محمد یعقوب واحدي په ۱۳۶۹ لمریز کال، د وردګو ولایت د چک ولسوالۍ د مدو کلي کې زیږدلی دی.
نوموړی په اوه کلنۍ کې د خپل پلار له سیوري څخه بې برخې شو او پاته ژوند یې له خپلې مور او دریو خوندو سره، د خپلي مور په زیار او هڅو له ډېرو ستونزو او کړاوونو سره تیر کړ.
دا چې محمد یعقوب واحدي له کوچینوالې څخه له زده کړو سره مینه درلوده د خپلې مور په هڅو وتوانید، خپلې لومړنۍ او منځنۍ زدکړې د چک ولسوالۍ په حضرت عمر فاروق لیسه کې په ۱۳۸۷ ه ش کال بشپړي کړي.
د ښوونځي د بشپړیدو وروسته په ۱۳۸۹ لمریز کال کې د پکتیکا ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د آبداتو د مدیر په توګه رسمي دنده واخیسته، ددې تر څنګ یې د یاد ولایت په ملي رادیو تلویزیون کې د افتخارې خبریال او نطاق په توګه فعالیت شروع کړ.
ښاغلي محمد یعقوب واحدي د مصروفیت سره سره بیا هم قرار پاتې نه شو او د خپلو هڅو له مخې وتوانید د پکتیکا ولایت کې د اداري او حسابدارۍ انستیتیوت ته په ۱۳۹۲ کال کې لار ومونده او پوره دوه کاله یې ددې انستیتیوت د محاسبې څانګه کې زده کړې وکړي.
اوس مهال محمد یعقوب واحدي د غزنې ولایت په مسلم پوهنتون کې د اقتصاد پوهنځی د دریم صنف محصل دی، او غواړې خپلې لوړې زده کړې د مسلم په پوهنتون کې بشپړې کړي.
د دې تر څنګ نوموړي بیا هم خپل کلتورې فعالیتونه ژوندې ساتلي او د پکتیکا ولایت کې د رسنیو له لارې ګڼ کلتوري او فرهنګې فعالیتونه تر سره کوي.
صفت الله حکیمي