مجیب الرحمن محمودي د محمود خان زوی، د وردګو ولایت د جلګې ولسوالۍ د بخشک د کلي اوسېدونکی، په ۱۳۵۸ لمریز کال کې په نوموړي کلي کې زږېدلی دی. په وړوکوالي کې د خپل پلار له سیوري څخه محروم شوی دی؛ سرپرستي یې خپلې درنې مور په غاړه اخیستې ده. تر ۱۴ ټولګي پورې یې زده کړې کړې دي. په پښتو ادب کې له لیکوالۍ سره زیاته مینه لري؛ تر دې دمه یې یو شمېر لنډې کیسې، شعرونه، مقالې او نورې لیکنې لیکلې دي.
د (ژوند څنګه وکړو) په نوم یې یوه ژباړه د ګودر ګتاب خپرنځي لخوا چاپ شوې ده. د لنډو کیسو یوه ټولګه، (دوې لارې) د ژباړې یو کتاب په دوه ټوکونو کې (د ژوند وړوکي ټکي) (په پښتو ژبه د SPSS) زده کړه) کتابونه یې چاپ ته تیار دي. په یوه بله ژباړه (د رسول الله په سیرت کې ۹۰۰ پوښتنې او ځوابونه) باندې کار روان دی ۷۰٪ ژباړل شوی دی. په ټولنیزو کارونو او خدمتونو کې تر خپله توانه برخه اخلي. په ۱۳۹۲ لمریز کال کې یې تصمیم ونیو، چې د ټولنې د عامه پوهاوي او علمي کچې د لوړولو په خاطر په ځینو سیمو کې د ملګرو په مرسته عامه کتابتونونه جوړ کړي. پیل یې د وردګو ولایت د جلګې ولسوالۍ څخه وکړ. هلته یې د بخشک په کلي کې د جلګه کتابتون بنسټ کېښود چې د دوستانو او ملګرو په مرسته او همکارۍ یې تر اوسه پورې تر اووه سوه ټوکه کتابونه ورته را تول کړي دي. په همدې کال کې یې په چک ولسوالۍ کې د چک کثیر الرشتوي انستیتوت لپاره د کتابتون په جوړولو پیل وکړ چې د هغه کتابتون لپاره یې هم له ملګرو څخه نږدې ۵۵۰ ټوکه چې زیاتره د نوموړي انستیتوت د څانګو اړوند علمي او مسلکي کتابونه وو راټول کړل. همدا شان یې د نوموړي انستیتوت د زده کوونکو لپاره د افغان کورنیو د لارښوونې د ټولنې له دفتر څخه چې مشرتابه یې هغه وخت ډاکټر نعمت الله اکبري کوله؛ تر ۴۰۰۰ پورې کتابچې او پنسل قلمونه تر لاسه او دوی ته وسپارل.
سږ کال یې خوات کتابتون ته هلې ځلې پیل کړې دي چې د چک ولسوالۍ اړونده عامو خلکو د مطالعې په خاطر به د یادې ولسوالۍ د لنګر په دښته کې جوړېږي، تر اوسه خوات کتابتون ته تر شپږ سوه ۶۰۰ جلده کتابونو د مرستې وعده شوې ده، خو ایله د دوه نیم سوه ټوکه کتابونو په شمېر را ټول شوي دي، نو کله چې یوه اندازه زیات کتابونه را ټول شي؛ خوات کتابتون به هم افتتاح شي، د جغتو کتابتون لپاره هم په جغتو ولسوالۍ کې د غازي محمد جانخان په لېسه کې ځای ټاکل شوی دی. د کتابتون اساسنامه د سیمې د علماوو او مخورو د تایید او لاسلیک په خاطر لېږل شوې ده. کله چې اساسنامه تایید او لاسلیک شي؛جغتو کتابتون ته به هم هلې ځلې پیل کېږي او له هغې وروسته به په نورو سیمو کې د کتابتونونو د جوړولو لپاره ګامونه پورته کېږي.
Discover more from AFGHAN TIPS - BELGIUM
Subscribe to get the latest posts sent to your email.