لیکوال، شاعر او پیاوړی ژباړن ښاغلی مجيب الرحمن اميري د پشم گل زوی دی چې په 1364 لمریز كال کې د میدان وردگ ولایت د سيداباد په ولسوالۍ كې نړۍ ته سترگې غړولې دي.
زده کړې
مجيب الرحمن اميري خپلې لومړنۍ او منځنۍ زه کړې د وردگ ولايت د سيداباد ولسوالۍ د تنگي درې امام ابوحنيفه عالي لېسه کې ترسره کړي. وروسته کابل پوهنتون ادبیاتو پوهنځي ته بریالی شو چې په ۱۳۸۶ کال کې ترې د بري لیک په اخېستو فارغ شو . تر بریا وروسته یې له همدغه پوهنځي نه د ماسټرۍ سند هم ترلاسه کړ.
دندې
ښاغلي مجیب الرحمن امیري تر اوسه په بېلابېلو ادارو کې دندې ترسره کړي دي. هغه اوسمهال د ولسي جرگې د ژباړې او سمون د بورډ آمر په توګه دنده پر مخ بیايي.
د دې ترڅنگ یې نورې دندې په دې ډول دي:
- پر ۱۳۸۶ لمریز كال د” روهي” ادبي او فلسفي مجلې مسوول مدير.
-
پر ۱۳۸۷ ل كال د “پرون” تاريخي مجلې مرستيال.
-
پر ۱۳۸۸ ل کال د “ارادې” ورځپاڼې پښتو اېډېټور.
-
پر ۱۳۹۳ ل كال د” 8 صبح” ورځپاڼې د پښتو برخې (دري – پښتو) ژباړن.
اثار
ښاغلي مجیب الرحمن امیري تر اوسه ټولنې ته گڼ اثار وړاندې کړي، چې ځینې چاپ شوي او ځینې نور یې لا د چاپ لارې څاري.
خپاره شوي اثار
- د افغانستان او انگليس دويمه جگړه ( ژباړه) چاپ
- زندگى، فن و انديشه مولوي خالص (ژباړه) چاپ
گڼې بېلابېلې څېړنيزې، ادبي، سياسي، انتقادي او ټولنيزې ليكنې لیکلې او خپرې کړې یې دي، همد ا شان ښاغلي مجیب رحمان دپوهنې وزارت د مسلكي زده كړو معينيت لپاره تر ۱۰۰ د زياتو پښتو كتابونه ژباړه او سمون چارې تر سره کړې دي چې په لاندې برخه کې د څو کتابونو نومونه یادوو:
۱ـ عمومي پتالوژي
۲ـ جينوكوې لوژي
۳ـ جراحي
۴ـ تغذيه پوهنه
۵ـ حياتي كيميا
۶ـ كلينيكي كړنلارې
۷ـد څارويو روزنه نباتي ناروغۍ
۹ كرنيز ماركېټېنگ
۱۰ـ كرنيز ماشينونه
۱۱ـپولي سیاست
۱۲ـ مالي مديريت
۲۳ـ مديريت او رهبري
۲۴ـ فارمكالوژي
۲۵ـ ذوتكني
۲۶ـ داخله ناروغۍ
۲۷ـ فزيولوژي
۲۸ـ هستولوژى او یو شمېر نور
ناچاپ اثار
- د تركيب بند او ترجيع بند فورم پېژندنه ( د لسيانس دورې مونوگراف) ناچاپ
-
پسرلى په غزلبڼ كې، د ماسټرۍ دورې تېزس ( تحقيقي رساله) ناچاپ
-
د علمي څېړنې لارښود او د مقاله ليكنې اصول( ژباړه) ناچاپ
-
مينه د مينې لپاره – ژباړه – ناچاپ
-
شعري ټولگه – ناچاپ