لیکوال: حامد امير
مازدیګر خپلې طلایي وړانګې وغوړولې، تیز باد او دوړو د ښار ټوله بڼه بدله کړه، هغه دې سرک په منځ کې په لړزاندو قدمو را روانه وه، باد به یې کله ټیکری یو خوا کله بل خوا ته کش کړ خو هغې پرله پسې هڅه کوله چې ویښتان یې را ښکاره نه شي، ما ګاډی د سرک یوې غاړې ته ودرولو د هغې په لور ورغلم ورته مې وویل:
ترورې چیرته روانه شوې یې؟
هغې ځواب راکړ: اه زویه روانه یم کور ته
نو راځه چې زه د ورسوم
زړه نا زړه راسره روانه شوه.
په لاره کې مې ورته پام شو له سترګو یې اوښکې روانې وې او هغې یې په لړزانده لاسونو له سترګې اوښکې پاکولې، ما ورته وویل ترورې ولې ژاړې خیر خو به وي؟
سلګیو ونیوله د سلګیو له لاسه یې خبرې نشوي کولی ډېره هڅه مې وکړ تر څو هغه آرامه کړم.
شیبه وروسته لږ آرامه شوه راته یې وویل: زویه خپل قسمت ته ژاړم، نن مې له خپل وجوده کرکه کیږي، نن خپل ځان په ائینه کې نشم لیدلی، نن له خپل ځانه شرمیږم ځکه نن مې د ژوند تر ټولو سپیره ورځ وه، نن مې د یوې مړۍ ډوډۍ د پیدا کولو لپاره په ښار کې خیرات ټول کړي! آه زه به نن څنګه د خپل ځان سره مخ کیږم!؟
د هغې هرې خبرې مې زړه ټوټه ټوټه کړ، څه مې نشوی ویلی چوپ پاتې وم،
هغې خپلو خبرو ته دوام ورکړ: څه موده وړاندې مې خاوند او دوه زامن په یوه چاودنه کې شهیدان شول، اوس کور کې واړه اولادونه او لمسیان راته پاتې، غرمه مو څه نه درلودل د خوراک لپاره مجبوره شوم په ښار کې خیرات ټول کړم تر څو د خوراک لپاره یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړم.
۱۳۹۴/۲/۲۹