لیکوال او ژباړن مجیب الرحمن اېمان د استاد علم ګل زوی د وردګو ولایت د سیدآباد ولسوالۍ اوسېدونکی دی. د کابل په غلام محمد غبار له عالي لېسې کې یې خپلې منځنۍ زدکړې کړي او د لوړو زدکړو لپاره د کابل پوهنتون، ټولنیزو علومو پوهنځي د عمومي تاریخ څانګې ته تللی.
د برهان د زدکړو په مرکز کې یې کمپیوټر لوستلی او بېلابیلو پروګرامونو سره بلد دی. د ژورنالیزم په برخه کې یې د ژورنالیزم په برخه کې یې هم د (نی) لنډمهاله کورسونه لوستي.
د خطاطۍ او انځورګرۍ هنر یې هم خپل کړئ. ددې تر څنګ یې لاندې کتابونه ژباړلي او لیکلي دي.
- د ختیځ لرغونو تمدنونو تاریخ، ژباړه، د ټولنیزو علومو پوهنځي درسي کتاب.
- هغه ځایونه چې حضرت محمد(ص) پکې مسکا کړې وي، ژباړه.
- د حضرت محمد(ص) د ژوند په اړه ۲۵۰ پوښتنې او ځوابونه، ژباړه.
- د حضرت ابوبکر صدیق (رض) د ژوند په اړه ۲۵۰ پوښتني او ځوابونه، ژباړه.
- د حضرت عمر(رض) د ژوند په اړه ۲۵۰ پوښتنې او ځوابونه، ژباړه
- د حضرت عثمان ذالنورین (رض) د ژوند په اړه ۲۵۰ پوښتنې او ځوابونه، ژباړه.
- د حضرت علي(رض) د ژوند په اړه ۲۵۰ پوښتنې او ځوابونه، ژباړه.
- زیري، ناول، لیکل.
- زموږ د کلی هغه لرې چینه، لنډو کیسو ټولګه، لیکل.