ژباړه: نیاز محمد ځاځی
مفهوم اومانا: په سیاست کی د محافظه کاری کلیمه یو فکری خوځښت دی چی ټولنی په زاړو دودونو او ارزښتونو تکیه کوی؛ او هغه کوم بدلونونه چی د وخت په تیریدو سره په ټولنه کی راځی ځان ترینه ګوښه کوی؛ محافظه کاری له هغه افکارو او ایډیالوژیو څخه چی مخکی نه وی ازمویل شوی ځان خوندی ساتی او همیش د پخوانی کورنی؛ سیاسی؛ مذهبی دودونو ته ارزښت ورکوی او هغه لمانځی.
محافظه کاری (کنسرواټیزم) اصطلاح د انګلیسی ژبی د کنسرب څخه اخیستل شوی ده چي د ساتنی، محافظی او خوندی کولو په معنی ده؛ او کنسرواټیزم بیا هغه تګلاری ته ویل کیږی چي د پخوانیو ارزښتونو پر ساتني او محافظی باندي ټینګار کوي په ټولنه کي نوي بدلونونه او چټک پرمختګ نه غواړي.
د محافظه کاری اصطلاح زیات وخت د نوی سیاست پر وړاندي باندي کارول کیږي دا اصطلاح تر نوي سیستم د پخواني سیستم او تجربه شوي سیستم پلوي کوي ، محافظه کاری په ټولنه کي چټک بدلون نه غواړي، بلکي د پخواني کلتور او ارزښتونو ساتنه غواړي، ددوي په اند په ټولنه کي باید هغه وخت بدلون راشي کله چي عامه افکار ورته چمتو شي او بدلون ته زیاته اړتیا پیداشی.
ددوی ټینګار پر داسي یوه نظام باندي دي چي پخواني تجربه شوي او د خلکو په منځونو کي منلی وي، ددی مسلک پلویانو ته محافظه کاران ویل کیږي.
محافظه کار تل له سیاسي اړخه د ټولو هغو ارزښتونوو ساتنه غواړې، چی د ولس په منځ کي منل شوي وي دوی پر پخوانی عرف، دوداو رواجونو باندی نیوکي نه کوی بلکي د هغو درناوي غواړي.
پر دي سربیره محافظه کاران د سلطنت او کلیسا پلوی کوی او ځیني وخت د نیشنلیستانو په بڼه ځانونه ښکاره کوي،
محافظه کاری په لغت کی د مينځلاري، ځان ساتنی او احتیاطی رفتار په معنی دی، او په اصطلاح کي محافظه کاري د هغوي سياسي افکارو مجموعه ده، چي له نوي والي او نوښت څخه ځان خوند او لری ساتي، او له پخواني دودونو او سياسي کړو وړو څخه ساتنه او دفاع کوي، قانون، نظم او ټولنيز اړيکو پر اهميت تکيه لري.
پدی معنی چي د هر ډول نوی فکر او ایډیالوژیکو څرګندونو مخالفت کوي او تل هڅه کوي چي موجوده او پخواني سياسي سيستمونه وساتي او له نويو نظرياتو سره چنداني توافق نه کوي، محافظه کاري له بدلون غوښتني سره په ټکر کي دي اوپر وړاندي يي مقومت کوي، له نوښت او انقلاب سره مخالفت يي ځانګړنه ده، محافظه کاران عقيده لري چي انقلابي تند لاري يواخي په فکري او مکتبي ډول رامنځته کيږي، نه په عملي ډګر کي دوي وايي چي حکومت پريښودل شي چي خپلي اړتياوي او غوښتني په طبعي ډول پوره کړي ياني چاري خپل عادي مسير ته پريښودل شي، محافظه کاران د خپلو عقايدو بنسټ د بشر کړه وړه ګڼي او ټينګار کوي چي تير په بشري ميراث په اسانۍ په لاس نه دي راغلي، تيرو بشري ټولنو پر ډيري خوارۍ او زحمت په پايله کي يو دود او سيستم پلي کړي اړتيا ده چي دا دود دستور وساتل او وپالل شي. ډيري محافظه کاران دود پاله دي، نه غواړي چي پخواني ميراثونه له يوي مخي شاته وغورځوي، د هغوي له نظره، ملکيت، کورنۍ، دود، مذهب، دولت او نور ټولنير بنسټونه ازښتمن ميراثونه دي، هغه څه چي د تاريخ په اوږدو کي روزل شوي او ازمايل شوي او موږ ته را پاتي بايد وپالل شي.
د محافظه کارۍ د مکتب مفکر مايکل اوکسات وايي محافظه کاری ياني پر مجهول نامعلوم امر معلوم امر ترجيح يا لومړيتوب لري، د نا ازمايل شوي پر وړاندي ازمايل شوي واقعيت پر اسطوري موجود امر پر مطلوب امر او محدود پر نامحدود لومړيتب لري، هغه څه چي تجربه شوي نه وي محافظه کاران يي تر ډيره نه مني.
د محافظه کاری (کنسرواټیزم) تاریخچه:
د محافظه کاری اصطلاح د لومړي ځل لپاره په فرانسه کي د ناپیلیون د سلطنت له نسکوریدو څخه وروسته استعمال شوه، اود ۱۸۲۰- ۱۸۳۰ کلونو کی له فرانسی څخه انګستان ته ولیږدول شوه؛ نوموړی اصطلاح په سیاسی لحاظ ډير پخوانی قدامت لری او په منځنیو پیړیو کی هغو ډلو چی د قانون ساتنه کوله د محافظه کاری کلیمه استعمالیده.
د محافظه کاری اصطلاح د انګریزي سیاست پوه ایډمونډ بورک د هلو ځلو په نتیجه کی منځ ته راغلی ده؛ په ۱۷۹۰ میلادی کال کی د فرانسی د انقلاب په اړه غبرګون رد کړ او د فرانسي د انقلاب د تګلاری پر ځای یی یو پراخ ټولنیز سیاست رامنځته کړ.
بورک ټولني د يو ټولنیز بنسټ په توګه کتل او ټولنه يي د دود، عرف او رواج په مرسته منظمه ګڼل شوي ده نو ځکه دده په اند په هغي کي باید بدلون رانه شی خو هغه وخت بیا بدلون شوني ګڼي، کله چي عمومي خوښيو شتون پیدا کړ پدی معنی چی عامه افکار د بدلون لپاره چمتو شی همدارنګه بورک مساوات بشپړ استازیتوب او بشپړ واک نه مني او نړیواله ټولنه او اکثریت حکومت (دیموکراسی) هم ردوي.
د محافظه کارۍ اصول او ارزښتونه:
د انسان له عقل سره بدبيني: محافظه کاران د عقل په وسيله د انسان اصلاح او پرمختګ نه مني او د هغوي له نظره انسان نه شي کولاي د عقل پواسطه غوڅي پيژندني، پوهي او معرفت ته ورسيږو، د محافظه کارانو له نظره عقل خپله اسير دي او د انساني شهوت او غريزو تابع او انسانانو تر منځ کشمکش اصلي انګيزه د انسانانو په اعمالو، ويري او عادت کي وينو، نه په عقلي دلايلو، دا د ادمونبرګ له نظره (د فرد د عقل ذخيره لږه او د وګړو ډيره ده، دا به ښه وي، چي د عمومي خزاني په توګه د ټولو ملتونو پر عقل حساب وکړو) همد ډول ډيزرايلي ويلي (مفکرين پوهيږي چي انساني عقل څومره محدود دي) محافظه کاران وايي چي مونږ نشو کولاي پر نړي نوي نظم ومنو، موجوده طبعي نظم هم ډير سپيڅلي دي، چي انسانان يي نشي درک کولاي؛ د محافظه کارانو له نظره ټولنيز تړون نوي والي (تجدد) دي ټولنه پر ټولنيزو تصميمونو اګاهانه انتخاب او هوښيارانه ډول ولاړه نه ده،
ټولنيز تړون په خپله بنسټ دي، چي له پخوانيو دودونو څخه رامنځته شوي سنت او دود په خپله يوه پرلپسي ډوله پروسه دهو چي له نسلونو راهيسي روان او تکاملي حاصل لري د محافظه کارانو له نظره انسانان ټوليز اويو ناڅاپي ډول کمال ته نه رسيږي.
د محافظه کارانو له نظره ښوونه او روزنه، د قوانينو طرحه او عقلي تصميم نيونه د انسانانو او ټولني د پرمختګ لامل نه کيږي او نه هم د پخوانيو دودونو او درايت(وړتيا) ځاي نيسي.
د ادمونبرګ مشهور وينا چي وايي: دا ټولنه د مړو، ژونديو او راتلونکو د تړون محصول دي د محافظه کارۍ بنسټ تشکيلوي.
له مذهب سره نږديوالي: محافظه کاران پدي آند دی چي په ژوند کي يو الهي مقصد موجود دي، چي انسان ته حقونه او تکليفونه ور رسيږي، د محافظه کارانو مفکرين وايي چي هر محافظه کر پدي پوهيږي، چي په زمکه او اسمان کي يو ځواک شته چي د انسان عقل نشي کولاي هغه انځور کړي او ويي پلټي.
انګليسي محافظه کار کولريچ وايي ( خداي ج دي موږ د خلکو له فلسفو او فلسفي خلکو څخه وساتي) پر مذهب تاکيد د محافظه کراۍ د ښوونځي په ټولو څانګو کي شتون لري.
برک وايي(انسان د طبيعت له مخي مذهبري موجود دي)
د برک له نظره د دوڼ اندۍ په پير کي د فرانسي انقلاب انساني توهم دي اوس هم په اروپا کي ديموکرات مسيحي او مسيحي محافظه کار ګوندونه شتون لري، مذهب او محافظه کاري د انسان پر نيمګړتيا او سلسله مراتب او واک تاکيد کوي.
د وړتيا او استعدادونو له مخي انساني توپيرونه: د محافظه کارانو له نظره ټولنيزه او اقتصادي نابرابري طبعي دي او دله منځه وړلو لپاره يي هره حده له ماتي سره مخ کيږي.
د نابرابرۍ ريښه په انسان کي ده او ټولنيزه نابرابري د ټولني د پرمختګ لامل دي، په بل عبارت نابرابري فردي هڅو لباره اړينه او کاري چاره ده، په مصنوعي ډول د برابرۍ رامنڅته کول په سياسي لحاظ پر استبداد بدليږي، ټولنه پر سلسله مراتبو ولاړه ده، چي امريت او رهبري يي اړينه اړتيا او دوام دي، له همدي امله محافظه کاران د ليبرالانو پر خلاف د ټولو وګړو پر عقلي وړتياو او اخلاقي صلاحيتونو ته ډير خوشبينه نه دي او پر سياسي کفايت يي ترديد او شک لري، پر نابرابرۍ تاکيد دانساني ژوند په رنګارنګۍ کي دي.
شتمني او ملکيت: محافظه کاران د ليبرالانو پر خلاف چي ملکيت طبعي حق بولي زياته پاملرنه نه کوي، هر ډول شک او ترديد نه تلقي کوي محافظه کاران هر دول ملکيت پرته له چون او چرا څخه مني ولي ليبرالان بيا پر څو مواردو لکه ميراث کي ترديد لري، د محافظه کارانو له نظه د ملکيت هر ډول کورنۍ، مذهبي، مقدسو بنسټونو ازادي پخوانۍ شري ګڼي، او هر ډول زاين چي پر ملکيت وراديږي دوي يي پر ازادۍ بريد ګڼي. پخوانيو محافظه کارانو ملکيتونه په ځانګړي ډول د ځمکي ملکيت يي مقدسس ګاڼه، د محافظه کارانو له نظره شتمني د وګړي د هوښيارۍ نښه ده،هغه انسانان چي خواريکښ او استعداد لري ګټه ترلاسه کوي او شتمن کيږي، محافظه کاران پدي باور دي چي شتمني به ټولنه کي د پيژندني يو ډول دي، د بيلګي په ډول شتمني د فردي امنيت وړاندي کوونکي دي، په يوه بي ثباته او وړاندويني نه منونکي نړۍ کي د شتمنۍ او ملکيت ستون د انسان پر نفس اعتماد زياتوي.
شتمني او ملکيت که بانکي پسانداز وي اوکه کور د وګړو حمايي او ملاتړ لامل کيږي، شتمني او ملکيت د يو لړ ټولينزو ارزښتونو تشويق کوونکي دي، هغه څوک چي شتمني او کلکيت لري، ډير احتمال لري چي د نورو د مال او شتمنۍ عزت وکړي، وګړي په دي پوهيږي چي له شتمنۍ او ملکيت څخه د بي نظمۍ او بي ثباتۍ پروړاندي دفاع وشي، له همدي امله شتمن خلک په ټولنه کي برخه اخلي او په ټولنه کي د نظم او قانون د ساتني ليوالتيا وي زياتيږي، د واک پالني ډول د نويو محافظه کارانو په پرتله پخوانيو محافظه کارانو د ازاد بازار اصولو په باب د ټولني لپاره د واک پالني يو ډول اند لري، پدي مانا چي محافظه کاران ټولنه له عددي وګړو رغيدلي او ټولنيز شکل لري. وګړي يو بل سره اړيکي او متقابل مسوليتونه لري.له همدي امله دولت او ټولنه يوي کورنۍ ته ورته ګڼي.
د محافظه کارانو له نظره ملکيت په ټولنه کي د بيلوالي او درز لامل کيږي، يوه ډله ډيره بډايه او بله ډله ډيره بي وزله کيږي.
ديزراييلي ويل له کله چي د انسان فکر او روان ارام نه وي په ماڼيو کي امنيت نه وي. برک هم په حسرت سره ويل د ځوانمردۍ عصر تير شوي د فريب، چل، دوکي د اقتصاد او حسب وخت رارسيدلي دي.
په ټوليز ډول محافظه کارانو په ځانګړو لارو د ټول ملت ګټو ته لومړيتوب او ترجيح ورکړي او د طبقاتي ګټو پر وړاندي يي د ملت له ګټو دفاع ګړي ده، له همدي امله دهؤ چي محافظه کاري او نيشنليزم سره نږدي اړيکي لري، په ټوله کي د محافظه کارانو موخه دا هم نه ده، چي د بي وزلو اړتياوي پوره کړي، بلکي غوښتنه کوي، چي متمازي او شتمني طبقي بايد له بيوزلو سره مرسته وکړي.