټه واخلو.
مثبت فکر
(3)
کتاب ډالۍ کړئ
راځئ خپل ملګري او دوستان وهڅوو چې د سګرټو، نسوارو، قیلون، انرژي او نورو زيان لرونکو توکو له کارولو ډډه وکړي. ځينې کسان د ملګرو د خوښۍ لپاره پر هغوی له دوکانه د ۱۰۰ افغانيو انرژي څښي؛ خو که د هغې انرژۍ پر ځای ورته يو کتاب رانيسئ او ډالۍ ئې کړئ؛ ښه به نه وي؟ د دسمال، لونګۍ او چپنې ډالۍ هم همدا ډول دي.
مثبت فکر
(4)
زر پرېکړه مه کوئ
انسان پېژندنه سخت کار دی. موږ ولې زر قضاوت کوو؟ ولې پر يو بل د ټاپو او بېځايه تورونو لګولو دود له منځه نه وړو؟ ولې په بې ګټې خبرو خپل ارزښتمن وخت له لاسه ورکوو؟ آيا په ځوان نسل کې دا وړتيا نشته؟ بالکل شته. راځئ له خپل ځانه پیل وکړو. يو د بل خبرې په غور واورو؛ وئې څېړو او په سړه سينه ځواب ورکړو.
مثبت فکر
(5)
د ژوند له لوړو ژورو سره مبارزه وکړئ
هیڅ ستونزه دوامداره نه ده. هره ستونزه حل لري. د خپل ژوند لوړو ژورو ته فکر وکړئ؛ ډېرې سختې شېبې هم تېرې شوې دي. د هرې ستونزې پر مهال الله ياد کړئ او خپله روحيه داسې جوړه کړئ چې له ستونزو سره مقابله وکړای شئ. تاسې دا وړتيا لرئ او تر شا مو ستر (الله) شته.
مثبت فکر
(6)
ناهيلي نه ده پکار
په دې لنډه موده کې د هېواد څو سترو هستيو سترګې پټې کړې. په ټولو مو زړه وخوږېد؛ ودرزېد او ولړزېد. په همدې وخت کې دډېرو ځوانو او نويو پنځېدلو هستيو د کارنامو او لاسته راوړنو شاهدان هم وو. د يوه ځوان ملګري په لاس ليکل شوی کتاب د نړی د کال د غوره کتاب د ډالۍ لپاره نوماند شو. ځوانو ملګرو مو په نړيواله کچه سيالۍ وګټلې. ځوان ملګري مو د اټومي بټيو لومړني بنسټونه رغوي. زرګونه ټوکه کتابونه له چاپه راووتل او دا لړۍ لا دوام لري. له ستر څښتنه دا تمه شته چې زموږ د هيلو غوټۍ به ګل کيږي انشاءالله.
مثبت فکر
(7)
راځئ له نړۍ سره يو ځای ګام واخلو
په تېره يوه لسيزه کې زموږ درې نسلونه په يوه ځل د نړۍ په پرمختيايي بهير ورګډ شول. ډېر لرې نه؛ يوازې لس کاله د مخه زموږ د ډېرو هېوادوالو ستره لېوالتيا دا وه چې د بي بي سي د وياندانو او د نوي کور، نوي ژوند د ډرامې د کرکټرونو څېرې يا انځورونه وويني. اوس دا دی همدا ګړۍ، همدلته د نړۍ داسې ګوټ نشته چې زموږ خلک دې ورته د بدخشان له پاميره؛ د غزني له جاغوريو، د هلمند له ګرشک، د بادغيس له قادسه او د ننګرهار له کوټه پر ليکه لاسرسی ونلري. دا موږ ته دا انګېزه راکوي چې نور له نړۍ او نړيوالو سره يو ځای د پرمختګ پر لور ګامونه واخلو. راځئ استراحت کم او کار ډېر وکړو.
دوام لري…
محمود سعيد