محمد شفیق همدم په ۱۳۶۰ه ق کال په لغمان کې زیږیدلی خپلې لومړني زدکړې یي په کابل، منځنی زدکړې یې په لغمان او لوړې زدکړې یې په ننګرهار او له هیواد څخه بهر کړي دي.
همدم د عصري علومو ترڅنګ په اسلامي زدکړو کې د هېواد له جیدو علماوو څخه د تفسیر، احادیثو، صرف، نحوې، منطق، عقایدو او فقې په برخه کې هم زده کړې کړیدي.
همدم خپلې لوړې زده کړې په هېواد کې د غضنفر صحی انیستیتوت، د سویس کالج د اقتصاد او ادارې په برخه کې، په جرمنی کې د جورج مارشال د پوهنتون د نړیوالو اړیکو او امنیت په برخه کې، او د امریکې د هارورد حکومتدارۍ او رهبرۍ په برخه په بریالیتوب سره پای ته رسولي دي.
همدم له دولسم ټولګي څخه د فارغیدو را پدیخوا د مدنی ټولنو، غیر دولتي موسساتو، خصوصي سکتور، اکاډمیکو بنسټونو، آزادو رسنیو، د ملګرو ملتونو ادارې، د امریکا حکومت او له ناټو سره په بیلا بیلو برخو کې دندې ترسره کړي.
نوموړی په افغانستان کی د امریکایي ځواکونو د رسنیو په چارو کې د سلاکار او ویاند او په افغانستان د ناټو د ډیپلوماتیکو او سیاسي چارو ستر سلاکار په توګه پاتې شویدی. همدم د امریکې په میرلینډ پوهنتون کې د افغانستان د چارو او کریکولوم جوړولو د کارپوه په توګه هم دنده ترسره کړې چې اوس مهال د امریکې واشنګټن ډی سي ایالت د منځني ختیځ په پوهنتون کې د ښوونکي په توګه دنده ترسره کوي او د افغانستان او امریکې پرمختیايي شورا مشرې هم په غاړه لري.
همدم د مدني فعال، شنونکي، څیړونکي او لیکوال په توګه د افغانستان، سیمې او نړۍ حالات په ډیر دقت څېړي. د اداری فساد پر وړاندې د مبارزې، د افغاني شبکې عمومي ریس، د فساد د څار موسسې او ځینی نورو مدني ټولنو د موسسینو څخه شمیرل کیږی. نوموړی د ښځو د نړیوال ایتلاف او د نړیوال مدني لرلید بنسټونو موسس هم دی چې نوموړي بنسټونه په اسیا، افریقا او امریکا کې فعالیت کوي.
همدم د افغانستان په لویو جرګو کې له غړیتوب سره سره د بن نړیوال کنفرانس، د شیکاګو، فرانسې، لندن، پرتګال، دنهاګ، بروکسل، جاپان او د افغانستان په اړه په لسګونو نورو نړیوالو کنفرانسونو او غونډو کې کډون کړیدي. همدم د افغانستان په اړه د اروپا د اتحادیې په پارلمان کې، د ناټو پارلماني ډلې او د امریکې د سناتورانو ته د افغانستان په اړه ویناوې کړیدي.
د افغانستان او نړۍ د معتبرو رسنیو لخوا د ښاغلې همدم په لسګونو څیړنیزې مقالې خپاره شویدي او ځیني مقالې یې په انګریزي، عربي، فرانسوي، روسي، جرمني، هسپانوي او نورو ژبو هم ژباړل شویدي. همدم نه یواځې د افغانستان کلیدی او معتبرو رسنیو ته سیاسي او تحلیلي شننې او لیکنې کوي بلکه په امریکا کی د هافنګټن پوست د پاڼې سیاسي مبصر او د اتلانتیک فارین پالیسی لیکوال هم دی.
همدم د جرمني د فریدریش ایبرت شټفټن د ځوان افغان رهبرانو، د اداری فساد پروړاندې نړیوال ایتلاف، د داداري فساد پروړاندې د نړیوالې څیړنیزې شبکې، د جاپان د هروشیما د سولې مرکز او بشري حقوقو د څار نړیوال سازمان غړیتوب لري او د اسیا ټولنې لخوا چې مرکز یې د امریکې په نیویارک کې ده، د اسیا د ۲۱ ځوانو رهبرانو په توګه پیژندل شوی.
روان ۲۰۱۵ کال د فارین پالیسی نړیوال څیړنیز سازمان لخوا د نړی په کچه د غوره ځوان رهبر په توګه د ښاغلی همدم ژوند، کارنامې او لاسته راوړنې خپرې شوې. ښاغلي همدم د لسګونو نړیوالو ستاینلیکونو، مډالونو او مننلیکونو ترڅنګ لومړنی افغان ځوان و چې په ۲۰۱۳ ز کال کې د سولې نوبل جایزی ته نوماند شو. همدم واده لري، د یوې لور او یوه زوی پلار دی.