محمد عالم امین د بغلان ولایت د پلخمري د وزیرآباد د کلي اوسیدونکی دی. په کال ۱۹۸۹ په پېښور کې زږېدلی، لومړنۍ زدهکړې یې د پېښور په حضرت قیس بن سعد په عالي لیسه کې تر سره کړي.په کال ۲۰۱۱ کې د ننګرهار پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځۍ څخه فارغ او په کال ۲۰۱۴ کې د اسلام اباد نړیوال اسلامي پوهنتون د نړیوالو اړیکو له برخې څخه ېې د ماسټري سند تر لاسه کړی. اوس مهال په افغان، مریم او مستقبل پوهنتونو کې د تدریس دنده پر غاړه لري. عالم امین اوس مهال څېړنې، تحلیلونه، د کتابونو ژباړې او بېلابېلې لیکي کوي.
لاندې ناچاپ اثار یې لیکلي.
- نړیوال سازمانونه
- د نړیوالو سازمانونو تیوریانې
- د نړیوالو اړیکو تیوریانې
- ډپلوماسي
- د نړۍ استخباراتي شب