بسم الله الرحمن الرحيم
دا ډېره سخته راته ښکاري، چې زه دې خپل ژوند ليک ليکم، ځکه چې سر او بر يې نه راته معلوميږي ، ژوند که بې پايه سمندر دی؛ خو مونږ ته پکې د ويالې غوندې اوبه هم نه دي رارسېدلې يا به په بله مانا مشت نمونه خروار ورته ووايم، چې هر سړی خپله برخه ترې اخلي. چا ته ترې کمه ورسي او چاته زياته. دا شايد په دې ورته ووايو چې مونږ ته ترې همدومره څه رارسېدلي دي، يا رارسيږي. آباسين يوسفزی وايي:
مرګی څه دی، د سکوت د جمود غېږه
ژوندون څه دی، هله هله منډه منډه
او درمل وايي:
په اوښکو نه ارزي په غم نه ارزي
ژوند داسې دی، چې په هيڅ هم نه ارزي
لنډه دا چې هرڅوک د خپل فکر او آند له زاويې او ليد لوري ژوند ته ورګوري. خو زه وايم چې (ژوند ښکلی دی، مه نيسئ ژوندون ته ټوپک مه نيسئ….)
زه هم د ژوند تر يوې يا څو برخو جګو او ټيټو تر دې ځايه راتېر شوی يم، وړاندې به ګورم چې نور څومره مزل پاتې دی.
خدای دې وبښي نيکه مې چې حج ته په پښو تللی و، ډېر بزرګ سړی و، نوم يې راباندې محمدحنيف اېښی و؛ خو کور کې به ټولو راته (مخمدخنيف) ويل ، په وړکتوب کې به ماشومانو (کاکله) هم راته ويل. ډېر شوخ وم، په دې وجه بې دا نوم راته اخيسته. تخلص حيران کوم، اکثره خلک پوښتنه رانه وکړي، چې څه شي ته حيرانه يې؟ زه ورته وايم، چې نن سبا په دې حالاتو کې څوک نه حيرانيږي؛ نو کله به حيرانيږي. خير، خدای مو دې نور له حيرانۍ وساتي. د پکتيا ولايت د سيدکرم ولسوالۍ د مش په کلي کې په ۱۹۷۷ز کال کې د روژې په مبارکه مياشته کې زېږېدلی يم. د پلار نوم مې حاجي موسی رحيم دی، لومړنۍ زده کړې مې د مهاجرت په وختونو کې د پاکستان دهنګو د نريابو په سيمه کې ترسره کړې دي، تر لسم صنفه مې همالته د دوآبي په هايي سکول کې درس ويلی دی، وروسته بيا د درسمندو د حضرت بلال (رض) عالي ليسې ته راغلم، په ۱۹۹۹ز کال کې له همدې لېسې فارغ شوم. شپږ ورځې مې کور کې نه وې تېرې، پلار مې راته وويل چې اوس دې څه زړه دی، ما ويل پوهنتون وايم ويل يې ښه زما دا درته خوښه ده،چې طب ووايې زما له طب سره چندانې جوړه نه وه؛ خو بس د پلار خبره مې ومنله، زموږ سپين ګيري يوازې طب او انجينري پېژني که ادبيات يا بل پوهنځی ورته ياد کړې؛ نو هغه يې زړه نه مني. بس هماغه و چې په سبا پېښور ته لاړم، د طالبانو پاچاهي وه، هلته په ډېر ښه فرصت طب ته بريالی شوم، تر څنګ مې طبي تکنالوجي هم وويله. لنډه دا چې تر څو کلونو وروسته خلکو راته ډاکتر يا ډانګتر ويل، چې دادی تراوسه پورې له دې رشتې سره راروان يم.
ډير کوچنی وم، چې له شعر وشاعرۍ او په ځانګړي ډول له پښتو ټپو سره مې ډېره جوړه وه، لږ لږ شعرونه مې هم ليکل. خو په داسې يو چاپېريال کې مو ژوند و، چې له ځانه سره مو هم شعر نه شو زمزمه کوی، په مشاعره کې اورول خو هلته پرېږده. ښه دا وه چې يوه لېونۍ دنيا مو وه، داسې دنيا چې خپل ماتې او برياوې مو پکې سندره کولې. اممم راياد شو، په دې وروستيو کې مې ادبياتو ته ډېر زړه کېدو چې وې وايم؛ د خدای کرم و، دا ارمان مې هم درې کاله مخکې پوره شو، تر څوارلسمه مې د پېښور بوعلي سينا پوهنتون کې ادبيات ولوستل، زړه مې دی چې لسانس او ماسټري هم پکې وکړم.
په لومړيو وختونو کې د شعر چاپ ته ډېر لېواله وم، ملګرو تشويق کړم او لومړۍ شعري ټولګه مې (د پکتيا په ډاګ کې) چاپ شوه. له هغې وروسته مې دويمه شعري ټولګه د (لکه غر مې زړه کې پروت يې) خپره شوه. يو وخت خدای توان راکړو، له اردو ځنې مې يو دوه د ارواپوهنې په اړه کتابونه راوژباړل چې يې ( نهيلې ولې؟) او بل یې ( اروايي خوښي او بدني ځواک) چاپ شول. له دې پرته مې د فولکلور په برخه کې هم يوه ټولګه چاپ شوې ده، ( کږنې او انګېرنې لومړی ټوک) چې دويم ټوک يې هم چاپ ته نږدې دی، له دې پرته مې په منځني طب کې هم يو کتاب چاپ دی، چې ( د طبي لابراتوار ازمېښتونه) يې نوم دی. د ټپيزو مې هم يو کتاب چاپ دی چې د ( يو ځلې بيا په دې لار راشه) يې نوم دی او په کم وخت کې درې ځله چاپ شو ، له دې پرته يو بل کتاب مې ( د ځوان او خوښ اوسېدو هنر) دی چې مينه والو ډير خوښ کړی دی. له هغه وروسته مې په دې وروستيو کې په ناول ليکنه کې هم طبع ازمايي وکړه او د ملاله په نوم مې ناول هم چاپ شو. له ښه مرغه مې په د لويې پکتيا د شاعرانو د تذکرې يوه برخه هم راټوله کړې ده، انشاالله چې دا به هم په نږدې راتلونکي کې چاپ شي.
يو وخت مې له پکتيا څخه د سليمان غر په نوم مجله هم چلوله، چې زه يې چلوونکی وم، له بده مرغه، چې بيا د ځينو ستونزه له امله ودرېدله. اوس اوس د پکتيانا په نوم د يوې مجلې مسوول مدير يم،چې له پکتيا څخه خپريږي. له دې پرته مې له نورو بېلابېلو برېښنايي، چاپي رسنيو او ورځپاڼو سره کار کړی دی او ډېر ليکنې مې هم وخت په وخت پکې چاپ شوې دي. اوس مهال د کابل په احمدشاه بابا مېنه يا ارزان قيمت کې يو شخصي کلينک لرم، پخوا تر دې مې له بېلابېلو موسسو او روغتونونو کې دنده تر سره کړې ده؛ خو دا څه موده په همدې خپل کلينک کې کار کوم. وړاندې به ګورو چې د ژوند بړبوکی مو کوم لوري ته الوزوي او نصيب به مو څنګه او چېرته وي. خپلې خبرې د ارواښاد اعظم اعظم په دې بيت پای ته رسوم:
اې وخته ستا د تګ لارې زمونږه دې ستا نه دي
منزل که زمونږ نه شو، مزلونه خو به وي
درنښت
ډاکټر محمدحنيف حيران. کابل
۰۷-۰۹-۱۳۹۴ ل کال