محمد حامد ژواک په ۱۳۷۱ کال کې د وردګو ولایت، چک ولسوالۍ آدم خېلو کلي کې دې نړۍ ته سترګې پرانېستلې. په ۱۳۸۸ کال کې د کریم شهید له عالي لیسې څخه فارغ او په ۱۳۸۹ کال کې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځي ته بریالی شو او په ۱۳۹۲ کال یې له نوموړې پوهنځی څخه د فراغت سند تر لاسه کړ. هېره د نه وي چې ښاغلي ژواک افغان امریکن پوهنتون کې هم انګلسي برخه کې زده کړې ترسره کړې دي.
پنځو کلونو راهیسې د ژباړن او همدارنګه د انګلسي ژبې د استاد په توګه له بېلا بېلو انسټيټوټونو او موسسو سره په کار بوخت دی او تر څنګ یې د شفا لوړو زده کړو موسسه کې د استادۍ سپېڅلې دنده هم پر مخ وړي.