• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو

محروم ماشومان

Home ټولنپوهنهمحروم ماشومان
محروم ماشومان

محروم ماشومان

ليکنه: محب الله آرمل

ژوند که په هر ځای کې دی  له ستونزو سره مخ دی ، که هيلې نه وي او ځای يې اندېښنو نيولی وي نو بيا خو بېخي سخت شي، له همدې امله خو پوهان وايي چې ژوند سيند دی او انسانان پکې لاهو دي، هغه چې لاس او پښې خوځوي د ژوندي پاتې کېدو يا لږ تر لږه د ډېر عمر کولو چانس لري او هغه چې د لامبو وهلو شيمه نلري غرق شول او غرقيږي . لوی نابغه انشټين وايي ژوند بايسکېل ته ورته دی خو د تعادل د ساتلو لپاره اړينه ده حرکت ورکړې کنه ځای په ځای لويږي.  نو راځئ ژوند په مينه او ژونديو هيلو ښکلی کړو ، ناهيلي او کرکه ګناه ده .

پدې وروستيو کې د هغه آسيايې هېوادونو وګړي چې امن پکې نشته له خپل وطنه د تېښتې په حال کې دي، يوازې افغانان ندي چې غواړي اروپايې ملکونو ته پنا يوسي بلکې د د آسيايي هېوادونو ډېری وګړو همدا کار کوي. حتی ايرانيان هم ډله ډله اورپا ته روان دي چې هېواد يې نسبتا امن او اقتصاد يې هم ښه دی.

له وطنه هجرت کول بېلا بېل عوامل لري چې له هغې جملې يې تر ګردو مهم د امنيت او سولې نشتون دی، فردي آزادي نلرل ، ټېټ اقتصاد، بې کيفيته ښونيز نظام، ګډوډي، د زورور او کمزوري توپير يا د بېوسه خلکو حق ضايع کېدل، ټولنيزې ناخوالې او محدوديتونه، کرکه پر مينه غالبېدل  او … نور هغه څه دي چې وګړي له خپل هېواده زړه توري کوي او دا فکر ورپيدا کوي چې خپل وطن پرېږدي او بل وطن ته پنا يوسي .

دا څه موده په رسنيو کې همدې موضوع چې ګويا خلک له يوشمېر نا امنه آسيايې هېوادونو اروپا او آسترالياته ځي د زيات خلکو توجه جلب کړې ده، د همدې تراژيدۍ په لړ د هغه ماشوم مړينې چې د ترکيې په سواحلو کې يې مړی موندل شوی په زياته پيمانه غبرګونونه راپارولي، دغه ماشوم چې سور بلوز او شين پتلون لري په اصل کې د سوريې دی، دې ده عمر يو کلن او د ځينو راپورونو په آساس څلور کلن ښودل شوی ، د همدې ماشوم کورنۍ چې د سوريې د ناامنۍ له وجې يې غوښتل اروپا ته هجرت وکړي بېړۍ يې غرقه شوه، ټول سپاره يې ووژل شول او دی د سمندر څپو څنډې ته راوړ، سمندر يې له ډوبولو بېوسه و .

دی چې ماشوم دی او دا قصد يې نه درلود چې سوريه پرېږدي خو کورنۍ يې وغوښتل کډه وکړي، د کورنۍ تصميم ناقص وو او د ژوند په ځای مرګ ته ورغلل .

ماشومان محروم دي. په هغه ټولنو کې چې ټولينزې، سياسي ، اقتصادي… او فردي ستونزې پکې زياتې دي د ماشومانو حقوق بيخي پايمال دي، او دغه ناورين بيا د هر ملک په پرتله په افغانستان کې ډېر په زور کې دی، ماشوم چې ښې روزنې ته اړتيا لري، چې مينې و امنيت ته اړ دی، چې ښې جامې او د ژوند نور وسايل يې فطري غوښتنه ده، چې فکري پراختيا يې د راتلونکې ژوند ضرورت دی. چې ښه ښونه او روزنه غواړي، چې مناسب چاپيريال ورته پکار دی … او چې د جسمي او روحي پرمختګ، انکشاف او نمو لپاره منظم خواړه ورته پکار دي. دی ترې محروم دی .

زموږ ماشومان په کور کې د لويانو لخوا په وړو وړو تېروتنو وهلي کيږي، تحقيريږي … او په شخصيت يې لوبې روانې دي .

په افغاني ټولنې کې متل دی چې وايي چېرته ډب هلته ادب . همدا متل چې د چا زده دی ځان د بل د وهلو په ځانګړې توګه د ماشوم د وهلو او رټلو حقدار ګڼي او په ماشوم د راج چلولو شوقي دی.

دلته ماشوم ته دروغ ويل عام دي او دې ده د غولولو بېلابېلې تباه کونکې طريقي موجودې دي، دې د کار لا لويه بدي داده چې مشران يې په عملي کولو ټينګا کوي او وايې چې دا دې نيکونو طريقه ده، نيکونه که سل کاله مخکې په يوه بيخې متفاوت محيط کې هم اوسېدلي چې د اوسني وخت شرايط او غوښتنې ورمعلومې نه وې هم پرروا نلري .

اروا پوهنه وايې هغه ماشومان چې په وړکتوب کې تحقير شوي او د فکري او جسمي روغيتا حقوق يې پايمال شوي وي په لوينې ترې د لويوالي تمه نشي کېدای.

نن سبا چې فردي آزادي يوڅه ښه شوې لوستې او روڼ اندې کورنۍ د ماشوم ښې روزنې ته پام کوي مګر نالوستې او له ښاره لرې پرتې سيمې لاهم له هر پرمختګ لري پاتې دي .

که حالات همداسې دوام ولري لرې نده چې يوبل نسل مو هم د جهل په تيارو کې را لوی شي. پدې شرايطو کې له دولت او له هغه ټولو بنسټونو، ټولنو، اشخاصو، عالمانو، ښوونکو… او پلرونو هيله کيږي چې له ماشوم سره دې ده دراتلونکې په اړه پوره مرسته وکړي . او نور يې حقوق تلف نکړي او لايې محروم نکړي. اړتياوې يې پوره کړي، اخلاقي، ښونيز او روزنيز چاپيريال ته يې پام وکړي، فکري ځواک يې پياوړی او انسانيت ور وښيئ … او په هغسې ډول يې ټولنې ته وړاندې کړي چې څنګه يې د اسلام ومقد دين غوښتنه کړې او چې څنګه يې اوسني علوم توسيه کوي .

د يوې کورنۍ تر ګردو لوی مسئوليت همدای دی چې فعال او روغ ماشومان ټولنې ته وړاندې کړي، دا څرګنده خبره ده چې اوسنی ژوند تر پخواني هغه په مراتبو پېچلی دی، په ننۍ نړۍ کې د ژوند غوښتنې او اړتيا د شل يا دېرش کاله پخوا وخت په پرتله نورې او بدلې دي، موږ که لاهم په شل دېرش کاله پخواني فکر ماشوم روزو لويه تېروتنه کوو او پايلې يې منفي دي ، لازمه ده د اوسنې زمانې له چټک او ژوندي کاروان سره ځانونه عيار کړو او په نوي فکر او طرز ژوند وکړو .

 

Share this:

  • Twitter
  • Facebook

You also might be interested in

Mohebullah Armal محب الله آرمل

مخ د بې خاله ښايسته دی

Oct 11, 2015

لیکنه:  محب الله آرمل ځينې کسان وايي چې ښکلا په[...]

Mohebullah Armal محب الله آرمل

د هنر يو بل دښمن

Oct 8, 2016

ليکنه : محب الله آرمل دغه خبره څه نا څه[...]

د مثبت فکر کولو يو څو رازونه

د مثبت فکر کولو يو څو رازونه

Apr 29, 2016

ژباړه: محب الله آرمل که غواړي مثبت فکره و اوسئ[...]

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2022