ژباړه: شرر ساپی
محمد يې په غېږکې راواخيست بيا يې په ځمکه کيناوه، ورقه هم له خپلې سپرلۍ نه کوزشو، دواړه د هاشميانو سپين ږيري ته روان شول.
ځينې ښځې د حرم په دروازه کې ولاړې وې چيغې يې وهلې او پاکې جامې يې غوښتلې، ترڅوپرې طواف وکړي، هرې يوې ويل:
– څوک امانت راکوئ؟
– څوک يوه جوړه استعاره راکوئ؟
– څوک د طواف لپاره يوڅه راکوئ؟
نارينو په لاره کې دالحمس نه پاکې جامې په کرايه رانيولې وې، او ځينو بيا جامې ويستلې وې، په دې عقيده وو چې څنګه په هغو جامو کې د بيت الله نه طواف وکړي چې ګناهونه يې په کې کړي وي، هغوی په لغړه طواف کاوه، خلکو د قربانۍ مالونه اساف او ناېله ته روان کړي وو چې خپلو خدايانو ته يې قرباني کړي، ځينويې (فرع) راروان کړي وو چې ښه يې ښاېسته کړي او سينګار کړي ول، فرع د اوښ او ګډو لومړي بچي دي، دوی په دې اند وو، چې دغه ددوی د خدايانو برخه ده.
د عبدالله زوی ماشوم محمد په ډېره حيرانتيا سره دغه جوپو ته کتل چې بيت الله ته روانې دي. سترګې يې د کعبې د باندې په بتانو ولګيدې، د زمري يو بت يې وليده، خو دا لومړی ځل نه و چې دغه بت ګوري، له دې نه وړاندې يې په هوزان کې ليدلی و، دا د هغوی يغوث خدای و چې د نورو بتانوپه څيريې عبادت کېده، بيا يې سترګې په نسر خدای ولګيدې، اس چې هغه د يعوق خدای سمبول و، سړی چې د ود خدای رمز و، د ښځې بت چې د سواع رمز و وليدل، بيا يې د قبيلوپه بتانو يو ځغلند نظر واچاوه، له کعبې نه د بتانو کورجوړشوی وو.
ورقه او زيد بن عمروبن نفيل او محمد بن عبدالله له بيت الله نه طواف پېل کړ، ورقه بن نوفل که څه هم چې د خپل پلاردين يې پريښی و خوله بيت الله نه يې طواف بد نه ګاڼه، مسجد الحرام د خلکولپاره د ځمکې پرمخ لومړی مسجد و چې جوړشو، په ټولو دينونوکې طواف پيژندل شوی عبادت و، هغو په مزامير کې د داود خبره ياده وه:(( په سپيڅلي ځای کې مې لاس وينځم اوبيا ستا د حلالکې پر ځای کې طواف کوم)).
له بيت الله نه يې اوه منډې پوره کړې اوبيا د کعبې دننه ننوتل، چې عبدالمطلب پيداکړي، دا لومړی ځل نه وو چې محمد د کعبې دننه ننوت، له دې وړاندې هغه مهال د کعبې داخل ته ننه اېستل شو چې حليمې خپلې مورته راوست، هغه مهال دوه کلن و خو هبل يې نه وو ليدلی، اوس ورته ځيرشوی دی، هبل د سره عقيق نه د انسان په شکل جوړ شوی و چې ښي لاس يې مات وو، قريشو ورته له سروزرو نه لاس جوړکړی و، مخې ته يې اوه کنډولي پراته و، چې د سفر، واده، انتقام، د حرمونو پيژندنه او د دوی د ټولو اړتياوو پوره کونکي و، خواته يې نور ډېر بتان اېښودل شوي وو،کله چې هم کوم عرب مصر ته تللی له ځان سره يې يو بت راوړی، او د بيت العتيق د اله مخکې يې اېښودی دی.
دغه بتان به له معدن، کودويو، ډبرو او لرګيو نه جوړشوي وو، د هبل پښو ته يوکوهی و چې غبغب به يې باله او په هغې کې به يې منختې او نذرونه اچول. خلک راغلل درهمونه او دينارونه يې په کې واچول. بيت الله ته له حيري، منف، صنعاء، فارس شام مصر او عربي جزيرې نه خلک راغلي وو.
ورقه، زيد او ماشوم له کعبې نه ووتل، د محمد سترګې په اساف او ناېله باندې ولګېدې چې خلکو په کې خپلې قربانۍ حلالولې، کوچيان يې وليدل چې له خپلو قربانيو څخه د عبادت په نيت تاويدل، او د زمزم په هغه څرمني حوضونو يې سترګې ولګيدې چې له اوبو ډک وو او عبدالمطلب په کې کجورې او مميز (وڅکي) خوشي کړي وو، خلک ترې چاپيره شول، او په ډېره خوشالۍ يې اوبه څښلې.
درې واړه په حرم کې په عبدالمطلب پسې ګرځي، د محمد سترګې څو ځلې په يو ماشوم ولګيدې چې د کعبې ترڅنک يواځې ولاړ دی، او سپينې ګرمې وړينې جامې يې پرغاړه دې، محمد په دغه حکمت پوه نه شو، هغه په دې نه پوهيده چې کورنۍ يې دغه هلک کعبې ته ډالۍ کړی دی، کله چې را زلمی شي، د صوفيانو له پوړه به وشميرل شي او د بيت الله خدمت به کوي، ورقه عبدالمطلب وليده چې د خلکو په ګڼه ګوڼه کې راروان دی په خوشالۍ يې پرې چيغه وکړه:
– عبدالمطلب!
زيد هم خپلې سترګې هغه لور ته وګرځولې چې کومې خوا ته ورقه بن نوفل کتل، عبدالمطلب يې وليده چې ډېر خواشينی ښکاري، هغه د خپل لمسي هيڅ څرک نه و لګولی. زيد په دغه محترم شيخ باندې زړه وسوځېد، ورچابک شو، که د خلکو ډېره ګڼه ګوڼه نه وای، نو د سترګو په رپ کې به يې د هاشميانو شيخ ته ځان رسولی وای، چې د زوی د پيدا کيدو زېری يې پرې کړی وای، او د خواشيني سپين ږيري زړه ارام شوی وای.
زيد عبدالمطلب ته ورنيږدې شو او په ارامه يې ورته وويل:
– پيدا موکړ.
کله چې عبدالمطلب دغه خبره واوريده، له سترګو نه يې اوښکې روانې شوې او ويې ويل:
– اوس محمد چيرته دی؟
هغه لا خبره نه وه بشپړه کړې چې ورقه بن نوفل راورسېده او په غېږه کې يې محمد راخيستی و، عبدالمطلب پرې راټيټ شو، محمد يې په خپلې غېږکې واخيست، خپلې سينې ته يې جوخت کړ، ښکل يې کړ، له سترګو يې دومره اوښکې لاړې چې ږيره يې لمده شوه.
حليمه او د هغې څښتن حارث هم راورسېدل، کله چې يې په محمد سترګې ولګيدې چې د خپل نيکه په غېږکې دی، دواړه په ژړا شول او له ډېرې مينې نه يې چيغې کړې:
– زويه! زما خوږه زويه!
حليمې محمد له نيکه څخه واخيست او ډېر زيات يې ښکل کړ، بيا د حارث سره يوځای د آمنې کور ته روان شول چې محمد وروسپاري، په لاره کې محمد هغه خلک وليدل چې د صفا او مروه له منډو نه فارغ شوي وو او کعبې ته روان وو، ځينې هغه څرمنې کېږديو ته ورتلل چې د حمس خلک يې د سيورې لاندې ناست وو.
محمد دغه ټول جريان په خپلو سترګو ويني، دغه نړۍ له هغې نړۍ سره ډېر توپير درلود چې د بني سعد په صحرا کې يې ليدلې وه، هلته يې د زړه راښکونکي فطرت په غېږ کې ژوند کاوه، هلته په وجود کې ويلې کېده، خو دلته په ډېره ګڼه کې خپل کور ته چې په صفا کې و روان دی، ډلې ډلې خلک د ټولې عربي جزيرې نه حج ته راروان دي، چې د کعبې د رب عبادت وکړي.
محمد د خپلې مور په کور سترګې ولګيدې هغه يې وپيژانده، په خوشالۍ يې ورمنډې کړې، د مور د ليدو تلوسې اخيستی و، حارث او حليمې پسې شاته منډې وهلې .
دروازه يې وټکوله، برکه په منډه دروازې ته راغله، د دروازې د برسيره کيدو سره سم محمد ورغاړې ووت، محمد د برکه له غېږې نه ځان خلاص کړ او خپلې مور ته يې په خوشالۍ منډه کړه او چيغې يې وهلې:
– مورې …وا مورې.
کله چې د محمد غږ آمنې واوريده، ګومان يې وکړ کومه اسماني موسيقي يې اوريدلې، د زړه له خزانې نه يې د مينې او محبت مرغلرې سترګو ته راپورته شوې. هغې فکر نه کاوه چې محمد به همدغه شېبه راځي او ددې د ژوند دغه تشه به راډکوي، آمني ورته خپل لاسونه خلاص کړل او محمد يې غېږ ته ځان وغورځاوه، آمنې په سينې پورې جوخت ونيوه او په دواړه مخه يې ښکلاوه، اوښکې يې له سترګو نه وبهيدې او زړه يې سپک شو، آمنه او خوږ زوی يې غاړه غړۍ دي، احساس يې وکړ چې دواړه يو وجود دی، د برکې او حليمې د پښو اواز متوجه کړل، آمنه ورغله چې رضاعي(داېي) سره روغبړ وکړي، هغه رضاعي مور چې تل به په دې هڅه کې وه چې محمد دې له دې سره وي، خوله خپلې ټاکلې نيټې نه يې مخکې راوست.
آمنې حليمې ته ښه راغلاست ووايه او بيا يې ورته وويل:
– داېي! ولې دې راوست، تاخو په دې ټينګارکاوه چې بايد له تاسره وي؟
حليمې يوه شيبه سر ټيټ کړ او بيا يې وويل:
– ما د ده په پالنه کې کوم تقصير نه دی کړی، له پېښو نه پرې ووېريدم او تاته مې بېرته راوست .
– د څه پېښه؟! ماپرې خبره کړه.
حليمې ورته د هغه د يواځيتوب خوښونې او غره ته د ختلو کيسه وکړه: يا به له غره نه راغورځيدلی وي او يا به هم پيريانو ورته کوم زيان رسولی وي، آمنې ورته په موسکا وويل:
– ته پرې له شيطانه ووېرېدې؟
– هو .
– په خدای که ده ته شيطان کوم زيان ورسوي، زما زوی روښانه راتلونکی لري.
کتاب: محمد_ﷺ_او ملګري يي (يتيم)
ليکوال: عبد الحميد جودة السحار