محمد عزیز پردېس د عرفات پردېس ځوی په کال ۱۳۶۹ ل.ل کې د کندز ولایت د چهاردرې ولسوالۍ د خوږیاڼيو د کلي په یوه روڼ انده کورنۍ کې دې نړۍ ته سترګې غړولي. خپلې لومړنۍ زده کړې د کندز ښار اړوند په حضرت علي ( ک ) لېسه کې پیل او په ۱۳۹۲ ل.ل د فراغت سند د نوموړې لېسې څخه تر لاسه کړ. پردېس د کانکور د آزموینې څخه وروسته د کندز پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي پښتو څانګې ته بریالی شو او دا مهال د کندز پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د پښتو څانګې د څلورم کال د اووم سمسټر زده کړیال دی.
پردېس کله ناکله د نثر په برخه هم خپل قلم آزمویلی او ځینې وختونه د خپل د زړه غږ او د ولس ناخوالې د نثر په چوکاټ کې لیکي.
د یادونې وړ ده چې پردېس د زده کړو ترڅنګ د ادب او فرهنګ په برخه کې هم فعالیت کړی او کوي يې چې د ځینو فعالیتونو یادونه يې په لاندې ډول کوو:
– په کندز کې د پردېس کلتوري او ادبي ټولنې له بنسټ ايښودونکو څخه دی.
– په کندز کې يې د غږيزو او چاپيزو مطبوعاتو سره هم کار کړی دی.
نوموړ دمګړی په کندز کې د یو خصوصي ښوونځي سره کار کوي.
په درنښت
خالد مومند