ژورنالیست، لیکوال او شاعر محمد عادل عزیزي د محمد آصف زوی له نن څخه ۲۴ کاله مخکې د وردګو ولایت په چک ولسوالۍ کې زیږیدلی دی.
لومړنۍ زده کړې یې د چک ولسوالۍ په شهدای ابپران او د چک وردګ په روزنتون کې ترسره کړې دي. د حضرت عمر فاروق له عالي لیسې څخه د دولسم ټولګي تر فراغت وروسته په ۱۳۸۷ کال کې د خوست شیخ زاید پوهنتون ژورنالیزم پوهنځی ته بریالی او په ۱۳۹۰ کال کال کې له همدې پوهنځي څخه په عالي درجه فارغ شوی دی.
له فراغت وروسته یې له سپوږمۍ راډیو او سرنوشت ورځپاڼې سره کار پیل کړ، په ۱۳۹۱ کال کې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د ګردیز په سیمه ایز دفتر کې د مطبوعاتي مسوول په دنده وګمارل شو او تراوسه په همدې اداره کې کار کوي.
د خپلو رسمي چارو ترڅنګ یې لیکوالي او شاعري هم کړې ده، چې اثار یې د کابل چاپ په بیلابیلو ورځپاڼو ، ویب پاڼو او مجلو کې خپاره شوي دي.
دوه ناچاپ اثار لري.
۱- په نړیوالو اسنادو او ملي قوانینو کې د بیان آزادي
۲- شعري ټولګه