لیکنه: مصطفی صفا
هغه انسان چې په ژوند کې فعال وي، خپل کارونه په ښه ډول ترسره کوي، نوښتونه رامنځته کوي، د ماشومانه بهانو او ځان بایلونې پرځای، ستونزې په آرامه بڼه حلوي، هدفمن چلند لري، له خلکو سره ښه مناسبات جوړولی شي، د ماتې پرځای د بریا احساس کوي او د غوسې، وېرې او نهیلۍ پر وړاندې نه قرباني کېږي خلاق او مثبت انسان بلل کېږي. په عمومي توګه د دارنګه انسان ټول چلندونه دده له سالم ذهنیت او غښتلي ذهني تصویر څخه سرچینه اخلي.
په ژوند کې هرڅوک یوه رښتیني دوست ته اړتیا لري، خو دغه دوست به په لومړي سر کې څوک وي؟ ممکن ووایو، کتاب، مور، پلار، ښه ملګری، پیسې یا کوم بل داسې شی او څوک، خو تردې ټولو لومړی د یوه انسان لپاره ترټولو رښتینی دوست د هغه خپل سالم او خلاق ذهني تصویر دی. د ځان لپاره د یوې آرامې روحیې او ډاډمنې ذهني شبکې جوړول، د انسان له احساساتو، زده کړو، غبرګونونو، باورونو، باطني تمایلاتو، انګېزو، محیطي شرایطو، جسمي وړتیاؤ او نورو عواملو سره تړاو لري، خو ددې ټولو په رڼا کې د ځان لپاره معیار تعینول او له ژوند سره د چلند بریدونه ټاکل، زموږ د ذهني تصویر ستره برخه جوړوي.
خلاق او مثبت انسان خپل ذهني تصویر ته ژمن وي. هغه له خپلې ذهني شبکې څخه هرډول منفي تفکر چې د سړي اراده او انرژي راکموي وباوسي او د ځان لپاره یوه داسې روحیه راپنځوي، چې په هغو کې ترهرڅه لومړی خپل ځان یو غوره انسان مومي او د خپلو اصیلو او مثبتو غوښتنو د رضایت لپاره پکې په هڅو لاس پورې کوي.دا ډول وګړي د ژوند د ستونزو د حل لپاره له خپل باطن څخه یا که روښانه ووایو، له خپل ذهني تصویر څخه د مرستې غوښتنه کوي. ددې په مقابل کې هغه وګړي چې خلاقیت نه لري، هغوی لومړی په خپل باطن کې ماتې خوري او تر ډېره له کار، ژوند او خلکو څخه نه، بلکې له خپل ناسم ذهني تصویر څخه ځورېږي. دوی هېڅ یوه بوختیا له خپل رواني حالت سره نه شي همغږې کولی، کار پرځان جبر ګڼي او په زیاته بې خوندۍ سره یې پرمخ بیايي. د هدف په لاسته راوړلو کې کړېږي، خو کله چې هدف ته هم ورسېږي، دغه خوی او بوی له ځانه سره وړي او خپله بریا ورته چندان خوندوره نه پرېوځي.
پوهان وايي، څوک چې د مبارزې پروخت صبرناک او حوصله من ونه ووسي، هغه د بریا او سوبې پر وخت هم صبرناک او حوصله من نه شي پاتې کېدلی. همداسې څوک چې د ژوند له ډېرو معمولي لحظو څخه خوند نه شي اخیستلی، هغه د ژوند له ډېرو فوق العاده لحظو څخه هم خوند نه شي اخیستلی.
یو مثبت او پرځان واکمن انسان معمولاً هغه کار د ځان لپاره ټاکي، چې له خپل ذهني تصویر سره یې سم وي او تر هرڅه لومړی پکې خپله بریا وویني. یو انسان چې کله خپل ځان د بریا په حال کې احساس کړي، د خوښۍ احساس یې هم ورسره زیاتېږي. چېرته چې خوښي بښونکې شېبې وي، هلته زړه راښکون او علاقه پخپله راپیداکېږي. موږ ته نړۍ هغه وخت په جهنم بدلېږي، چې په زړه پورې چارې او شیان راته پکې کم شي. انسان له لویه سره له دوو لویو اړخونو سره په تړاو کې دی، له خپل ځان سره او له جهان سره. که چیرته د انسان ځان او جهان یا د انسان بهرنۍ او نننۍ نړۍ سره په ټکر کې وي، د هغه په وجود کې زیاتره خلاقیتونه، استعدادونه، هیلې او خوښۍ له ګواښ سره مخامخ کوي. خو کوم وګړي چې د ځان او نړۍ ترمنځ ناورته والی راکم کړي یا یې له منځه یوسي، هرڅه ورته جالب په نظر ورځي، کار او زیار ته یې زړه زور اخلي او د خلاقیت او فعالیت تله یې درنېږي، چې دا ټول د یوه خلاق او مثبت انسان په ځانګړنو کې راځي.