محمد یاسین شریفزی د 1987ز کال د مارچ د میاشتې په 13 نېټه د کابل په ده سبز کې زږېدلی دی. لومړنۍ زدکړې یې د عمراخان په لومړنۍ ښوونځي او بیا منځنۍ زدکړې یې په پېښور کې د التقوا په عالي لیسه کې کړي.
په نړیوال مدیریت او حقوقو کې یې د پاکستان په اسلام آباد او ترکیه کې لوړې زدکړې کړي.
په انګریزي، فارسي، اردو، عربي، فرانسوي او پنجابي ژبو پوره واکمن دی.
الماس پښتو انګریزي قاموس، د انګریزي ژبې د زدکوونکو لپاره د لنډو پښتو انګریزي کیسو ټولګې یې له اثارو څخه دي.