نوم مې محمد طاهر تخلص مې شرر او په قوم ساپی یم، پلرنۍ ټاټوبی مې کونړ او په خپله د کندز ولایت په دشت ارچي ولسوالۍ کې په کال ۱۹۷۹ زیږدیزکې زېږيدلی یم، دوه کلن وم چې له کورنۍ سره ګاونډي هيواد ته کډه شوم، پوره يوه میاشت له ډېرو ستړياو څخه وروسته مې کورنۍ پېښور ته ورسېده، له هغه وورسته د مردان باغیچې کمپ ته کډوال شوو، بيا ملاکنډ ايجنسۍ اړوند په تیمر کمپ کې استوګن شو، وړوکۍ وم چې د خپل ورور سره د تیمر ګري سیند ته په نيزه وړو پسې د شپې لس بجې د لاټين به رڼا کوز شوم، ښه ډېر نيزه وړي مو راټول کړل، خو زموږ بدقسمتي وه چې بل سیلاب راباندې راووت، زه او ورور مې دواړه د سيند منځ کې يوه ټاپو ته وختلو، اوبه مو ترخنګرو راورسېدې، فکر مو وکړ چې بس د ژوند وروستۍ شېبې دي، ټوله شپه راباندې باران ورېده، له بل پلوه د سيند هيبتناک غږ او تورې شپې مو زړه کاواکه کړ، په دې ډاډه شوم چې مرم خو په مورجانه به مې څه تيريږي، کاش يو ځل مې په رڼا کې لیدلی وای، سهار شو خو سهار هم له شپې کم نه و، شړکنده باران وريده، ولږې هم پسې راواخیستو، هيڅ چاره نه کېدله، موټرې د سړک په سر ودريدې موږ يې څارولو، د بامونو په سرونو ميرمنې ولاړې وي، کور مو په لوړه غونډۍ ودان و، مورجانې به مو هم لیدلي و خو د هیچا وس نه کيده، ورځ په تېريدو شوه، باران ودريده خو لږه
شېبه وروسته بیا شړکنده باران شروع شو، همدا شېبه د بخارۍ تر څنګ ناست یم، خو د هغې شېپې په يادولو مې غونې زيږ شو او ساړه مې وشول، یوه مهاجر زلمی چې سلطان نوميده له خپله سره تير شو، ماښام ته نیږدې يې په ټوپ ځان راورساوه ورور ته مې وویل ته ولاړ شه زه به یم، هغه هم په ډېرې نهيلۍ راوکتل دواړه مې د سیند خړو څپو له سترګو پناه کړل، خو د الله په فضل سره د سیند غاړې ته وتلي و، ګورم چې هم هغه زلمی راغی، زه يې له ځان سره په ټوپ واخیستم د سیند غاړې ته چې نيږدې شو، نور لامبوزن هم راورسيدل زه يې ترې واخیستم، کله چې په وچه ودريدم وغورځيدم، په کومه ډبره چې ولویدم اوس يې هم وینم، يو تن راغی په غيږ کې يې پورته کړم کور ته يې یوړم، جامې يې رابدلې کړې او کمپل کې يې ونغښتم، کله چې مې ماما کور ته ورسولم او په مور مې سترګې ولګېدلې، زړه مې راډک شو، خو ژر مې خپلې اوښکې قابو کړې چې مورجانه مې نوره ونه زوريږي او دغه د خوښۍ شيبه پرې په خفګان وانه وړي.
خپلې زدکړې مې د جلوزو کمپ په حرا عالي لیسه کې ترسره کړې، د زدکړې پرمهال به مې کار هم کاوه، د اوړې په رخصتۍ کراچۍ ته ولاړم چې کار وکړم، په کراچۍ کې سخت ناروغ شوم، کومې پيسې چې مې ګټلې وې هغه زما په ناروغۍ ولګېدلې، په بستره کې پروت وم، يوازينۍ هيله مې دا وه چې یو سل او پنځوس روپۍ پيدا کړم او د لارې ټکټ پرې وکړم، زما سره تللي خپلوان هم راته انديښمن وو، ځکه چې زموږ بل ملګری هم ناروغه شو، اخر مو دوه سوه څلويښت روپۍ پور کړې زه او هغه بل ملګري مو د پېښور په لور حرکت وکړ، خو مخکې له دې چې ټکټونه واخلو د کراچۍ سمندر غاړې ته ورغلو چې په دغه لوی سمندر د وروستي ځل لپاره نظر وکړو او بيا به روانيږو د سمندر پر غاړه سمندري ستوري وچيچلم، ناروغه هم وم، د چيچلو وروسته بېهوشه شوم، خلکو چېغې وهلې شفاخانې ته يې ورسوې خو ما ویل شفاخانې ته نه ځم، هغه پيسې کې په شفاخانه کې مصر ف شي نو کور ته به څنګه ځم، څلور ساعته د سمندر پر غاړه پروت وم، کله چې راپاڅېدم لاس مې ډېر درد کاوه خو ما وویل تر موټره مې ورسوئ ملګرو تر موټره ورسولم، يو سل او اتلس روپۍ د یو تن کرایه وه، پېښور ته چې راورسېدو نو څلور روپۍ راسره پاتې وې، شپه مو په يوه جومات کې وکړه، سهار وختې د جلوزو په په موټر کې کې کیناستم او کور ته ولاړم، وروستۍ مرګونې پېښه راباندې دوه کاله وړاندې تېره شوه چې ۴۵ سلنه وسوځېدم، د ملګرو په دعاګانو او مرستو الله پاک روغ کړم چې منندوی يې یم، په ۱۹۹۹ کال د ليسې څخه فارغ شوم، بیا د ادبياتو پوهنځې عربي څانکې ته چې په کبابیانو کې ودانه وه داخل شوم او له یو کال تعجیل وورسته په دوه زره څلورم کال د ننګرهار پوهنتون څخه فارغ شوم، په فقه او قانون کې په ماسټرۍ بوخت یم، اسلامي زدکړې مې هم وکړې، اوسمهال د دعوت تلويزيون د مرستیال په صفت دنده راپه غاړه ده او د دې ترڅنګ د دعوت په پوهنتون کې استاذي هم کوم.
د رسول الله صلی الله علیه وسلم شل ټوکه سیرت مې پښتو کړ چې څلور ټوکه يې خپاره شوي دي، همدارنګه مې د حسین ژوند کتاب هم پښتو کړی دی چې درې ځله خپور شو، له دې سره بېره شعر هم لیکم، هغه مې په فطرت کې نغښتی شی دی، هیڅ رغون مې ترې نه کیږي، په شعر کې جمالیات خوښيږي، شعر يوازې د دې لپاره لیکم که وکولی شم او په مخاطب کې د ښکلا حس پياوړی کړم،څو د بدرنګيو په وړاندې د بغاوت توغ راواخلي.