محمد یاسین اسیر په 1989کال دي مهاجرت په دوران کي د پښتونخوا هنګو کاهي کمپ د مهاجرو په پنډغالي کي زیږدلی دي .
اصلي ټاټوبی يي خوست ولایت موسی خیلو ولسوالی د ګبر دره ده خو فعلآ دخوست په مرکز کي د خپلي کورنی سره یو ځای ژوند کوي.
منځنۍ زدکړې یې د کابل خوشال خان عالي لیسه کي په کال ۲۰۰۹ کې بشپړې کړي دي.
په خوست ولایت کي یې د پامیر پوهنتون له تاسیس وروسته د خپلي خوښي اقتصاد پوهنځي کي شامل شو او دوه کلنې مسلکي زدکړې یې ترسره کړې او له هغي وروسته د یوه آزاد رقابت له لاري د هندوستان د بنګلور ایالت دبنګلور نړیوال پوهنتون ته بریالی شو او د اقتصاد پوهنځي کې یې زدکړې پیل کړې چي دا مهال د هندوستان د بنګلور نړیوال پوهنتون د اقتصاد پوهنځی د وروستي کال محصل دي .
محمدیاسین اسیر کولای شي چي په پښتو،دري او انګلیسي ژبو رواني خبري وکړي او ترڅنګ يي په هندي ژپه هم پوهیږي او د هسپانوی ژبي په زده کړه بوخت دي.
نوموړی په بیلابیلو موضوعاتو لیکني کوي چې تاسې یې په لومړيتوب هم ښکلې لیکنې او ژباړې لوستلای شئ.