پيژندنه
ډاکټر محمد لطيف بهاند د پښتو ژبې پېژندل شوی او منل شوی ادیب دی، چې پښتو ژبې ته یې د نثر او شعر په برخو کې بې سارې خدمتونه کړي، ډاکټر بهاند هغه څوک دی چې په دې وروستیو کې یې د جګړه او سوله شهکار اثر پښتو ته را وژباړه، او اوس پښتانه کولی شي دغه ستر اثر په خپله خوږه ژبه ولولي. ډاکټر بهاند د ۱۳۳۱ لمريز کال د جدي په مياشت کي چي د ۱۹۵۳ زېږديز کال د جنوري سره برابره ده، د کابل په بريکوټ سیمه کي زېږيدلی دی.
زده کړې
محمد لطیف بهاند لومړنۍ زده کړې د کابل د علاوالدین تجربوي ښوونځی کې تر سره اوپه ۱۳۵۱ لمريز کال کي یې د کابل د حبيبيې له لېسې نه فارغ شو، ۱۳۵۲ لمریز کال کې د کابل پوهنتون په ادبياتو پوهنځی کې یې خپلې لوړې زده کړې پیل او په ۱۳۵۵ لمریز کال کې یې د فرا غت سند تر لاسه کړ. د ۱۳۵۸ لمريز کال په پای کي یې د ماسترۍ دوره هم په بري سره پای ته ورسوله.
کاري مخینه
محمد لطيف بهاند د خپل ژوند په نولس کلني کي د راډيو افغانستان د هنر او ادبياتو د (ډرام او ديالوگ) په څانگه کې کار پيل کړ، او د پوهنتون ترپای ته رسېدو وروسته يې د راډيو افغانستان لپاره د کره کتني، پر له پسې داستانونو او ډرامونه د ليکلو دنده پر مخ بېوله، د ماسترۍ تر پای ته رسېدو وروسته يې د ادبياتو د پوهنځی د استاد په توګه دنده پيل کړه.
لطيف بهاند د پوهنتون تر پای ته رسولو وروسته لمړی د پښتو ټولنې او د علواکاډمۍ غړی، او وروسته د کابل پوهنتون د ادبياتو د پوهنځي د پښتو څانګې استاد شو، او د تدريس تر څنګ يې په ۱۳۵۸ لمريز کال په پای کي د ماسټرۍ دوره پای ته ورسوله .
په کال ۱۹۷۸ زیږدیز کې د مسکو په راډيو کې د وياند په توگه یې کار پیل کړ.
علمي او ادبي آثار:
خپاره شوی آثار:
- قمار باز
- جګړه او سوله
- د اشرف خان هجري منتخبات
- د رڼا ناوې
- د پښتو ژبې گرامر او ادب
- د خيرالبيان منتخبات
- څلور اورني کلونه
- رياليزم او ضد رياليزم
- پل
- د کابل مجلی ٥٠ کلن فهرست
- کلتور پوهنه
- نا آشنا ليک
- د ښکلا فصل
- نوی روح
- په پښتو ادب کی د آزاد شعر تاريخچه
- قمار باز
- د مینې کتاب
ناچاپ اثار :
- آزادی شکست ناپذير
- په پښتو ادبياتو کې د څلوريزی تاريخ
- په پښتو ادبياتو کې د کره کتنی تاريخ
- د گناه فصل
- منثور شعرونه
- پښتو ته دروسي هنري آثارو د ژباړل شويو آثارو فهرست
یادونه: که په پورتنیو مالوماتو کې کومه زیاتونه او یا کمښت راغلي وي، هیله ده چې د لومړيتوب ویب سایټ ادارې ته معلومات ورکړئ.