لیکنه: ګل آغا احمدي وردګ
ښاغلی محمد هاشم میوندوال د ۱۳۴۳ هجري لمریز کال د لړم د میاشتې په لسمه نېټه په داسې حال کې د افغانستان د پوهنې وزیر په توګه ټاکل شوی او د لنډې مودې لپاره یې د پوهنې د وزیر په توګه دنده اجرا کړې چې د افغانستان صدراعظم وو او د خپلې کابینې په جوړولو لګیا وو. ښاغلي محمد هاشم میوندوال د عبدالحلیم زوی دی چې د خپل ماموریت په لومړیو وختونو کې یې د پردېس تخلص کاوه. محمد هاشم میوندوال په ۱۳۲۸ هـ ل کال د غزني د مقر په ولسوالي کې زېږېدلی او د مېرمن نوم یې سلطانه میوندوال وو. نوموړي د کابل ښار په غازي لېسه او حبیبیه لېسه کې زده کړې تر سره کړې او د دولسم ټولګي له فراغت سره جوخت یې د مطبوعاتو په مستقل ریاست کې دنده پيل او ډېر ژر د انیس د ورځپاڼې مسوول مدېر و ټاکل شو. ښاغلی میوندوال په ۱۳۲۱ کال د هرات د اتفاق اسلام د جریدې مسوول و ټاکل شو او ۱۳۲۴ کال د مطبوعاتو په مستقل ریاست کې د دایرة المعارف د ادارې عمومي مدېر شو. ښاغلی میوندوال د ۱۳۲۴ کال په پای کې د مطبوعاتو د مستقل ریاست د مرستیال په توګه په دنده و ګومارل شو. محمدهاشم میوندوال د افغانستان د پخواني پاچا محمد ظاهرشاه مطبوعاتي سلاکار شو خو دغه دنده یې لا یو کال نه وه اجرا کړې چې نوموړی یو ځل بیا د مطبوعاتو د مستقل ریاست د رییس په توګه غوره شو. ښاغلی محمد هاشم میوندوال له دې وروسته د بهرنیو چارو د وزارت د سیاسي معین، په امریکا، پاکستان او انګلستان کې د افغانستان د لوی سفیر او شاه د ځانګړي استازي په توګه دندې اجرا کړې دي. ښاغلی محمدهاشم میوندوال په ۱۳۴۲ کال د ډاکتر محمد یوسف په کابینه کې د مطبوعاتو وزیر شو خوکله چې په ۱۳۴۳ کال ښاغلي ډاکتر محمد یوسف د صدارت له چوکۍ څخه استعفا وکړه، نو ښاغلی محمد هاشم میوندوال د ۱۳۴۳ کال د لړم په میاشت کې د افغانستان د شاهي هېواد صدراعظم او د کابینې په تشکیل موظف شو چې د ده د صدارت په دوران کې افغانستان ښې لاسته راوړنې درلودې. محمد هاشم میوندوال د ۱۳۴۶ کال د تلې په میاشت کې له صدارت څخه استعفی وکړه او د روغتیایي درمان په موخه بهر ته ولاړ. په ۱۳۴۸ کال کې ښاغلي میوندوال د ملي شورا په ۱۳ مه دوره کې ځان کاندید کړ خو ولسي جرګې ته د وکیل په توګه بریالی نه شو. ښاغلی محمد هاشم میوندوال د افغانستان د مترقي، دېموکرات غورځنګ بنسټ اېښودونکی دی چې د افغانستان یو سیاسي ګوند ګڼل کېږي او د ۱۳۴۵ هجري لمریز کال د زمري په میاشت کې یې مرامنامه د افغانستان د راډیو له لارې اعلان شوه چې د غربي سوسیال دېموکراسي په ټيپ برابره شوې وه. د ښاغلي میوندوال د ګوند اصلي سیال د افغانستان د خلق دېموکراتیک ګوند وو چې په افغانستان کې یې شوروي سوسیالېستي پلوه نظام ته فعالیت کاوه. د ښاغلي میوندوال د ګوند جریده د (مساوات) په نوم وه چې متعددې ګڼې یې خپرې شوې دي. ښاغلی محمد هاشم میوندوال د مشروطه شاهي، ټولنیز عدالت، ملي ګرايي او وګړنیزې واکمنۍ غوښتونکی وو او خپلې غوښتنې یې د یو داسې شاهي مشروطه نظام لاندې د عملي کولو وړ بللې چې د اسلام د سپېڅلي دین، قوانینو او مقرراتو ملاتړ یې کاوه. د ښاغلي میوندوال شعار د داسې یو کلتوري انقلات منځته راتګ وو چې د ترقۍ او دېموکراسۍ په اساساتو باید ولاړ وي. ښاغلی محمد هاشم میوندوال په ۱۳۵۲ کال کې د ښاغلي سردار محمد داودخان د کودتا څخه وروسته د رژیم له لوري د کودتا په تور و نیول شو او د پلچرخي په زندان کې زنداني شو خو نوموړی د ۱۳۵۲ کال د تلې د میاشتې په ۲ یمه نېټه په مرموزه توګه په زندان کې و وژل شو. د نوموړي ملاتړي وايي چې ښاغلی میوندوال د سردار محمد داودخان د رژیم له لوري و وژل شو خو د وخت رژیم بیا دا تور نه دی منلی. ښاغلی محمد هاشم میوندوال یو پیاوړی لیکوال وو، په پښتو، دري، عربي او انګریزي ژبو یې لیکنې کولې او زیات آثار لري.
You also might be interested in
لیکنه: ګل آغا احمدي وردګ سردار علي محمد خان د[...]
لیکنه: ګل آغا احمدي وردګ سردار عبدالحبیب خان د افغانستان[...]
لیکنه: ګل آغا احمدي وردګ ځینې ضروري مسایل دي چې[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی