نوم مې محمد انور، تخلص اندړ، د غزني ولايت، اندړو ولسوالۍ د پايندي کلي اوسېدونکی، په ۱۳۶۵ هجري لمريز کال کې پخپل پلرني کلي کې زېږيدلی يم، تر منځنۍ دورې پورې مې په ملا مشک عالم ليسه کې زده کړې کړې (البته هغه وخت د ملامشک عالم منځنی ښوونځی و) ثانوي زده کړې مې د اندړو ولسوالۍ په مرکزي ليسه، سلطان شهاب الدين غوري کې کړي، په لومړۍ درجه ورنه په ۱۳۸۳ هجري لمریز کال فارغ شوی يم.
د کانکور تر ازموينې وروسته په ۱۳۸۴ هجري لمريز کال د کابل پوهنتون ژورناليزم پوهنځي ته بريالی شوم، د تحصيل په دوران کې د پوهنځی د (راهيان ژورناليزم) په نوم د مهالنۍ د پښتو مطالبو ايډيټر او د تحرير پلاوی وم. د ۱۳۸۷ هجري لمريز کال په ورورستيو کې مې له کابله خپریدونکې ویسا خپلواکې ملي ورځپاڼې سره د ايډيټر په توګه کار پيل کړ، په ياد کال کې له پوهنځی څخه هم فارغ شوم.
د ۱۳۸۸ هجري لمريز کال په لومړيو کې مې د بي بي سي راډيو له تعليمي خپرونو سره کار پيل کړ چې تر اوسه ورسره د ليکوال او پروډيوسر په توګه دنده اجراء کوم.
You also might be interested in
زه عبیدالله ارشاد د حاجي محمد سعید ځوی د وردګو[...]
Share this:TwitterFacebookLike this:Like Loading...
ډاکټر شیرشاه بسیال ناظري Share this:TwitterFacebookLike this:Like Loading...
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی