محب الله اللهیار له اره د لغمان ولایت د قرغيو ولسوالۍ اړوند د عزيز خان کڅ استوګن دی، په کال ۱۹۸۷ ز د کوزې پښتونخوا په بډه بېره سيمه کې زږېدلی دی. په ۲۰۰۵ ز کال یې خپلې منځنۍ زدکړې بشپړې کړي. په ۲۰۰۸ز یې په اقتصاد کې یو کلنې زدکړې کړي او په ۲۰۱۳ کال یې د حقوقو او سیاسي علومو په برخه کې په ديپلوماسۍ کې لوړې زدکړې کړي.
اوس په جلال اباد کې د الفلاح د لوړو زدکړو موسسې د نشراتو مسوول دی.
پخوانۍ دندې:
- ۳ کاله ننګرهار کې له ميديوتيک (علمي او فرهنګي مرکز) سره د رسنيزو چارو مسوول
- ۲ کاله له بېلابېلو انلاين او چاپي رسنيو سره قلمي همکار په صفت پاتې شوی
- د بشري حقونو له ادارې سره د تېرو (۱۳۹۳) ولسمشريزو ټاکنو په بهير کې د ختيځو (ننګرهار، لغمان، کونړ او نورستان) ولايتونو د څارنې مسوول په صفت.
- له دوو کلونو راهيسې د مثبت بدلون اونيزې مسوول مدير
چاپ شوي اثار
- د نړۍ ۱۸ ناولي قاتلين (جنايي ناول) ژباړه
- جنايي پاليسي ( جنايي مسايل) خپله ليکنه
- کريمنولوژي (جرم پېژندنه) ژباړه
چاپ لاندې
- د افغانستان سياسي جغرافيه، ژباړه
- د سياسي جغرافيې بنسټونه، ژباړه
- د نړيوالو اړيکو تاريخ (لومړی ټوک) ژباړه
ناچاپ
- سياسي حقوق، ليکنه
- ۲۱ ورځو کې خپل ژوند ته بدلون ورکړئ (ارواپوهنه) ژباړه
- د مقايسوي سياستونه، ژباړه
- موږ څوک يو، ليکنه