لیکنه: شریف شاهین
بریالیتوب د خوښۍ راز دی. هر څوک کوښښ کوي، چې خپلې چارې په کامیابۍ ترسره کړي. خو داسې خلک پیژنئ، چې ځان په لوی لاس د ناکامۍ ګړنګ ته ورغوځوي؟! …. هو، هغوی چې منفي فکر لري.
ممکن باور ونه کړئ، اما دا یو حقیقت دی، چې موږ د کامیابۍ او ناکامۍ زمینه سازي په خپله کوو. وګورئ، هر انساني فعالیت له فکره پیلیږي، تصمیم نیول کیږي او بالاخره عمل اجرا کیږي. نو که فکر او عمل سره په توافق کې وي، چاره بریالۍ ده او بریالیتوب زموږ دی. د فکر او عمل د توافق لپاره، موږ مثبت فکر ته اړ یو. مثبت ذهنیت د فکر او عمل ترمنځ اړیکه ټینګوي او د بریالیتوب په لور ګام اخلي.
راځئ ساده يې پیل کړو! تاسې خو له ځان سره وخت نا وخت خبرې کوئ، کنه؟! متوجه يې څه وايئ؟؟!
زیات خلک له ځان سره په ارادي او یا هم غیري ارادي ډول خبرې کوي، اما متوجه نه وي چې څه وايي. ځان سره غږیدنه او بنګیدنه زموږ شعور او لاشعور دواړه تر اغیز لاندې نیسي.
هر څه چې موږ پرې له ځان سره بنګیږو په خود اګاه یا ناخوداګاه ډول يې بیرته موږ اورو. زموږ په ذهن کې ځای نیسي. که دا بیګیندل مو مثبت وي، بی له شکه چې پایله يې مثبته ده او د ذهني ګډوډۍ او بې باورۍ مخه مو ډب کړې؛ خو که له ځان سره مو خبرې منفي وي، ارادې مو کمزورې کوي، باور مو زیانمنوي، هیله مندي مو له منځه وړي او بالاخره ناکام پاتې کیږو.
د مثال په توګه، ته په مخکې یو دروند مسولیت لرې. ننګونکی کار دی. ته پوره تابیا (چمتوالی) هم لرې، اما په ناڅاپي ډول دې منفي فکرونه ذهن ته راځي. له ځانه سره وايې، ((اوو هو! دا خو زه نه شم کولای، زه په دې نه پوهیږم، زه خو په دې برخه کې هیڅ تجربه نه لرم. هغوی وګوره، ټول له ما تکړه دي.))
دا ډول فکرونه او ځان سره بنګیدنه ستاسې ذهني سکون او فکري تمرکز بربادوي، هیلې کمزورې کوي، باور مو نړوي او بالاخره په لوی لاس ځان د ناکامۍ په خوله کې ورکوئ.
ډیره ساده ده، همدا جملې مثبتې کړئ. ووایئ: ((زه يې کولای شم. باور لرم تر سره کوم يې. زه د نورو سیال یم.))
ډاډ درکوو، چې ګټونکي تاسې یې. اول وې که اخر؛ بریا ستاسې ده. مثبتې جملې څو ځلې تکرار کړئ. دروني او ظاهري به د کامیابۍ احساس خپل کړئ او خپلې موخې ته به ورسیږئ.
ځان سره مثبت بنګیدل او مثبتې خبرې کول یوه ډیره اسانه او ساده لار ده، چې ستاسې په ژوند کې ستر مثبت بدلونونه راوړلی شي.
یوه خبره په یاد ولرئ! “مه ناهیلې کیږئ.” مثبت فکرونه وکړئ. هیلې ځواکمنې کړئ. ارادې غښتلې کړئ او ځان باوري کړئ. له ځان سره مثبت وغږیږئ؛ له مخاطب سره مثبت وغږیږئ او بالاخره مثبت واورئ. ځان او بل ته درنښت وکړئ. اهداف مو لوړ او فعالیتونو مو دقیق او درانه کړئ.
ځان خپله تشویق کړئ. بل تاسې وهڅوئ او سر له ننه خوشاله ژوند وکړئ.
د مثبت فکر رغښت لپاره ګڼې نورې لارې چارې به په نورو لیکنو کې له تاسې سره شریکې کړو.
You also might be interested in
لیکنه: مصطفی ساپي څه ډول د لسو دقیقو په اوږدو کې ارامتیا[...]
لیکنه: عارفه عمرلور بشیر لومړۍ برخه: حیا او شرم واده[...]
ژباړه او راټولونه : عطا محمد میاخېل ۱ ـــ څوک[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی