محمد داود جنبش په هرات کې زېږېدلى د کابل پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځۍ یې لوستې او په همدې پوهنځۍ کې یې د استادۍ دنده په مخ وړې ده. په مسکو کې یې لوړو زدکړو ته دوام ورکړئ او تر ډاکټرۍ پورې یې په ژورنالیزم کې زدکړې کړي.
له بي بي سي راډیو سره لومړى په مسکو کې د خبريال او بيا په لندن کې د پروډيوسر په توگه کار کړی. په ژورنالیزم کې دوه علمی درسي کتابونه لري او همدا ډول یې له روسي څخه پښتو ته ګڼې لیکنې او دوه ارزښتمن کتابونه را ژباړلي.