ژباړه: شرر ساپی
عبدالمطلب په خپل اس سپورشو. د تهامه ناوته لاړ. ټکان يې وخوړ او زړه يې ودرزېده. هسې نه چې محمد د حاجيانوګڼې ګوڼې له ځان سره وړی وي. او يا هم کوم نا اشنا حاجي ته په لاس نه وي ورغلی! د شيخ(سپين ږيري) دغه وارخطايې هغه وخت نوره هم زياته شوه کله چې يې خپل ځان د خلکو په ګڼه ګوڼه کې ورک وليد. اس يې له ګڼې سره تاويږي او په خپل اس يې کنترول له لاسه ورکړی دی.
عبدالمطلب چې نهيلی شو. دواړه سترګې يې اسمان ته پورته کړې او په ډېر سوز يې خپل رب نه وغوښتل چې محمد ورته راستون کړي. زړه يې ګړوب ګړوب شو، په اننګو يې اوښکې وبهېدې.
ورقه بن نوفل او زيدبن عمروبن نفيل په خپلو اسونو سپاره دي، د تورې شپې په زړه کې د عبدالله ځوی محمد لټوي. هغه قريشي ماشوم لټوي چې رضاعي مور يې مکې ته خبر راوړو چې د مکې په لوړوکې ترې نادرکه شو. ورقه او زيد ګډ روان شول، هغه ډېرخواږه ملګري وو، په هيڅ کار کې يو له بله نه جداکېدل، مګرد دين په کارکې دواړو موافقه کړې وه چې د نيکونو دين به پريږدی. د بتانوعبادت يې پرېښود .او د خپل نيکه ابراهيم د اصيل دين په لټه کې شول. يهودي راهبانو اونصراني کاهنانو ورته وويل، هغه څوک چې د دغه دين په اړه معلومات لرې هغوی تللي دي، او د ابراهيم دين به يو پېغمبر راژوندی کوي او دغه پېغمبر به په بيت الحرام کې راڅرګنديږي، ورقه نصراني شو، ترڅو چې دغه پېغمبر راشي، او زيد د خپلو نيکونو په دين پاتې شو،کوښښ يې کوو چې دغه دين له خرافاتونه پاک کړي، کېدای شي په خپل بصيرت د خپل نيکه ابراهيم دين ته ورسيږي .
ابوالحکم بن هشام په خپل اوښ د خلکو په منځ کې روان دی، سر پرې وچورليده او سترګې يې تورې تورې شوې، د خلکو جوپې د بيت الله په لور روانې وې، د بيت الله د رب او د خپلو بتانو د سپيڅلتيا او ورڅخه د مرستې غږونه پورته کېدل، ډېرې سختې دوړې شوې، اوبيا دغه دوړې په هواکې خپرې شوې، فکرکېده چې د ځمکې او اسمان ترمنځ فضا وريځې نيولې ده، ابوالحکم خپل شونډک وتاړه چې په اسانۍ تنفس واخلي، بيا يې هڅه وکړه چې له دغه ګڼې ګوڼې نه يوې خواته ځان وباسي .
پل پيژوندونکي سپيڅلې صحرا ته ووتل، د محمد د پلونو نښې لټوي، خو دا چيرته دومره اسانه وه، حاجيان له هرې سيمې نه راروان وو، د پلونو هر اثر او نښه به يې ورانوله او په هرې خوا لکه سېلاب روان وو، په ماشوم پسې وتليو خلکو په هره لوړه او ژوره کې پلټنه شروع کړه، څوک څه پوهېدل چې دغه ماشوم به د ابراهيم دين را ژوندی کوي او د عيسی زېری به وي.
ورقه بن نوفل او زيد بن عمروبن نفيل د تهامه په ناو کې د يوې ونې ښي اړخ ته ودرېدل، ګوري چې ماشوم د ونې لاندې ولاړ دی او د ونې يوه څانګه يې راټيټه کړې ده، د ستورو رڼا يې په ښکلي مخ لګيږي، ورقه او زيد د ماشوم يوه شېبه ننداره وکړه او بيا يې ترې وپوښتل:
– ما شومه ته څوک يې؟
– زه محمد د عبدالله ځوی يم.
زيد په خپله غېږکې راواخيست او په خپله سپرلۍ يې مخ ته کيناوه، بيا د ورقه سره څنګ په څنګ مکې ته روان شول.
واړه ستوري پناه شول، ځلانده اولوی ستورې د اسمان په لمن ځليدل، چې دغه وړوکی کاروان حرم ته ورننوت، زيد خپله سپرلۍ ودروله او ترې کوزشو.
کتاب: محمد_ﷺ_او ملګري يي (يتيم)
ليکوال: عبد الحميد جودة السحار