لیکوال، شاعر او پیاوړی ژباړن مجيب الرحمن اميري په 1364 لمریز كال د وردګو ولایت کې زږېدلی. لومړنئ او منځنئ زدکړې یې یې د سیدآباد د تنګي وردګ په امام ابوحنیفه عالي لیسه او لوړې زدکړې یې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو په پوهنځي کې د ماستړۍ تر ګچې کړي دي.
لیکل شوي اثار یې په لاندې ډول دي:
خپاره شوي اثار
د افغانستان او انگليس دويمه جگړه ( ژباړه)
زندگى، فن و انديشه مولوي خالص (ژباړه)
همد ا شان ښاغلي امیري د پوهنې وزارت د مسلكي زده كړو معينيت لپاره تر ۱۰۰ د زياتو پښتو كتابونه ژباړه او سمون چارې تر سره کړې دي چې په لاندې برخه کې د څو کتابونو نومونه یادوو:
۱ـ عمومي پتالوژي
۲ـ جينوكوې لوژي
۳ـ جراحي
۴ـ تغذيه پوهنه
۵ـ حياتي كيميا
۶ـ كلينيكي كړنلارې
۷ـد څارويو روزنه نباتي ناروغۍ
۹ كرنيز ماركېټېنگ
۱۰ـ كرنيز ماشينونه
۱۱ـپولي سیاست
۱۲ـ مالي مديريت
۲۳ـ مديريت او رهبري
۲۴ـ فارمكالوژي
۲۵ـ ذوتكني
۲۶ـ داخله ناروغۍ
۲۷ـ فزيولوژي
۲۸ـ هستولوژى او یو شمېر نور
ناچاپ اثار
د تركيب بند او ترجيع بند فورم پېژندنه ( د لسيانس دورې مونوگراف)
پسرلى په غزلبڼ كې، د ماسټرۍ دورې تېزس ( تحقيقي رساله)
د علمي څېړنې لارښود او د مقاله ليكنې اصول ( ژباړه)
مينه د مينې لپاره – ژباړه – ناچاپ
شعري ټولگه – ناچاپ
بشپړ ژوند لیک یې له دې ځایه لوستلای شئ