زه محمدابراهیم ګران، د عبدالله زوی، د غزني ولایت د ده یک ولسوالۍ سلیمانزو په کلي کې په کال ۱۳۶۵ هـ لمریز کې د ژوند له نعمته برخمن شوم، لومړنۍ زده کړې مې په سیمه، منځنۍ زده کړې په غزنې ولایت د محمدجان خان کوچي په لیلیه لیسه کې او د لوړو زده کړو له پاره په ۱۳۸۵ کال کې د کابل پوهنتون ادبیاتو پوهنځې ته بریالی او په ۱۳۸۹ کال کې فارغ شوم. د هنري او ادبي نثرونو لیکنې کوم. تر اوسه زیات شمېر ادبي، اقتصادي او ټولنیزې لیکنې او شعرونه لرم، یو څېړنیز کتاب د ښاغلي زین الله منلي، د هغه د شعري ټولګې سمونه، پټه جزیره فرانسوي رومان ۸۰۰ مخ پاڼې چې محمود طرزي ژباړلی اوس پښتو کوم او دري برخه مې کمپیوټرایز کړي ده، په ډېرو رسنیو کې مې اقتصادي او ټولنیزې لیکنې خپرې شوي همدارنګه مې له رسنیو سره پراخې اړیکې دي. زه خوښوم چې لږ ووایم او ډېرې واورم، ډېری خبرې مې په متل، شعر او مقولو سره رنګینې وي. خوښوم تر څو سپورت وکړم او په زرغونه سیمه کې تفریح وکړم، همېشه د ښکلا په لټه کې یم، له طبیعي نړۍ او تخنیک سره مې مینه ده، د الله په خلقت کې زیات فکر کوم او خوښېږي مې. هڅه کوم یو غوره څېړونکی شم.
You also might be interested in
Share this:TwitterFacebookLike this:Like Loading...
پوهیالی فهيم رحيمي د ۱۳۶۸ ل کال د حمل دمیاشتې[...]
ښاغلی عبدالنافع همت د حاجي عبدالکريم خان زوی د (١٣۴۷)[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی