د ۱۳۵۱ د سلواغې په ۱۴ مه چې په کابل کې درنه واوره ورېدلې وه، په ملالۍ زېږنتون کې یو ماشوم وزېږېد. دی د میر صاحب خېل او بي بي صالحې درېیم زوی و چې نوم یې محب الله شو. پلار یې د خوست د دره ګي ولسوالۍ تڼی او مور یې د کابل د چهلستون وه. دی په دري ژبي محیط کې رالوی شو ځکه چې د پلار ټول خپل خپلوان یې په خوست کې اوسېدل او دوی په کابل کې د ماما خېلو تر څنګ.
د ۱۳۵۷ د کودتا په ورځ شپږ کلن محب الله له ماما سره بام ته ختلی و او د جټ الوتکو ننداره یې کوله چې لکه شاهین به د اسمان له لوړو راکښته شول او پر ارګ به یې بمونه وغورځول. تر کودتا څو ورځې وروسته یې پلار کډه بار کړه او د بګرام د هوايي ډګر بلاکونو ته لاړل. پلار یې د جټ میخانیک و. نور نو هره ورځ به یې د جټ ګڼې الوتنې لیدلې او د پیلوټانو له زامنو سره یې ملګرتیا شوه. ده ته هم د پیلوټۍ شوق پیدا شو. ان تر دې چې کله به د دوی د لیسې (د بګرام د هوايي ډګر لیسه) او د پیلوټانو تر منځ د والیبال سیالۍ وې، ده به د پیلوټانو شوټونو ته چکچکې کولې. تر پنځم ټولګي پورې یې په دې لیسه کې زده کړې وکړې، بیا یې د پلار وظیفه د کابل هوايي ډګر ته بدله شوه او د هوايي ځواک بلاکونو ته راکډه شول.
له شپږمه تر اتم ټولګي پورې یې د عزیز افغان په منځني ښوونځي کې ولوستل. په ۱۳۶۵ کې یې څو ملګرو حربي ښوونځي ته د شاملېدو فورمې واخیستې. دی هم له کوره پټ لاړ او فورمه یې واخیسته. په دې کال کې یې مشر ورور له حربي ښوونځي فارغ شوی او دویم ورور یې د حربي ښوونځي په دوولسم ټولګي کې و. هغوی ورته ډېر وویل چې هلکه له دې شوقه دې تېر شه خو ده غوښتل له کوره وتښتي. دی ډېر شوخ، ضدي او جنګیالی و. په بګرام کې خو همزولو ورنه ښه ورځ نه درلوده. کله په توپ ډنډه کې، کله به چې په منډو، په خوسي، په مردکیو، په والیبال … کې له هلکانو سره بد شو، خوارکیان به یې وهل. له یوې خوا د ده شوخۍ له بلې خوا یې د مور بې حوصله ګۍ د دې سبب کېدې چې هر وخت د مور له لاسه رنګارنګ وهل وخوري: په رېبز، په مچوژوني، په لښتې، په سوټي … مور به یې ګرمه په دې نه وه چې اولادونه یې اته وو او د کور کارونه ډېر نو چې زامن هم شوخ او جنګیالي وي، مجبوره وي چې په وهلو یې کرار کړي.
محب الله فکر کاوه چې پر مور هېڅ ګران نه دی. ان کله کله به یې په زړه کې ګرځېدل چې دی به د دوی اولاد نه وي. په همدې خاطر یې غوښتل حربي ښوونځي ته لاړ شي
چې له کوره د لرې والي په وجه یې ګرانښت زیات شي ځکه چې د حربي ښوونځي شاګردان به یوازې د جمعې شپه او د جمعې ورځ په کور کې تېروله نور نو شپه او ورځ به په مکتب کې پاتې کېدل. یو بل شی هم و چې دی یې حربي ښوونځي ته لېوال کړی و. د دې مکتب د شاګردانو کیسې یې اورېدلې وې چې څنګه په جنګونو کې سره یو لاس دي او لکه مېږي پر دښمن راټولېږي. دی د جنګونو شوقي و. یوه ورځ له څو نورو ملګرو سره د هوايي بلاکونو په منځ کې روان و چې پر سړک دوه غټ غټ هلکان تېرېدل. یو یې له رنګه تور و او بل یې سور مخی له اوږدې نرۍ زنې سره. دوی وار له واره پر یوه د افریقايي، پر بل د ګېدړ نوم کېښود او په لوړ غږ یې په هغوی پیسې نارې کولې: افریقايييييييييي! روبااااااااه!
دا هلکان د انصاري لیسې په دوولسم ټولګي کې وو. دوی ځانونه نه پوهول خو د محب ډله ورپسې وه او درګرده یې ورباندې غږونه کول. اخر دواړه ودرېدل، د دوی خوا ته راغلل. د محب ملګري وتښتېدل خو ده ته تېښته بې غیرتي ښکارېدله. تور هلک راغی او یوه کلکه څپېړه ورکړه. د محب زور پرې نه رسېده. نو حربي ښوونځي ته په دې خاطر هم خوشحاله و چې له دې افریقايي څخه غچ واخلي خو حربي ښوونځي داسې مات کړ چې نور یې له جنګه زړه تور شو.
په اوله اوونۍ کې سخته تبه ورباندې راغله، ستونی یې خوږېده. لا یې درسونه نه وو پیل شوي. نیمه ورځ به یې په تعلیم میدان کې د عسکري جمع نظام تمرینونه کول او نیمه ورځ به په ټولګیو کې وزګار ناست وو. یوه ورځ یې د تبې په وجه سر پر مېز ایښی و او سترګې یې پټې شوې وې چې یوې درنې څپېړې راویښ کړ. له پاسه څپېړه، لاندې مېز، تر منځ یې د څوارلس کلن هلک مخ. چې سر یې راپورته کړ، ټولی مشر محمد خان یې ولید. هغه په لوړ غږ ورباندې چیغه کړه: «اینجه خانه ننه ایت اس که خو میکني؟ بر درس خاندن آمدي یا به خو کدن؟» خو په بله اوونۍ کې د محمد خان په سترګو کې پښېماني ښکارېده ځکه چې له ټولو نویو شامل شویو شاګردانو چې څه باندې دوولس سوه تنه وو، یو کانکور امتحان واخیستل شو. په امتحان کې دوو کسانو پوره نمرې اخیستې وې، یو یې همدا محب و او بل یې فرید چې دواړه د محمدخان په ټولي کې وو.
دې وخت کې محب د ښوونځي د درسونو تر څنګ د ادبیاتو مطالعه هم پیل کړه. د ویکتور هوګو، ماکسیم ګورکي، انتوان چخوف، بالزاک، هوارډ فاسټ، پرویز قاضي سعید او
ځینو نورو هغه لنډې کیسې او ناولونه یې ولوستل چې فارسي ته ژباړل شوي وو. د اکرم عثمان، رهنورد زریاب، سپوږمۍ زریاب او نورو افغان لیکوالو کتابونه یې ولوستل.
ادبیات یې دویم شوق شو. پیلوټي یې لا لومړی شوق و خو په ۱۳۶۸ کې چې له مکتبه فارغېده، ورور یې د هلیکوپټرو پیلوټ و. مور او نورو دوستانو ورته وویل چې یو پیلوټ مو بس دی، ته باید ډاکتر شې. د حربي ښوونځي د فارغانو کانکور داسې نه و چې سړی دې پخپله په کې خپل مسلک انتخاب کړي. د هر چا نمره به چې له هر مسلک سره برابره وه، مجبور به و چې هماغه مسلک کې تحصیل وکړي. د سر شل کسان طب ته، ورپسې لس پنځلس انجینیرۍ ته، څو تنه فارمسۍ ته، ادبیاتو، ساینس او همداسې نورو پوهنځیو ته لاړل. دی هم طب ته کامیاب و خو د خوښې مسلک یې ادبیات و.
په ښوونځي کې د ویکتور هوګو «بې وزلان» ژړولی و او په پوهنتون کې د اتل لیلیان وینیچ «غوباړی (خرمګس)» ډېر وژړاوه. د فروید او ادلر ځینې کتابونه یې ولوستل او له ارواپوهنې سره یې مینه پیدا شوه. د ډیل کارنګي «د ژوند لاره» ورسره مرسته وکړه چې د زلمیتوب بحران وزغمي.
په ۱۳۷۱ کې چې کابل د تنظیمونو لاس ته ورغی، پوهنتون د جنګ ډګر شو. پلار یې چې دا مهال د هوايي ځواکونو د تشکیلاتو مدیر و، تقاعد واخیست. نیستي راغله. د کابل تقریباً ټول اوسېدونکي له بې ساري فقر سره مخ شول. هغوی چې د وتلو وس یې درلود، ووتل خو دوی پاتې شول. محب له یوه ملګري سره خښتې واچولې خو چا نه اخیستلې. په مزدورۍ پسې مزار شریف ته لاړ. هلته امنیت ښه و او کارونه پیدا کېدل. څو میاشتې یې د لاس مزدورۍ وکړې. بېرته کابل ته راغی. بل ملګری یې پاکستان ته روان و، دی هم ورسره ملګری شو. کراچۍ ته ولاړل. د ټایلونو (موزایکو) په فابریکه کې یې کار وکړ خو ټیکه دار وتښتېد او د ده پیسې یې یوړې. لاسي ګاډی یې واخیست، ممپلي یې ورباندې خرڅوله خو ژمی تېر شو او د ممپلیو بازار سوړ. بیا یې په کراچۍ باندې پلاستیکي لوښي واچول او کوڅه په کوڅه به یې ګرځول. خو د دې کار خوند هم نه و. د نساجیو یوې فابریکې ته لاړ او تر راتګه پورې یې هلته کار وکړ.
په ۱۳۷۴ کې یې پیلوټ ورور خط ورولېږه چې راشه پوهنتون شروع شوی دی. محب الله کابل ته لاړ خو پوهنتون هاغه نه و چې ده دوه لومړني صنفونه په کې لوستي وو. یوه ښیښه هم روغه نه وه پاتې، د کړکیو چوکاټونه غلا شوي وو. دېوالونه او چتونه سوري سوري، د برېښنا مزي د پلستر له لاندې ایستل شوي او کباړ شوي وو. کتابتون کې په نوم
کتاب نه و پاتې. لابراتوارونه لوټ شوي او اکثره پخواني استادان تښتېدلي وو. محصلان هم هغه پخواني غوړېدلي، تاند او خوشحاله ځوانان نه وو. هر چا له ځانه سره د غمونو او ناخوالو کیسې راوړې وې. له څه باندې اته سوه ټولګیوالو ایله دوه نیم سوه پاتې وو. یوه ورځ چې د دوی درسي ساعت خالي و، محب له څو ملګرو سره د عدلي طب ودانۍ خوا ته لاړ. هلته یې د میوه خرڅولو یوه کراچۍ ولیده چې د میوو د ساتلو لپاره لوی لرګین صندوق یې درلود. په دې صندوق کې دوه مړي پراته وو. دې بوږنوونکې صحنې بیا کلونه وروسته د ده په یوه لنډه کیسه «نوم او مینه» کې ځان ښکاره کړه.
د ۱۳۷۸ په وروستۍ میاشت کې د کابل طب له معالجوي څانګې فارغ شو. د کابل په نظامي (څلور سوه بستریز) روغتون کې یې دوه میاشتې په انتاني سرویس کې کار وکړ خو له طالبانو سره نه جوړېده، وظیفه یې خوشې کړه او د هیلو ټرسټ موسسې ته لاړ. څه باندې یو کال یې په دې موسسه کې د ماین پاکانو درملنه وکړه. د طالبانو واکمني چې ختمه شوه، بېرته نظامي روغتون ته لاړ او یو نیم کال په داخله سرویس کې پاتې شو. د روغتون سرطبیب دی د درېو میاشتو لپاره د نوې جوړې شوې ملي اردو خدمت ته ولېږه خو درې میاشتې په درېو کلونو واوښتې. ده ته ویل شوي وو چې بېرته به دې د تخصص پروګرام ته راغواړو خو دا ژمنه هېڅکله پوره نه شوه نو ده هم په ۱۳۸۴ کې وظیفه خوشې کړه. د هلمند کجکي ولسوالۍ ته لاړ. په یوه شخصي کلینیک کې یې کار پیل کړ او همدغه سفر د ده د لیکوالۍ پیلامه شوه.
دې وخت کې د کابل په بازارونو کې پښتو کتابونه ډېر شوي وو. ده د پیرمحمد کاروان شاعري او د استاد سعدالدین شپون ناولونه ولوستل. محب به هر وخت د بي بي سي «پیلوځی» او د ازادۍ راډیو «په شګو کې چینه» ادبي خپرونې اورېدې. د لومړنیو لنډو کیسو په لیکلو سره یې تخلص «زغم» شو ځکه چې مجبور و د ټولنې بدمرغۍ او ناخوالې وزغمي. په هلمند کې د زغم د کیسو یوازینۍ اورېدونکې مېرمن یې وه. نظیفې به یې کیسو ته غوږ نیوه او دی به یې ستایه. تر اوسه پورې هم هره لیکنه یې اول نظیفه لولي. لوی ارمان یې دا و چې کیسې یې په راډیوګانو کې ولوستل شي خو دا هیله یې په څو میاشتو کې پوره شوه.
کال وروسته چې کابل ته روان و، په کندهار کې د ښکلا مجلې دفتر ته لاړ. له محمدیار او صالح محمد صالح سره یې ولیدل. بله ورځ د روهي ادبي بهیر غونډه وه، د محمد صابر بې ریا شعر د کره کتنې لپاره غوره شوی و خو محمدیار ملګرو ته وویل چې د محب الله
زغم پر کیسه به کره کتنه وکړو. په کره کتنه کې «غیرت» وستایل شو خو نیوکې هم ورباندې وشوې.
کابل ته په ورتګ سره یې له پیرمحمد کاروان څخه د افغان ادبي بهیر پته واخیسته. هورې یې استاد اسدالله غضنفر له غږه وپېژاند. ورته یې وویل چې: «استاده! زه لنډې کیسې لیکم خو په تخنیکونو یې هېڅ نه پوهېږم.» استاد د ده یوې لنډې کیسې ته غوږ ونیو او ویې ویل: «که له لیکوالۍ سره مینه ولرې، لیکوال به شې او که دې مینه ورسره نه وي، نه کېږي.»
د بهیر په یوه غونډه کې صدیق الله بدر بلنه ورکړه چې د کلید راډیو دفتر ته ورشي چې مرکه ورسره وکړي. د «لونګو دریڅې» خپرونه یې کوربنه وه. هلته یې «ښاپېرۍ او شیطان» ولوسته او کتل یې چې کره کتونکو ښه کیسه بللې ده.
د بهیر د غونډو معتاد شو. لا شپږ میاشتې نه وې تېرې چې عبدالغفور لېوال ورباندې زېری وکړ: «ستا د لنډو کیسو ټولګه به په قلم ټولنه چاپوو.»
زغم چې په دري ژبي محیط کې لوی شوی و، پښتو یې د مطالعې له لارې زده کړې وه خو ګرامري تېروتنې یې کمې نه وې. د نومونو جنسیت، مغیره حالت او نورې ګڼې ستونزې. ده به هره لیکنه عاشق الله یعقوب ته لوستله. هغه به یې ګرامري تېروتنې ورسمې کړې. تېروتنې وار په وار سره کمېدې. اول به په جمله کې یوه دوې تېروتنې وې، بیا په پراګراف کې یوه یا دوې پاتې شوې، وروسته به په ټول متن کې دوه درې غلطۍ وې او بیا داسې وخت هم راغی چې نورو لیکوالو به خپلې لیکنې ده ته د ایډیټ لپاره ورکولې.
د نصیراحمد احمدي ناولونو د ناول لیکلو شوق ورپیدا کړ. وروسته یې د لنډو کیسو او ناولونو تر څنګ د ادبیاتو په اړه مقالې ولیکلې، نقدونه یې ولیکل او کله چې خدمتګار ورځپاڼې بلنه ورکړه، پر سیاسي او ټولنیزو موضوعاتو یې مقالې ولیکلې.
په ۱۳۸۶ کې چې مصور بنسټ جوړ شو، د ماشومانو لپاره یې هم لیکنې وکړې، کیسې او د ماشوم روزنې په اړه مقالې.
په ۲۰۱۲ کې د امریکا د ایوا پوهنتون په بلنه د لیکوالۍ نړېوال پروګرام ته لاړ او څه کم درې میاشتې یې د ۲۸ ملکونو له ۳۱ لیکوالو سره تېرې کړې.
محب الله زغم د کابل په یوه خصوصي روغتون کې د طبابت تر څنګ، د «سپېده» مجلې او د «انسان» مجلې ایډیټر پاتې شوی او د څو تنو لیکوالو کتابونه یې ایډیټ کړي دي.
په ۱۳۷۸ کې یې د ترور له لمسۍ سره واده وکړ. نظیفه یې د ژوند د سختوورځو شپو، لوږې تندې او هوساینې ملګرې شوه. څلور زامن یې پیدا شول: محبوب الله، روهین، رښتین او مجیب الله.
اثار:
د لنډو کیسو ټولګې
۱. دوزخ په انسان کې
۲. د … فلسفه
۳. مور او لېوه (ناچاپه)
ناولونه
۱. ځانمرګی
۲. د ولسمشر فرمان
۳. ځوروونکی
۴. دوزخ په جنت کې (ناچاپ)
د ماشومانو او کورنیو لپاره
۲. یوه لمن کیسې
۳. یو ماشوم، یوه نړۍ (د اناهیتا روهي، نعیمې غني او محب الله زغم د مقالو ګډه ټولګه)
۴. ځیرک الوځي: دماشومانو لپاره کتاب
ژباړې
۱. د حقارت غوټه (د ادلر ارواپوهنه)
۲. د داخله ناروغیو تشخیص او درملنه (د ډاکتر احمد زلال رنځورمل او ډاکتر احمد مجیب احمدي او محب الله زغم ګډه ژباړه)
۳. غوباړی ناول (ناچاپ)
۴. د کرکې او کینې دینداري
(ناچاپ)
د مقالو ټولګې
۱. مښود (د ژبې او ادبیاتو په اړه مقالې، ناچاپ)
۲. زموږ ستونزې (د ټولنیزو ستونزو په اړه مقالې، ناچاپ)
یونلیک
۱. د ادبیاتو ښار (د امریکا د سفر یونلیک، ناچاپ)